انځور: ایرنا اژانس

ایراني سرحدي ځواکونو څلور افغانان په ډزو وژلي او یو یې ټپی کړی

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، چې ایراني پوله ساتو ځواکونه څلور هغه افغانان په ډزو وژلي چې غوښتل یې په قاچاقي ډول دغه هیواد ته واوړي.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پیښه تېره شپه (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) رامنځته شوې او طالبانو د وژل شویو افغانانو جسدونه د نیمروز ولایتي روغتون ته را انتقال کړي دي.

یوه بله سرچینه بیا وایي، چې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

دغه سرچینه د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه لري، خو وایي چې ټول د شمالي ولایتونو څخه دي.

نیمروز کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو بیا ځل راتګ سره فقر او بې کاري افغان ځوانان اړ کړي ترڅو په مرګونو لارو ګاونډي ایران او نورو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړي چې دې چارې ډیر کله د مرګ سره مخامخ کړي دي.