ارزګان کې څه باندې ۵۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو ویش پېل شو

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې څه باندې ۵ زره بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکو ویش پېل شو.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وایي، چې يادې مرستې هغه کسانو ته ویشل کيږي چې په روان ژمي کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وي.

نموړی زیاتوي، دغه مرستې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو موسېسې (KRO) په تخنيکي همکارۍ ټولټال ۵۰۰۰ او ۴۱۸ کورنیو ته ویشل کېږي.

د هغه په خبره، چې په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کيلو اوړه، ۴،۵۵ کيلو غوړي، ۶،۲۵ کيلو دال، ۵ کيلو مالګه او همدارنګه د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي مواد شامل دي.

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هیواد کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوي او په دې ورستيو کې د دغې ډلې له لوري په موسېساتو کې د ښځو پر کار بنديز خلک نور هم له ستونزو سره مخ کړي دي.