ننګرهار کې یوه کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځي یو ملازم د اقتصادي ستونزو له امله ځان ځړولی او مړ شوی دی.

د احمد شاه په نامه یو ځایي اوسیدونکی وایي، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ د چنګاښ) سهار وختي د چپرهار ولسوالۍ اړوند «ګلدرې» سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره د اسدالله په نامه یوه ۴۰ کلن کس چې د چپرهار ولسوالۍ په «هدیا خیل» لېسه کې یې د ملازم په توګه دنده ترسره کوله، تېره ورځ یې د اقتصادي ستونزو له امله خپل ځان په یوه ونه کې ځړولی او ژوند یې بایللی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې مړ شوي کس پنځه زامن او پنځه لوڼې درلودې چې په دې وروستیو کې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ و.

ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یاد کس په دې وروستیو کې خپل عصبي توازون له لاسه ورکړی و، نو ځکه خو یې ځان وژنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوي، چې ستر لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، بې وزلي، بې‌روزګاري او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.