ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي د تمرین لپاره ځانګړی ځای نه لري

ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې دې ولایت کې ورته د تمرین لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

د فوټبال لوبغاړي وایي، لوبغالی لري خو د لوبو د تمرین لپاره مناسب ځای نه لري چې له کبله یې لوبغاړي ډیر کله د ښار په تفریح ځایونو، لارو او کوڅو کې خپل تمرینات ترسره کوي.

د ننګرهار د فوټبال لوبډلې یو لوبغاړي محمد جواد وویل، په دغه ولایت کې د فوټبال د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د معیاري لوبغالي او ځای نشتون دغلته د ورزش کوونکو په ځانګړي توګه د فوټبالرانو ستره ستونزه ده.

محمد جواد زیاته کړه: «ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي امکانات نه لري او مونږ خپل تمرینات په تفریح ځایونو کې ترسره کوو چې ډیر کله له نورو خلکو سره په جنجال کې هم ښکیل یو؛ البته دلته یو معیاري لوبغالی شته خو دتمرین لپاره ځای نشته یوازې د سراج العمارت د فوټبال یو تمریناتي لوبغالی شتون لري چې اوس تخریب شوی او کلونه کیږي، خو تراوسه نه دی رغول شوی نو که چیرې په دې برخه کې مسوول چارواکي لاس په کار نشي او د فوټبال لوبغاړو لپاره ځای برابر نه کړي ستونزې به لا پسې زیاتې شي.»

د فوټبال لوبغاړي وایي، د لوبو لپاره لوبغالی لري خو د تمرین لپاره ځانګړی ځای نه لري

د لوبغاړو په خبره ننګرهار کې فوټبال لوبه مخ په ورکیدو ده، ځکه په خبره یې د تمرین لپاره د ځانګړي خای نشتون له امله د فوټبال زیاتره لوبغاړو نورو ورزشونو ته مخه کړې ده.

نعمت الله یو هم له همدې لوبغاړو دی هغه په دغه ولایت کې د شته ستونزو نه هواري له امله د فوټبال په مرکزي فدراسیون نیوکه کوي او وايي، د نورو ولایتونو په پرتله یې د ننګرهار لوبغاړو ته پاملرنه بیخي کمه ده.

نعمت الله زیاتوي: «په ننګرهار کې د فوټبال لوبه مخ په ورکیدو ده ځکه دلته د شیرزي په نامه لوبغالی چې دی اوس پکې طالبان دي او مونږ ته ډیر کله په اسانۍ اجازه نه راکوي، چې دلته لوبه ترسره کړو او ځینې وخت راته په ډیر سوال او زارۍ اجازه راکړي او بیا دلته خپل تمرین کوو؛ نو له همدې کبله زه اوس ډیر کم فوټبال لوبه کوم او ډیر وخت مې اوس کرکټ ته ورکړی زما په شان زیاتره لوبغاړي اوس په همدې برخلیک اخته دی چې فوټبال یې پریښی او نورو ورزشونو ته یې مخه کړې.»

لوبغاړي دغه راز له اړونده ادارو په ننګرهار کې د فوټبال لوبو د ترسره کولو لپاره د نورو معیاری لوبغالو د جوړیدو سربیره د فوټبال تمریناتو د ترسره کیدو لپاره هم د مناسب ځای غوښتنه کوي.

د فوټبال لوبغاړی دین محمد وايي، چې د تمریناتو لپاره د ځای نشتوالي له کبله زیاتره لوبغاړو فوټبال ته شاه کړې او نه یې شوای کولای چې سپورټ ته دوام ورکړي

دین محمد زیاتوي: «په تېر کې ننګرهار ته د فوټبال په برخه کې په سم ډول کار نه دی شوی او تل د دوی حق خوړل شوی کلنۍ بودیجه به نه ورکول کیده او هغه امکانات چې ورزشکارانو ته لازم دي نه دی ورکړل شوي؛ یوازې د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ کې چې کوم د تمریناتو لپاره لوبغالی موجود دی، هغه تخریب شوی او کله چې هلته تمرین ترسره کوو نو ډیر کله د میدان دخرابوالي له امله لوبغاړي ژوبل کیږي او مونږ تمرین په تفریح ځایونو کې ترسره کوو چې هر ډول لوبغاړي پکې تمرین کوي له حکومت په دې برخه کې د ستونزو دحل غوښتنه کوو.»

بلخوا ننګرهار کې د فوټبال مینوال هم په دغه ولایت کې د فوټبال وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، لوبغاړو ته په کتو باید د طالبانو د فوټبال فدراسیون مرکزي اداره د دغه ولایت د فوټبال لوبغاړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

الله یار یو تن د فوټبال لوبې له مینوالو څخه دی هغه غوښتنه کوي، چې د فوټبال په برخه کې دې توپیري چلند پای ته ورسیږي او د ننګرهار تکړه لوبغاړو ته دې د فوټبال په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شی.

الله یار زیاتوي: «زه په خپله د فوټبال ډیر مینوال یم او ننګرهار کې څه ډول چې لازمه ده د فوټبال ورزش ته پام نه کیږي او هم یې مرکزي ادارې لوبغاړي له پامه غورځولي، غوښتنه کوو چې باید ټولو لوبغاړو ته یو ډول امتیازات ورکړل شي او شته ستونزې دې د ورزش په برخه کې پای ته ورسیږي.»

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شیرزي فوټبال لوبغالی

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د فوټبال فدراسیون رییس احمدالله ساپی د ورزشکارانو ستونزې تاییدوي او د حل ډاډ ورکوي.

نوموړی وایي، په دغه ولایت کې یو معياري سپورټي سټوډیم موجود و؛ خو اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی چمن یې په خاورو بدل شوی او د احاطې دیوالونه یې تخریب شوي دي.

ساپی زیاتوی: «اوس مهال جلال اباد ښار کې درې د فوټبال لوبغالي دی، یو د شیرزي، د ننګرهار د فوټبال سټوډیم او بل په سراج العمارت کې د فوټبال د تمرین لپاره د ازاد تمرین سټوډیم دی؛ خو اوس د یاد میدان جالونه او چمن تخریب شوي او مونږ یې هم د جوړیدو توان نه لرو او له نورو ادارو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوو.»

په ورته مهال هغه خصوصي کلبونه چې په جلال اباد ښار کې فعاليت کوي، مسوولین یې وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې تر نيمايي ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړي دي.

اوس مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار شمال لورې ته په یو کیلو مترۍ کې د ختیځو ولایتونو په کچه د فوټبال معیاري لوبغالی جوړ شوی، خو د نه پاملرنې له امله یې ځینې برخې تخریب شوي او که پام ورته ونشي د تخریب ویره یې ډیره ده.

یاد لوبغالی اوس مهال تر ډیره د لوبو پر ځای د سیاسي غونډو، د ښوونځیو او پوهنتونونو فراغت غونډو او نندارتونو لپاره کارول کیږي.