وسله والو هرات کې یو کس وواژه

د هرات ولایت مقام ته نږدې یو کس د وسله والو ډزو کې ووژل شو

هرات کې د حوزوي روغتون مسوولین وایي، د هرات ولایت مقام ودانۍ ته نږدې د وسله والو ډزو کې یو کس ووژل شو او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي اطلاعات روز روځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (پنجشنبه، ۱۵ لړم) رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د ټپي حالت اندېښمنوونکی نه دی.

په همدې حال کې د هرات پولیسو قوماندانۍ د دفتر سرپرست ویاند عتیق الله وثیق اطلاعات روز ته وویل، چې دغه دوه تنه د هرات ښار له یوې صرافۍ د ۷۰۰ زره افغانیو ترلاسه کولو وروسته، د وسله والو غلو تر برید لاندې راغلل.

ښاغلي وثیق دغه راز وویل، د دې پېښې عاملانو نیولو هڅه پیل شوې ده.

په دې وروستیو کې هرات ښار کې نا امنۍ زیاتې شوې دي. د هرات ښار اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې د ناامنیو مهارولو او ترور مخه دې ونیسي.