اطلاعات روز: په ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت ورته د تورخم له لارې ۲۷ هغه افغان بندیان سپارلي دي چې د دې هیواد په بیلابیلو زندانو کې بندیان و.
د ننګرهار ولايت د رسنیو له دفتر څخه نن (سېشنبه، ۶ چنګاښ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا بندیان د قانوني اسنادو د نشتون او د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي و. تر خوشي کېدو وروسته نن په تورخم کې طالب چارواکو ته وسپارل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان د پاکستان په زندانو کې څو مياشتې زنداني شوي و او په زندان کې ورسره ناسم چلند هم شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه کسان به له ثبت او راجسټر وروسته له یو څه نغدي مرستې سره خپلو کورونو ته ولېږل شي.
د پاکستان له زندانونو څخه یاد بندیان داسې مهال خوشی کیږي چې يو څه موده وړاندي په کراچۍ کې د طالبانو کونسل ویلي و چې د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.
نوموړي ويلي و چې لا هم ۲۸۲ افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.