لوګري بزګران د غنمو له سږني حاصلاتو خوښ، خو پکتیاوال بیا ناراضه دي

لوګر او پکتیا د سویل ختیځ زون له کرنیزو ولایتونو ګڼل کیږي، چې تر نیمايي ډېر خلک یې په کرکېله بوخت دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

په لوګر کې بزګران د غنمو له سږنیو حاصلاتو خوښ او د پکتیا بیا ورڅخه ناراضه دي، چې لوګر کې یې حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي او پکتیا کې بیا ۴۰ سلنه کموالی پکې راغلی دی.

په لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه ډېر والی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې رییس سید امین هاشمي وايي، سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې په څه باندې ۲۲ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې ورڅخه ۶۶ زره مټریک ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي.

هاشمي د حاصلاتو د ډېروالي لامل له بزګرانو سره د کرنیزو موادو او تخمونو همکاري او د ورښتونو ډېروالی په ګوته کوي.

هغه وویل: «لوګر کې چې مونږ څومره معلومات کړي په ۲۲ زره  او ۴۰۰ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي، چې له دې ډلې یې ۶۶۶۴۰ مټریک ټنه د غنمو حاصلات تر لاسه کیږي، نو مونږ چې ورته حساب کړی نو د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.»

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د تر لاسه شویو ارقامو له مخې چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په ځنیو سیمو کې څه باندې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده.

سږکال لوګر کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه ډیروالی راغلی دی

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت بزګران هم له سږنیو حاصلاتو خوښ دي او وايي، که څه هم د سېلابونو له امله یې ډیری کرنیزې ځمکې له منځه تللي، خو بیا هم په دې توانیدلي چې له کرل شویو غنمو د پام وړ حاصلات واخلي.

دوی د دې سربېره له کرنې ریاست څخه په راتلونکي کې د لا نورو همکاریو غوښتنه هم کوي او زیاتوي که ورسره د کیمیاوي سرې، وسایل او اصلاح شویو تخمونو برخه کې همکاري وکړي نو اوسني حاصلات به یې راتلونکي کې لا ډېر شي.

په دې اړه د مرکز پل عالم یو تن بزګر حاجي راشد داسې وویل: «حاصلات ښه دي، خو سږکال بارانونه که څه هم بې وخته وشول او هم مو ډېرې ځمکې سېلابونو له منځه یوړې، ولې بیا هم په کومو ځمکو چې مونږ غنم کرلي نو د هغوی حاصلاتو دانه ښه ده.»

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې لوګر کې له هر جریب کرنیزې ځمکې ۲۰۰۰ کیلو د غنمو حاصلات تر لاسه شوي دي.

له لوګر ور هاخوا بیا پکتیا کې برعکس د غنمو حاصلات د طبیعي افتونو له امله د پام وړ کم شوي دي، د دغه ولایت په ختیځو ولسوالیو کې بې وخته ورښتونو او سېلابونو له امله پراخه کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي، چې دې کار سږني حاصلات کم کړي دي.

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې لجه منګل، احمدخېل، څمکني او جانیخېل د پکتیا هغه ولسوالۍ دي چې طبیعي افتونو یې بزګرانو ته پراخ مالي زیانونه رسولي دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو محلي رسنیو ته ویلي، چې د غنمو سربېره په ختیځو ولسوالیو کې ځايي بزګرانو په نورو کرنیزو برخو کې هم زیان لیدلی دی.

دوی زیاته کړې چې د جانیخېلو په ولسوالۍ کې د غنمو حاصلاتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی او مسوولین یې لامل ږلۍ، بې وخته بارانونه او نور طبیعي افتونه په ګوته کوي.

د پکتیا ولایت د لجه منکل ولسوالۍ بزګران که څه هم طبیعي افتونه مني، خو په کرنې او مالدارۍ ریاست نیوکه کوي چې له اړتیا سره سم یې له دوی سره په تخمونو، کیمیاوي سرې او نورو وسایلو کې د پام همکاري نه ده کړې.

د دغې ولسوالۍ یو بزګر سردارولي اطلاعات روز ته وویل، چې د غنمو له سږنیو حاصلاتو خپل سر هم نه شي پوره کولی.

نوموړی زیاتوي چې د بارانونو له امله په غنمو یو ډول ناروغي لګېدلې چې دانه یې له منځه وړی او یوازې به اوس د بوسو ګټې ته کیني.

هغه وايي: «پکتیا کې سږ کال ډېر بې وخته بارانونه وشول او څو ځله زمونږ په غنمو ږلۍ وشوه، نو بیا چې غنم پاخه شول په وږیو کې یې هیڅ دانه نشته او بیخي له منځه تللې ده، مثلا مخکې به مو چې له یو جریب ځمکې ۱۲۰ منه غنم اخیستل سږ کال ۳۰ منه هم نه شي پوره کولی، نو اوس یې چې ترېشل کوو هغه یوازې د بوسو لپاره چې مالونو ته به یې ورکوو.»

پکتیا کې بزګران نیوکه کوي چې دوی ته طالب مسوولینو پر وخت کیمیاوې سرې او اصلاح شوي تخمونه په واک کې نه دي ورکړي

په همدې مهال یو بل بزګر رحیم الله بیا د پکتیا ولایت په کرنې او مالدارۍ ریاست نیوکه کوي چې له دوی سره یې پر وخت د کیمیاوي سرې، وسایل او اصلاح شویو تخمونو برخه کې همکاري نه ده کړې.

نوموړی وايي، موسېسات دې هغو سیمو ته ډېر پام وکړي چې کرنیزې ځمکې یې ډېرې او ورڅخه ښه حاصلات تر لاسه کیږي.

رحیم الله وویل: «دلته موسېسات ملامت دي، ځکه دوی سروې نه کوي کومې ولسوالۍ چې ښې کرنیزې ځمکې لري او بزګران یې وسایلو او نورو موادو ته اړتیا لري له هغوی سره همکاري نه کوي، خو ټوله همکاري دوی د اړیکو پر اساس کوي او هلته خپلې پروژې تطبیق کوي، نو په کار ده چې په زارعتي ولسوالیو کې ډېر خدمت وکړي.»

خو د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست بیا وايي، هغه څه چې دوی یې په واک کې لري، له ځنډ پرته یې بزګرانو او بڼوالو ته وېشلي دي.

مسوولین همدا راز زیاتوي چې دوی تر ډېره د همکاره موسېساتو پرمټ له خلکو سره د وسایلو، تخمونو او نورو موادو مرسته کوي.

د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو د لوګر او پکتیا سربېره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم خلکو ته د نورو مالي زیانونو سربېره په کرنې برخه کې هم پراخه تاوانونه رسولي چې اوس یې بزګران بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.