Photo: via Zabul DoPH

زابل کې د لمبېدو پر مهال څلور ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: د زابل ولايت لپاره د طالبانو روغتيايي مسوول وايي چې نن (پنجشنبه، ۸ د چنګاښ) ژورو اوبو کې د لمبېدلو پر مهال څلور ماشومان ډوب او مړه شوي او همدارنګه پنځه تنه سخت ټپيان شوي.

په زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا د رياست مسوول ډاکټر ميرويس افغان ويلي چې د اوبو ډوبېدو دا پېښې د شاجوی ولسوالۍ په دوو جلا کليو «چينو» او «کلاخېلو» کې رامنځته شوې.

نوموړي زياته کړې چې لومړۍ پېښه د شاجوی ولسوالۍ په «چينو» سيمه کې پېښه شوې چې پکې درې ماشومان مړه او يو ژوبل شوی او دوهمه پېښه د همدې ولسوالۍ په «کلاخېلو» سيمه کې شوې چې يو ماشوم پکې مړ او څلور نور ژوبل شوي.

نوموړي ويلي چې ژوبل ماشومان اوس د کوما په حالت کې دي.

د ماشومانو د عمرونو په اړه څه نه دي ويل شوي.