PHOTO: REUTERS

د پاکستان د دولت او پاکستاني طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بيا پېل لپاره د افغان طالبانو هڅې

اطلاعات روز: يوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی چې د افغانستان طالبانو د پاکستان د دولت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر منځ د مذاکراتو د بيا پېل لپاره هڅې پېل کړې دي. له دې راپور سره سم، قبايلي مشرانو په تازه توګه د پاکستاني طالبانو له مشر نور ولي محسود سره کتلي دي.

د ايکسپريس ټريبيون په وينا، دا هڅې د پاکستاني دولت او پاکستاني طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بيا پېلولو لپاره دي، که څه هم تر اوسه رسمي سرچينو دا موضوع نه ده تاييد کړې.

په همدې حال کې يوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي ويلي، چې د پاکستان د دولت په سياست کې هيڅ بدلون نه دی راغلی. دې چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، زياته کړې: «موږ نور له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو په لټه کې نه يو.»

دې چارواکي ويلي، چې پاکستان يو څرګند شرط ايښی دی: د پاکستاني طالبانو تحريک بايد د هر ډول خبرو د پېلولو لپاره تسليم شي.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې سره له دې چې د پاکستان دولت له پاکستاني طالبانو سره خبرې کول نه غواړي، خو د افغانستان طالبانو د دوی د نږدې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په می مياشت کې اسلام اباد ته د سفر پر مهال په داسې حال کې له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو ملاتړ وکړ چې ورته ويل شوي و، اسلام اباد د خبرو لېوالتيا نه لري.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د مذاکراتو پخوانيو دورو ته په پام سره به پاکستان له تحريک طالبان پاکستان سره مستقيمې خبرې ونه کړي. د دوی په وينا، که په راتلونکي کې خبرې کېدلې نو د افغانستان د طالبانو له لارې به کېږي.

د تحريک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ په يوه لوی خنډ بدله شوې ده.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې پاکستان د افغانستان له طالبانو ناهيلی شوی دی ځکه تحريک طالبان پاکستان ته په پناه ورکولو سره يې خپلو امنيتي ګټو ته پام نه دی کړی.

د دې رسنۍ په وينا، په اسلام اباد کې داسې احساسیږي چې د افغانستان طالبان به د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف ځکه اقدام ونه کړي چې «په ايډيولوژيکه توګه يې د کاکا زامن» کېږي.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې اسلام اباد او کابل د ټي ټي پي د موضوع د حل په موخه هلې – ځلې کوي. په وروستيو مياشتو کې يو مطرح وړانديز دادی چې د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي دې د پاکستان له پولې د افغانستان شمالي سيمو ته ولېږدول شي خو د افغانستان طالبان له پاکستانه غواړي چې د دې لېږدونې لګښت دې پرې کړي.

د سرچينو په وينا، له دې سره – سره چې د افغانستان طالبان د پاکستاني طالبانو خوځښت نه شړي، خو بيا هم پاکستان په افغانستان کې د خپل سياست د بدلولو تکل نه لري.