اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف له خپل تاجکستاني سيال سره په لیدنه کې ويلي، چې پاکستان او تاجکستان د افغانستان د ګاونډيتوب له کبله له ورته ننګونو او امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د ايکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، د تاجکستان دفاع وزير شيرعلي ميرزو له يوه پلاوي سره اسلام اباد ته تللی او د پاکستان له دفاع وزير خواجه محمد آصف سره يې ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.
پاکستان تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې د تاجکستان له وسله والو ځواکونو سره به د اطلاعاتو په برخه کې د ظرفيت جوړونې او فني تخصص د شريکولو په لړ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزير ټينګار کړی چې پاکستان او تاجکستان د افغانستان د ګاونډيانو په توګه له ورته ننګونو او امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
ده زياته کړې، چې پاکستان د ټولو مسايلو پر سوليیز حل باور لري او په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره د تاجکستان د هڅو درناوی کوي.