د نجونو پر زده کړو بندیز؛ ننګرهار کې د کتاب پلورنې بازار د سقوط له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې کتاب پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته د کتاب پلورنې بازار په ټپه درېدلی او دوی له سخت مالي زیان سره مخ دي.

دوی وایي، د کتاب اخېستوونکو ډېره برخه یې ښځینه زده کوونکې او محصلانې وې چې په هېواد کې د حاکمې ډلې له لوري د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازو بندېدو یې کاروبار له صفر سره ضرب کړی دی.

کتاب پلورونکی زیار وايي، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز د کتاب پلورنې بازار سخت اغېزمن کړی او له نږدې دوو کلونو راهیسې یې لسګونه زره افغانۍ مالي زیان پرې کړی دی.

د طالبانو له لوري د سلګونه زره پخوانیو ملکي او نظامي کسانو بې دندې کول، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو زیاتوالی، د نجونو پر زده کړو بندیز او د لوړو مالیو اخېستل کتاب پلورونکي د خپل کاروبار د خرابوالي ستر علتونه یادوي.

قاري زاهد په ننګرهار کې د کتاب د ساړه بازار په تړاو اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله چې نوی نظام راغلی زمونږ کارونه خراب شوي، تر اتیا فیصده پورې زمونږ بازارونه زیانمن شوي دي، غټ علت یې دادی، چې یو طرف ته د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه بند شوي بل طرف ته بې کاري زیاته شوې؛ نو زمونږ کار اوس خراب دی؛ کتاب څوک نه اخلي، پخوا زمونږ له نیمایي زیات اخېستوونکي نجونې وې، اوس چې د ښځو تعلیم بند شوی ورسره د کتاب خرڅونې بازار هم له صفر سره ضرب شوی دی.»

کتاب پلورونکي وایي، په ځلونو یې له طالب مسوولینو سره د بازار د خرابوالي او مالیې زیاتوالي په تړاو شکایتونه شریک کړي، خو هغوی یې غږ ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

کتاب پلورونکی زاهد زیاتوي، له یوې خوا د بازار خرابوالي له سختو اندېښنو سره مخ کړي، له بلې خوا د طالبانو له لوري د مالیې او په مارکېټ کې د هټیو کرایې لوړوالي سختې اقتصادي ضربې ور رسولي دي.

نوموړی له طالبانو غواړي، چې په هېواد کې د خصوصي سکتور د پرځولو پرځای د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

ننګرهار کې د مطالعې یو شمېر خاوندان له کتاب سره د ځوانانو کمه مینه په هېواد کې د پخواني شل کلن جمهوري نظام پرځول او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی په ګوته کوي.

د ننګرهار اوسېدونکی دانش وایي، افغانستان کې وروستۍ سیاسي لوبې د لوستي قشر فکر تر دې کچې اغېزمن کړی، چې آن د خپلې راتلوونکي په تړاو یې ناهیلي کړي.

د ننګرهار پوهنتون د روان پوهنې څانګې محصل رضاءالله پر لوستي قشر غږ کوي، چې د هر ډول ترینګلو حالاتو پرمهال دې د خپل روښانه راتلوونکي په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف هم مني، چې د دوی راتګ سره د نورو کاروبارونو ترڅنګ د کتاب پلورنې بازار هم خراب شوی.

حنیف زیاتوي، هڅه کوي د کتاب بازار د ښه والي په موخه د کتاب پلورونکو اتحادیې سره په همغږۍ د مطالعې او کتاب لوستنې نندارتونونه جوړ کړي، ترڅو بېرته د کتاب بازار ښه لور ته لاړ شي.

کتاب پلورونکي او د مطالعې خاوندان بیا باور نه لري، چې طالب مسوولین دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې یې خبرې تش شعار او ولس غولونه یادوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته