اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې په دې ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال په کرنيزو محصولاتو کې نږدې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.
د نیمروز لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالخالق حکیم الله وایي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې دغلته د ۹۵ زره هکتاره ځمکې څخه یو میلیون، ۵۶۰ زره او ۹۴۸ ټنه محصولات ترلاسه شوي وو، خو زیاتوي چې سږکال د اوبو کمښت، د ژمي یخنۍ او بې وخته بارانونو له کبله کروندګرو د څه باندې ۴۲ زره هکتاره ځمکې کښتونو څخه ۷۹۱ زره او ۹۲ ټنه حاصلات ترلاسه کړي، چې دا د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښیي.
ورته مهال نیمروز کې د کرنيزو چارو يو تن کار پوه حسیب الله خاورين وايي، چې دې ولایت کې د کرنيزو محصولاتو د کمښت لامل صحرايي اقلیم، کډوالي، وروستۍ وچکالۍ، د کمالخان د کانالونو نه جوړول او د اقليمي بدلون اغېزمنتيا بولي.
دغه راز نيمروز کې ځايي کروندګر بیا د اوبو د کمښت څخه شکایت کوي دوی وایي، د ځمکې لاندې اوبه ښکته شوي او دومره اوبه نشته چې خپلې ځمکې پرې اوبه کړي.
دغلته يو تن کروندګر عبدالجبار وایي، چې ځمکې یې وچې شوي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کرنې په برخه کې مرستې وکړي.
د نيمروز ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د طبیعي افتونو وچکالۍ او بې موسمه ورښتونو له امله کروندګرو ته زيات تاوانونه رسيدلي او دامهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.