اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف اداره وايي، د پکتیکا ولایت په دوو زلزله ځپلو ولسوالیو برمل او ګیان کې یې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته ۱۴۰ سیمه ييز ټولګي فعال کړي دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې یاد ټولګي یې د برمل او ګیان ولسوالیو په اړونده سیمو کې جوړ کړي چې له دې وړاندې یې ماشومانو عصري زده کړو ته لاسرسی نه درلوده.
یادې ادارې ویلي، چې په جوړو شویو ټولګیو کې اوس مهال له ۶۰۰۰ ډېرو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او په خبره یې چې د دوی له لوري ورته د ښوونکو او درسي موادو مصارف هم ورکول کیږي.
د یونیسف په وینا، چې د اسیا پرمختیايي بانک په مالي لګښت یې هغه ۷ ښوونځي هم بیرته رغولي چې د شوې زلزلې له امله زیانمن شوي وو.
ځايي اوسېدونکي هم د دوی ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرېدل ښه ګام بولي او وايي، د پوهنې برخه کې دې ورته لا ډېر پام وشي.
د پکتیکا ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې د تېرې زلزلې له امله ۲۲۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او همدا راز د ۷ ښوونځیو په ګډون د ۶۶ ښوونیزو مرکزونو ودانۍ هم زیانمنې شوې وې.
