Sportsfile/Getty Images

افغانستان د کرکټ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې د ۱۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هیواد د چټوګرام ښار په لوبغالي کې وشوه، چې د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

افغان توپوهونکو بنګله دېشۍ لوبډلې ته د ۳۳۲ ستر هدف ورکړ. په دې لړ کې د پېل توپوهونکو رحمان الله ګربز ۱۴۵ او ابراهيم ځدراڼ سل منډې وکړې. د دوی دواړو تر منځ د ۲۵۶ منډو اوږده ملګرتيا وشوه. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې د هرې ويکيټې لپاره ستره او ريکارډ ملګرتيا وه. 

که څه هم د افغانستان د پېل توپوهونکو تر توقع لوړه او غوره توپوهنه وکړه او داسې اټکل کېده چې ښايي افغان لوبډله ۴۰۰ ته نږدې هدف وټاکي، خو وروستي توپوهونکي د بنګله ديشي توپ اچوونکو پر وړاندې ونه ځلېدل.

د افغان توپ اچوونکو له لوري هم پېل ښه و او پر ۱۵ منډو د بنګله دېش لومړنی لوبغاړی د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

افغان توپ اچوونکو لوبه تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وه. په دې لړ کې راشد خان دوه، محمد نبي یو او همدارنګه مجيب الرحمن درې او فضل الحق فاروقي درې–درې لوبغاړي وسوځول.

په دې لړ کې د بنګله دېش لوبډله ونه توانیده چې ټاکلی هدف پوره کړي او په ۴۳ اورو کې یې د ۱۸۹ منډو په کولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د يادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې هم د دریو یو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په ۱۷ منډو ګټلې وه. د دې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې د دې لړۍ سیریز خپل په نوم کړ.

یاده دې وي چې افغان لوبډله به له بنګله دېش سره خپله وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د جولای پر ۱۱مه ترسره کړي.