لوی اختر کې د پکتیا له اریوب ځاځي ولسوالۍ څه باندې یو لک سیلانیانو لیدنه کړې

د پکتیا ولایت اریوب ځاځي چې له طبیعي ښکلا برخمنه ولسوالۍ ده، په لوی اختر کې ورڅخه له سل زرو ډېرو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

په یاده ولسوالۍ کې د سپینې شګې په نوم سیمه شتون لري، غرونه یې په شنو ځنګلونو پوښل شوي او خورا زړه راښکوونکې منظرې لري، چې د هیواد له ګڼو ولایتونو ورته سیلانیان د تفریح لپاره راځي.

د سپینې شګې د قراردادي شرکت مسوولینو د پکتیا محلي رسنیو ته ویلي، چې د اختر په ورځو کې دغې سیمې ته له پلازمینې کابل، ختیځ، شمال، لویدیځ او سویلي ولایتونو له سل زرو ډېرو سیلانیانو له اریوب ولسوالۍ لیدنه کړې او تفریحي مېلې یې پکې ترسره کړي او شاوخوا ۲۵ زره موټر د سپینې شګې سیمې ته داخل شوي دي.

که څه هم په دې وروستیو کې اریوب ځاځيو ته د سیلانیانو ورتګ په بېساري ډول زیات شوی او اوس ورڅخه د طالبانو حکومت کافي عواید هم لاسته راوړي، خو لا یې هم پر وړاندې شته ستونزې نه دي هوارې شوې.

دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لویه لاره، په سپینې شګې سیمه کې د سیلانیانو لپاره د پاکو اوبو، اوسېدو او ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لاهم نه دي برابرې شوي.

د اریوب ځاځي ولسوالۍ د سپینې شګې تفریحي سیمه

سیلانیان غوښتنه کوي چې اریوب ته غځېدلې لویه لاره دې په اساسي ډول پخه او هغه اړتیاوې چې سیلانیان یې له کموالي سره مخ دي له ځنډ برته پوره شي.

له کندهار ولایت څخه سپینې شګې سیمې ته راغلي یو تن سیلاني نور احمد وايي، د لارې خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ و ترڅنګ یې په دغه سیمه کې د نه څار له امله خوراکي توکی څو برابره لوړ پلورل کیدل.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت او د سیمې قراردادي شرکت دې د سیلانیانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغه وايي: «مونږ چې راتلو نو لاره ډېره خرابه وه، ګردونه و او دلته هم اوبه په ډېرې سختۍ پیدا کیږي او بله خبره دا ده چې یوه خېمه په ۵۰۰ افغانۍ ده هغه هم د یوې شپې لپاره او خوراکي توکي ډېر لوړ پلورل کیږي، نو زمونږ غوښتنه دا ده چې دا باید کنټرول شي او چاته اجازه ور نه کړي چې شیان په لوړه بیه خرڅ کړي.»

په ورته وخت کې د اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي هم د لارې خرابوالی، مخابراتي ستونزې او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې هغه څه بولي چې د سیلانیانو تفریحي پروګرامونه یې پېکه کړي دي.

دوی غوښتنه کوي هغه پیسې چې له سیلانیانو اخیستل کیږي یوه برخه دې پر سړک او د اوبو پر سیستم ولګول شي.

په دې اړه د اریوب یو تن اوسېدونکي ګل زمان داسې وویل: «مونږ حکومت او د پکتیا ولایتي چارواکو ته دا وایو چې پیسې خو ښې ډېرې جمع کوئ راشئ یو تقسیم یې د دې لپاره بیرته په سړک او دلته په سپینې شګې سیمه کې د اوبو اسانتیاوې رامنځته کړئ تر څو هغه مهمې اړتیاوې او غوښتنې پوره شي.»

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز یو بل اوسېدونکي داد خان منګل بیا په سپینې شګې سیمه کې په ورتلونکو سیلانیانو له دې امله نیوکه وکړه چې کثافاتو ته پاملرنه نه کوي او دې چارې د سیمې ښکلا بدرنګه کړې ده.

منګل وویل: «که څه هم ستونزې به وي خو یوه مسئله دا هم ده چې خپله دې خلکو چې دلته د مېلو لپاره راغلي ګډوډي جوړه کړې او کثافات چې هر ځای یې زړه وغواړي هلته یې اچوي، نو په کار ده چې دا سیمه پاکه وساتل شي او چټلي پکې جوړه نه شي.»

د پکتیا اوسیدونکي نیوکه کوي چې دغلته ورتلونکي سیلانیان چاپیریال ته پاملرنه نه کوي او په هرځای کې کثافات اچوي

دوی دا غوښتنې په داسې حال کې کوي چې د احمدخېلو او ځاځي اریوب ولسوالۍ ترمنځ ۱۸ کیلو مټره سړک خامه دی او له کبله یې پرې تلونکي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو په تېر کې هم څو ځله ژمنې کړي چې د سیلانیانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي، خو تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.

د مسوولینو په خبره چې د احمدخېلو او اریوب ځاځیو ترمنځ یې پر غځېدلي سړک جغل اچولی چې تر یوې اندازې یې په تګ-راتګ کې ځینې ستونزې له منځه وړي دي.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د اوسېدونکو هغه غوښتنه چې د سپینې شګې سیمه دې په ملي پارک و نومول شي، له بار، بار ژمنو سربېره لاهم یاده سیمه نه ده نومول شوې.