کندهار کې د سړو خونو نشتون له امله بڼوال خپلې تازه مېوې په نیمه بیه پلوري

اطلاعات روز: کندهار کې بڼوال وایي، چې تازه مېوې یې حاصل ته رسیدلي، خو شکایت کوي چې د سړو خونو نشتون له امله یې په نیمه بیه پلوري.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال صدیق الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال یې حاصلات ښه خو د سړو خونو نشتون له امله اړ دی چې خپلې مېوې په ټیټ قیمت وپلوري.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ باغو خو سږکال د تازه مېوو ډير حاصل کړی خو د ساتلو ځای يې نشته، هر ډول مېوې مو ښه خوند لري خو د مجبوريت پر اساس يې تر نيمې لا ارزانه خرڅوو.»

د ژېړۍ ولسوالۍ باغ لرونکي شمس الله خان بیا اطلاعات روز ته وویل، که موسېسات او واکمن حکومت ورسره د تازه مېوو په سړو ساتن ځايونو کې همکاري وکړي نو باغ لرونکي به ټول کال بازار ته تازه ميوې وړاندې کړي.

ده زیاته کړه: «سږکال مو د کرينګېچو، شليلو، زردالو، شفتالو، الوچو، او الو حاصل ډير دی خو په نيمه بيه يې خرڅوو، هر کال دغه موضوغ روانه ده، ايرانۍ او پاکستانۍ مېوې تراوسه ځکه په بازار کې پيدا کېږي چې هغو خلکو سړه ساتن ځايونه چوړ کړي خپل زراعت ته یې توجو کړې.»

دغه راز یو شمیر نور بڼوال هم له ورته ستونزې سرټکوي او وایي، چې د دوی مېوې په نیمه بیه ګاوندیو هیوادنو ته صادریږي او دوی د سړو خونو نشتون له امله بار بار زیان ویني.

ورته مهال کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د‌ تازه مېوو لپاره ساړه ساتن ځايونه اړین بولي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجینر عبدالباقي بنا وايي، د تازه مېوو خصوصي ساتن ځايونو باندې د بریښنا زیات لګښت راځي، نو ځکه پانګوال یې جوړولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه له واکمن حکومت څخه غوښتنه کوي چې د وطني مېوو د حاصل پرمهال دې هيواد ته د بهرنیو تازه مېوو د صادراتو مخه ونيسي څو خلک په خپله له همدې وطني مېوو ګټه واخلي.

بنا زیاتوي، چې سږکال له کندهاره د ۳۷۶ زره او ۹۶۰ ډالرو په ارزښت ۶۰۸ ټنه زردالو او د ۵۳۴ زره ډالرو په ارزښت ۱۶۴ ټنه هندوانې بهر ته صادر شوي دي.

بلخوا کندهار کې د طالبانو مسوولینو وایي، چې تازه یې هڅې پېل کړي چې دغلته د تازه میوو لپاره ساړه ساتن ځایونه جوړ کړي.

د کندهار د کرنې اوبو لګولو ریاست کې د طالبانو د کرنيزو چارو امر شمس الرحمن موسي وايي، د تازه مېوو لپاره د هندوستان لخوا جوړ شوی ساتن ځای به دې ته تېار کړي ترڅو هر ډول خوراکي توکي او مېوې پکې وساتل شي.

د يادونې وړ ده چې هرکال د کندهار آنار، انګور، زردالو، هندوانې او داسې نورې تازه مېوې ګاونډيو هيوادونو ته د صادرېدو پرمهال له خنډونو سره مخ وي، خو د طالب مسوولينو په وينا چې سږکال يې له پاکستان سره د تازه مېوو او نورې سوداګرۍ لپاره نوې لار پرانيستې ترڅو د دواړو هېوادونو هر ډول صادرات بې له کوم ځنډ مارکېټ ته ورسیږي.