Manish Swarup/AP

«بریتانوي ځواکونو ښايي د افغانستان ۸۰ ملکي وګړي وژلي وي»

اطلاعات روز: يوه نوې څېړنه ښيي چې ښايي د بريتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) له لوري ۸۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي وي.

د هغه راپور له مخې چې ګارډين ورځپاڼې تېره ورځ (يکشنبه، ۱۱ د چنګاښ) خپور کړی، د زيانمنو کورنيو مدافع وکیلانو په يوه عمومي څېړنه کې ويلي، چې شونې ده دا افراد د بريتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو د دریو بېلابېلو واحدونو له لوري د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ وژل شوي وي.

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ګومان کېږي د برېتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو يوه سرتېري افغانستان ته د خپل شپږ مياشتني سفر پر مهال د افغانستان ۳۵ وګړي وژلي دي.

ادعا شوې چې ده «د جګړې د عمر ټول نارينه بايد له منځه يووړل شي» د سياست له مخې په هغو کورونو کې چې په هوايي بريدونو کې په نښه شوي وي «د هغوی له لوري له کوم ګواښ پرته» «شخصا» وژلي دي.

نوې ادعا د برېتانيا د دفاع وزارت د پخوانيو افشاګريو پر اساس د «Leigh Day» حقوقي شرکت له لوري په ثبت شويو اسنادو کې په افغانستان کې د برېتانيا د ځانګړي هوايي ځواک په تړاو د جنګي تورونو په يوه عمومي څیړنه کې وړاندې شوې ده.

د ګارډين په راپور کې راغلي، چې د افغانستان وګړي عموما د تر لاسه شويو وسلو د ادعاوو پر اساس د برېتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو له خوا وژل کېدل، خو پنځه داسې پېښې شوې چې د وژل شويو شمېر تر موندل شويو وسلو زيات و.

ګارډين په خپل راپور کې زياته کړې، د ۲۰۱۱ کال له جون څخه بيا د ۲۰۱۳ کال تر می مياشتې پورې د برېتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو له لوري د مشکوکو مړينو ۲۵ مورده ثبت شوي دي. د دې ځواکونو په يوه بريد کې د څلورو او يا پنځو کسانو د وژلو ادعا هم کېږي، په داسې حال کې چې د پېښې له ځايه يوازې يو لاسي بم پيدا شوی و.

په راپور کې راغلي، چې په دې بريد کې چې څه پېښ شوي و، ډېر خشن و او دوه افغان ماشومان بايد ژر د بېړنۍ درملنې لپاره وړل شوي وای.

ګارډين په خپل راپور کې ويلي، چې د برېتانيا د هوايي ځواکونو ځانګړي واحد په وروستۍ مرحله کې دشپې مهال په هلمند ولايت کې د خلکو پر کورونو د طالبانو د موندنې په موخه هجوم ور ووړ.

حقوقي شرکت «لی ډي» استدلال کړی چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منخ ۳۰ مشکوکې پېښې شوې دي چې له امله يې ۸۰ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، خو تر اوسه د دې پېښو په اړه هيڅ خپلواکې څېړنې نه دي شوې.

د برېتانيا دولت تېر کال په افغانستان کې د ملکيانو د وژنې په اړه تر ادعاوو وروسته د زيات فشار او تحقيقي راپورونو له وجې اعلان وکړ چې په دې تړاو د دې هيوا د قاضي په مشرۍ يوه قانوني څېړنه کوي.

تر دې وړاندې ادعا شوې وه چې د برېتانيا د هوايي ځواکونو د يوه ځانګړي واحد له لوري ۵۴ ملکي افغانان وژل شوي دي.

خو اوس مدافع وکيلان وايي، چې په دې ادعا کې زيات شمېر سرتېري ښکېل دي او موده يې هم پراخه ده او همدا راز باوري شواهد د پراخو غير قانوني وژنو څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د ملکيانو د وژلو ادعاوې له وخته جنجالي دي او وخت پر وخت يې پراخې نيوکې راپارولې دي.

يو شمېر هيوادونو لکه برېتانيا او اسټراليا د خپلو ځواکونو له لوري د افغان ملکي وګړو د وژنې په اړه د څېړنيزو راپورونو تر خپرېدو وروسته په دې اړه پلټنې پېل کړې دي.