ننګرهار کې یو کس خپل کلیوال په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کلیوالو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د غبرګولي) مازدیګر ناوخته د اچین ولسوالۍ اړوند «عبدالخیلو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې د دوو ځایي اوسیدونکو «اسلام جان او غیرت» ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي، چې پرمهال یې ۳۳ کلن اسلام جان د مقابل لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاتوي غیرت له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو دوی یې د نیولو هڅې کړندۍ کړي دي.

د دغه دوو کلیواالو ترمنځ د شخړې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د ځمکو پر سر شخړې، فقر، کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې یادې شوي دي.