د امارت د ودانۍ لړزانده ستنې

امير بهنام. جليل رونق

د طالبانو د واک په جوړښت کې د قبيلوي اړیکو په اړه راپور

یادونه: عموما طالبان له افغانستانه دباندې په خپلې ديني سختدريځۍ سره پېژندل کېږي. حتا د افغانستان د خلکو تر منځ هم د طالبانو د چلند ديني ځانګړنې د دې سبب شوې دي چې د دې ډلې د حاکميت عقيدوي اړخ ډېر ډاګيز کړي. که څه هم راډيکالو مذهبي لارښوونو ته د طالبانو ژمنتيا مشهوره ده، خو څه چې غالبا پټ پاتې شوي او د څارونکو له ليده لېرې دي هغه د دې ډلې په هويت کې مادي، دنيوي او غير مذهبي چلند دی: د طالبانو د سياسي غړو تر منځ د واک د وېش قبيلوي جوړښت. پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو دوه کاله پوره کېدونکي دي، خو لا هم هيڅ هيواد دا ډله په رسميت نه ده پېژندلې. دا واقعيت د دې خنډ ګرځېدلی چې طالبان نشي کولای په نړيواله کچه خپل ځان د یوه مشروع سياسي ځواک په توګه معرفي کړي. له بله اړخه، طالبان د افغانستان په داخل کې هم نه دي توانېدلي چې د وګړو رضايت لاس ته راوړي. تړلې سياسي فضا، سرتاسري اقتصادي کړکېچ، د ټولنې پر يو لړ برخو د طالبانو نظامي فشار، له زده کړې او کار څخه د ښځو محرومول، د ازادو رسنيو ځنډول او د ټولنيزو خدماتو درېدل د طالبانو له حکومت څخه د خلکو د نارضايتۍ عوامل دي. په دې لړ کې، د طالبانو خپلمنځي درځونو – چې د دې ډلې د ټولنيز بستر له پخوانيو قبيلوي سياليو او شخړو را پيدا شوي دي – دا پوښتنه راپیداکړې چې په راتلونکو مياشتو او کلونو کې به د افغانستان سياسي راتلونکی څه ډول وي.

د يوه مهم ټکي يادونه بايد وکړو چې موږ په دې راپور کې هڅه کړې چې د يوه پټ پاتې ډايناميزم – په اړه چې انځور یې وړاندې کړو هغه په طالبانو کې دننه قبيلوي اړيکې دي. د طالبانو د سازماني او ايډيولوژيک ژوند په پرتله دې اړخ ته پاملرنه کول ځکه اړين دي چې په خپله طالبانو او ډېری بهرنيو راپورچيانو او شننونکو د طالبانو ايډيولوژيک – مذهبي اړخ ته (د هغوی د قبيلوي اړخ د پټ پاتېدلو په بيه) پاملرنه کړې ده. البته د یادونې وړ ده چې په دې اړه يو هر اړخيز راپور د کلونو دقيق ميداني کار ته اړتيا لري. د داسې څېړنې لمن تر داسې راپور څو چنده پراخه وي. په دې راپور کې هڅه شوې چې د همداسي کار د بنسټ ډبره کېښودل شي. د دې خبرې مطلب دادی چې د معلوماتو په ارزونه کې له ټولو هڅو سره – سره ښايي لا هم په دې راپور کې تېروتنې وي. دا راپور د معلوماتو د نقد او سمون پر وړاندې پرانيستی دی. موږ ټول لوستونکي هڅوو چې د دې راپور د بشپړوالي لپاره دې خپل ليدونه له موږ سره شريک کړي. دا راپور په طالبانو کې د واک د اصلي برخوالو ترمنځ د قبيلوي اړيکو له اړخه د طالبانو له اوسنيو موجودو واقعيتونو څخه يو څرک دی. يا هم ويلای شو چې که څوک وغواړي د طالبانو د خپلمنځي سياستونو وروسته پېښېدونکي بدلونونه تعقيب کړي، نو دا راپور د دې بدلونونو ځينې اوسنۍ نښې او کرښې مشخصوي. دا راپور په دې لړ کې لومړنی ګام دی او په راتلونکو کلونو کې به دا راپور نور هم پراخ او وغوړېږي.

۱  

د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه تر غرمې وړاندې له ارګه څلور چورلکې والوتې او بيا د ازبکستان هيواد په ترمذ هوايي ډګر کې کیناستې. په دې الوتکو کې ولسمشر اشرف غني، د ملي امنيت مشاور حمدالله محب، يو شمېر ده ته نږدې کسان او ساتونکي يې و چې په همدې چورلکو کې له هيواده وتښتېدل. د اشرف غني په تښتېدلو سره کابل سقوط وکړ. طالب جنګيالي په چټکۍ کابل ته ننوتل او د هغې ورځې تر ماښامه د دې ډلې جنګياليو د ښار په ډېری ځايونو کې د پلټنې ځايونه جوړ کړل. دشپې اته بجې د طالبانو دوه قومندانان حمدالله مخلص او مولوي صلاح الدين ايوبي ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ته ننوتل چې الجزيرې ټلویزیون دا صحنه په ژوندۍ بڼه خپره کړه. ملا عبدالغني برادر او د طالبانو يو شمېر نورو غړو له دوحې دا صحنه ليدله.

ملا برادر په يوه الوتنه کې له دوحې کندهار ته او له هغه ځايه کابل ته ولاړ. سراج الدين حقاني هم په داسې حال کې کابل ته ورسېد چې تر اوسه يې هيڅ عکس نه و  خپور شوی او ايف بي آی د ده په تړاو د داسې معلوماتو لپاره ۱۰ ميليونه ډالره جايزه اعلان کړې وه چې وکولای شي د ده په نيولو کې مرسته وکړي. طالبانو يو ځل بيا ۲۰ کاله وروسته د افغانستان واک په لاس کې واخيست.

په کابل کې د طالبانو تر مېشتېدا اووه مياشتې وروسته چې کله د طالبانو غړي ورو – ورو يو په بل پسې راڅرګندېدل، د دوی تر منځ اختلافونه او د سياسي نظرياتو بدلون هم لږ – لږ ډاګيز شول.

د ايمن الظواهري د پټنځای په ډاګه کېدل او بيا د طالبانو د رهبر له لوري د ښځو پر زده کړو د بنديز فرمان د عطف هغه نقطې وې چې د طالبانو تر منځ يې اختلافونو او سياليو ته د خلکو پام واړاوه. د طالبانو رهبري چې په کندهار کې مېشته ده او د خپل لومړني رهبر په پيروۍ د خلکو تر منځ له راڅرګندېدو ډډه کوي، پر پرېکړو يې اعتراض د طالبانو تر کورنيو او دفاع چارو وزارتونو او په کابل کې د طالبانو د رياست الوزرا تر مرستيالۍ پورې ورسېد. تر دې وروسته دا پوښتنه په جدي توګه مطرح شوه چې د طالبانو د واک اصلي سرچينه چيرته ده؟

۲

طالبان څوک دي؟

په «طالبان» نومي کتاب کې د ملا عبدالسلام ضعيف په وينا، د طالبانو د خوځښت بنسټ د ۱۹۹۴ ميلادي کال پر مهال د اکتوبر مياشتې په لومړۍ اونۍ کې په «سنګسار» کلي کې کېښودل شو، چې اوس د کندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ يوه برخه ده. په لومړيو کې مولوي عبدالصمد د طالبانو د امير په توګه وټاکل شو؛ خو له دې ډلې څخه د نوموړي تر ګوښه‌توب وروسته ملا محمد عمر د طالبانو د خوځښت د امير په توګه وټاکل شو. تر دې وړاندې ملا عمر د حفيظ الله آخوندزاده په جبهه کې يو ساده جنګيالی و. د عبد السلام ضعيف په وينا، طالبانو په لومړي ځل خپل کار له ۳۵ جنګياليو او يوه موټرسايکل سره را پېل کړ. دا موټرسايکل د دوی تر منځ د لوړ غږ له کبله د «اسلام په ټانک» سره مشهور و. تر دې وروسته ملا عمر ته نږدې کس حاجي بشر نورزي دې ډلې ته دوه موټر ورکړل او د هغو موټرو لګښت يې هم په خپله ومانه (حاجي  بشر نورزی اوږده موده له امريکايانو سره بندي و، دويم ځلې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په امريکا کې له زندانه ازاد او افغانستان ته راستون شو). له دې سره – سره، پاکستانی څېړونکی امتياز ګل په خپل کتاب «په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای؛ د پاکستان بې قانونه پولې» کې وايي، چې ملا عمر د پاکستاني نظاميانو ملاتړ درلود او په هرات کې د پاکستان کونسل او د آی ايس آی افسر کرنيل امام ورته نظامي روزنه ورکړې وه. په ارغستان او سپين بولدک کې د ملا عبدالرزاق او ملا محمد رباني تر سرکښۍ وروسته د طالبانو خوځښت نور هم پراخ شو. تر دې وروسته مولوي احسان الله احسان، مولوي عباس آخوند، مولوي وکيل احمد متوکل، ملا بورجان، ملا مشر آخوند، ملا عبدالخالق آخوند او ملا عبيدالله هم د طالبانو له خوځښت سره يو ځای شول. عبدالسلام ضعيف د طالبانو لومړنۍ او مهمې څيرې داسې رااخيستې دي: ملا محمد رباني، ملا عبيدالله، ملا بورجان، ملا حبيب الله، ملا عبدالسلام، ملا خان محمد، ملا محمد نسيم آخوندزاده، ملا محمد حسن رحماني، ملا محمد حسن آخوند، ملا دادالله، ملا عبدالغني برادر (دی له ملا عمر سره يو ځای د حفيظ الله آخوندزاده په جبهه کې جنګېدلی و)، ملا عبدالرؤف، ملا نور الدين ترابي او ملا عبد الرزاق. همدا راز، د ملا عبدالسلام ضعيف په وينا، مولوي سيد آغا، مولوي عبدالغفور، مولوي عنايت الله، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي نور محمد ثاقب، مولوي جليل الله مولوي‌زاده، مولوي عبدالغني، مولوي عبدالحکيم او مولوي عبدالعلي ديوبندي هغه مذهبي څيرې وې چې په کندهار کې يې په هغه غونډه کې حضور درلود چې ملاعمر ته يې د اميرالمؤمنين لقب ورکړ. يو پخوانی لوړپوړی امنيتي چارواکی وايي، چې ملاعمر ته د اميرالمؤمنين د لقب په ورکولو کې شيخ عبدالله ذاکري ځانګړی رول ادا کړی دی.

د طالبانو تر را پيدا کېدو اووه کاله وروسته د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر مياشت کې ملا عمر د اسامه بن لادن له شړلو ډډه وکړه او د القاعده د تروريستي سازمان مشر او د دې سازمان غړي د امريکا متحده ايالاتو له غوسې سره مخ و. امريکا اسامه بن لادن په نيويارک کې پر دوه ګونو سوداګريزو بريدونو په تروریستي بريد کې پړ ګاڼه. د امريکا په مشرۍ نظامي ايتلاف د «پايدارې ازادۍ عمليات» پېل کړل چې هدف يې د القاعده او د دې ډلې د رهبرۍ له منځه وړل او همدا راز د طالبانو د ټولو جوړښتونو او هغو ټولو عواملو ختمول و چې د سپټمبر د يوولسمې په بريد کې ښکېل و. د کابل او بيا د کندهار تر سقوط وروسته، د طالبانو پټ رهبر له خپلو ټولو مسوولينو او قومندانانو سره چې تر اوسه ژوندي پاتې و، په بشپړه توګه د خلکو له سترګو پټ شول.

۳

د طالبانو قبيلوي جوړښت

د طالبانو غړي له کم شمېر پرته ټول پښتانه دي. د دې ډلې بنسټګر ملا محمد عمر په قوم هوتک و. لومړني غړي يې هغه کندهاري قومندانان او جنګيالي وو چې د دوو جهادي ګوندونو مولوي يونس خالص د «اسلامي حزب» او د مولوي محمد نبي محمدي د «نهضت انقلاب اسلامي» غړيتوب يې درلود.

د طالبانو خوځښت له خپل لومړي سره د پښتني قبيلوي جوړښت څرګندې نښې درلودې. د طالبانو په سازمان کې دا قبيلوي تړاو وروسته نور هم راڅرګند شو.

د طالبانو د خوځښت قبيلوي ساختار

په عموم کې پښتانه پر څلورو لويو ډلو وېشل کېږي: بټاني، کرلاڼي، غرغښتي او سرياڼي. دا وېش په افغانستان او پاکستان کې اوسېدونکي ټول پښتانه رانغاړي. بټاني پښتانه پر دوو ډلو غلجي/غلجي-لودي وېشل کېږي. کرلاڼي پښتانه تر ډېره حده په پاکستان کې دننه په ځانګړې توګه په خيبر ايجنسۍ کې اوسي او يوه بله برخه يې په افغانستان کې دننه ژوند کوي چې لږ تر لږه پر ۱۹ قومي/قبيلوي ښاخونو وېشل کېږي. په افغانستان کې دننه دوی غلجيانو ته نږدې او يا هم کله – کله يې يو ښاخ ګڼل کېږي. په افغانستان کې اوسېدونکي کرلاڼي قومونه خټک، خوګياڼي، منګل، ځدراڼ، ځاځي، وردګ او عثمان‌خېل دي. په پاکستان کې مشهور قومونه يې افريدي، محسود، وزير او توري يادولای شو. توري قوم يوازې د خپل شيعه مذهب له وجې په دې وروستيو کلونو کې د بيت الله محسود په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره سختې جګړې کړې دي. په لوديانو کې هم نيازي قوم/قبيلې ته اشاره کولای شو. غرغښتي  قبايل کمې څانګې لري او قومي ډلې يې صافي او کاکړ يادولای شو. سرياڼي پر دوو څانګو درانيو او يوسفزيو وېشل کېږي. درانيان تر ډېره حده په افغانستان او يوسفزيان تر ډېره حده د افغانستان او پاکستان پر پوله او په پاکستان کې دننه ژوند کوي.

که د افغانستان په داخل کې کرلاڼيان غلجيانو ته نږدې وبولو، کولای شو دوو عمده ډلو دراني (د سویل پښتانه) او غلجي (د ختيځ پښتانه) ته اشاره وکړو. احمد شاه دراني په ۱۷۷۴ ميلادي کال کې په کندهار کې د درانيانو د امپراتورۍ بنسټ کېښود. درانيان هم تر ډېره حده د احمد شاه دراني له وجې مشهور دي، له همدې وجې تقريبا تر دوې زياتې پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې واکمني کوي. «ځيرک، نورزي، اسحاقزي، عليزي، پوپلزي» د درانيانو د مشهورو قومي ښاخونو په توګه يادولای شو. ځيرک قوم/قبيله نورو څانګو «اڅکزي، الکوزي او بارګزي» ته وېشل کېږي. عبدالرحمان خان چې په افغانستان کې يې په لومړي ځل د موډرن دولت بنسټ ايښی دی او د درانيانو د امپراتورۍ تر پاشل کېدو وروسته يې مرکزي واک بيرته پښتنو ته يووړ له بارګزي قبيلې څخه و. د دې قبيلې مشهورې کورنۍ محمدزي، مصاحبان او نوابيان دي. دوی له ۱۳۱۸ څخه تر ۱۳۵۲ لمريز کال پورې په افغانستان کې د پاچاهۍ سلسله له ځان سره ساتلې. داود خان د دراني محمدزيو وروستی واکمن دی. د درانيانو وروستۍ څېرې حامد کرزی يادولای شو چې له پوپلزي قوم څخه دی او همدا راز د ملا هبت الله نوم اخيستلای شو چې له نورزي قوم سره تړاو لري.

غلجيان په افغانستان کې د پښتنو دويمه لويه قومي ډله ده. مېرويس خان هوتک چې د افغانستان په اوسنيو پولو کې يې د ايراني صفويانو واکمني پای ته ورسوله د غلجيانو تر ټولو مشهور واکن دی چې تر احمد شاه دراني تقريبا يوه پېړۍ وړاندې واک ته ورسېد. «هوتک، احمدزي، خروټي، اندړ، ځدراڼ، خوګياڼي او وردګ» د مشهورو غلجي قبيلو/قومونو په توګه يادولای شو. اوس مهال په افغانستان کې ځدراڼ، خوګياڼي او وردګ د غلجي قبايلو برخه ګڼل کېږي. ملا مشک عالم چې د انګرېزانو پر وړاندې په بغاوت کې يوه مشهوره څېره وه له اندړ قوم څخه و. غلجيان چې تر ډېره حده پکې اندړ، صافيان، وزيري او ځدراڼ راټول دي، له تاجکو، هزاره وو او قزلباشو سره يو ځای يې انګرېزانو ته د يعقوب خان تر تسليمېدو او هند ته يې تر تبعيد وروسته، په هغه جګړه کې پراخه ونډه اخيستې ده چې د افغان-انګرېز دويمه جګړه بلل کېږي خو په وروستيو کې عبدالرحمان خان په افغانستان کې د برېتانوۍ پاچاهۍ د استازي لايټون په ملاتړ واک تر لاسه کړ. د کمونيسټي رژيم لومړنی ولسمشر نور محمد ترکی د غلجيانو تر ټولو بارزه څېره وه چې د دوادخان د جمهوريت تر سقوط وروسته واک ته ورسېد. ملا محمد عمر د هوتکو يوه بله څېره ده چې د طالبانو اصلي بنسټګر ګڼل کېږي.

د يوه پخواني امنيتي چارواکي په وينا چې د دراني قومونو تر منځ د واک پر سر په سيالۍ  کې بارګزيان، سدوزي، محمدزي، اڅکزي او پوپلزي يوه خوا دي او پر وړاندې يې نورزيان، اسحاقزي او عليزي تر يو څه حده په خپل منځ کې سره نږدې دي. همدا راز د طالبانو تر منځ له شته غلجي قومونو څخه منګلو، خوګياڼيو او هوتکو ته اشاره کولای شو. دا وېش په دې معنا دی چې ټول پښتانه قومونه په طالبانو کې نشته. د بېلګې په توګه ملا خير الله خيرخواه له اڅکزيو څخه دی، همداسې ملا عبدالغني برادر په طالبانو کې د پوپلزيانو تر ټولو مشهوره څېره ده. له حقاني شبکې او ملا يعقوب سره د طالبانو تړلي افراد غلجيان دي. په جغرافيوي لحاظ سویلي طالبان (درانيان) له کندهار، هلمند، د اوزګان له يو شمېر برخو، فراه او هرات ولايتونو څخه دي. د ختيځ طالبان هم تر ډېره حده له زابل، خوست، ننګرهار، پکتيا او لوګر څخه دي.

د پښتنو قبیلوي جوړښت

۴

د ډلګيو د جوړېدلو مخينه او د طالبانو تر منځ د اختلافاتو را پيدا کېدل

د طالبانو د غړو تر منځ اختلافات اوږده مخينه لري. لومړۍ نښې يې کولای شو د جلال الدين حقاني په هغه تمايل کې ومومو چې نه يې غوښتل له طالبانو سره يو ځای شي. جلال الدين حقاني د حقاني شبکې رهبر و او د صبغت الله مجددي د حکومت پر مهال د عدليې وزير و، د طالبانو تر را منځته کېدو وروسته يې د دې ډلې مخالفت وکړ؛ خو د آی ايس آی تر فشار وروسته له دې ډلې سره يو ځای شو. سره له دې چې ملا عمر غلجي او هوتک و، خو شاوخوا پرې د سویل درانيان راټول و او همدا يوه وجه چې جلال الدين د طالبانو کندهاري رهبرۍ ته نږدې نشو او د خپلو ځواکونو خپلواک تشکيلاتي جوړښت يې وساته. د طالبانو رهبري چې تر ډېره حده د کندهار له پښتنو جوړه وه، جلال الدين يې د پرېکړې نيونې کړۍ ته داخل نه کړ او کابل ته تر رسېدو او حکومت جوړولو وروسته يې د قومونو او قبايلو د چارو وزارت ورته ورکړ. دې وزارت جلال الدين ته دا شونتيا په لاس ورکړه چې په دوامداره توګه په کابل کې پاتې نشي او خپل ډېر وخت په ختيځ کې تېر کړي او په هماغو سيمو کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه وکړي.

د طالبانو د حکومت تر سقوط او د دوی د رهبر تر تښتېدلو وروسته د طالبانو د فعاليتونو په سازماندهي کولو کې د ملا عمر رول کم رنګه شو. د عبدالحي مطمئن د کتاب «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» پر اساس ملا عمر په ۲۰۰۳ کال کې ملا عبدالغني برادر او ملا عبيدالله په پرلپسې توګه خپل مرستيالان معرفي کړل. ملا برادر له هغه وخته او بيا تر ۲۰۱۰ کال پورې په پاکستان کې تر بندي کېدو پورې د طالبانو په دويم ځل سازماندهي کې اصلي رول درلود.

د ۲۰۱۰/۱۳۸۸ د ژمي په وروستيو کې ملا عبدالغني برادر چې د ملا عمر مرستيال او هغه مهال د طالبانو له اصلي رهبرانو څخه و، د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول شو. د ۱۳۸۹ په پسرلي کې نيويارک ټايمز راپور ورکړ چې د طالبانو رهبر د ده پر ځای ملا عبدالقيوم ذاکر ټاکلی دی چې په تازه توګه له ګوانتنامو ازاد شوی و. ذاکر هغه مهال د خپل عمر په درېيمه لسيزه کې و او په سياسي رهبرۍ کې د مخينې نه درلودلو له وجې يو سختدريځی جنګيالی ګڼل کېده. د ملا عمر دويم مرستيال ملا اختر محمد منصور و چې تر دې وړاندې يې د طالبانو مالي څانګه سمبالوله. د ۱۳۹۰ کال پر مهال د طالبانو د مرموز رهبر د مړينې په اړه راپورونه خپاره شول چې تر دې وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو.

داسې ښکارېدله چې د ملا برادر او د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي تر منځ اړيکې ټينګې شوې وې، د ده نيول کېدل د افغانستان د دولت په اند د افغانستان د سولې بهير د ماتولو لپاره د پاکستان اقدام و. ملا برادر او کرزی دواړه له قومي اړخه د دراني قوم له پوپلزي قومي ښاخ څخه دي. د طالبانو د مسايلو يو شنونکی چې نه غواړي نوم يې افشا شي، وايي چې «د حامد کرزي او ملا برادر تر منځ اړيکه د پوپلزي قومي مشرانو له لوري» ټينګه شوې وه. د طالبي مسايلو د دې شنونکي په اند، د ملا برادر – چې د طالبانو تر منځ د ملا عمر تر ټولو باوري کس ګڼل کېده – او حامد کرزي چې د افغانستان ولسمشر و، يو قوميتوب پر قبيلوي اساس د يوه تفاهم زمينه برابره کړې وه. دې تفاهم له سياسي اړخه د طالبانو او د افغانستان د دولت تر منځ د خبرو د پېلولو ظرفيت درلود.

کله چې اختر محمد منصور د ځايناستي او ملا عمر د مرستيال په توګه خپل ځان وښود نو هغه اړيکه له منځه ولاړه چې د حامد کرزي او ملا برادر تر منځ جوړه شوې وه. منصور هغه مهال له يوه اړخه د پاکستان له استخباراتو آی ايس آی سره په نږدې اړيکو لرلو تورن و او له بله اړخه يې قومي تړاو له اسحاقزي قوم سره و. که څه هم چې منصور د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اسحاقزيان تر ډېره حده په هلمند ولايت کې مېشت دي او د نشه يي توکو د توليد او انتقال له وجې په اقتصادي توګه د طالبانو يوه شتمنه ډله ګڼل کېږي. له دې سره – سره، اسحاقزيان له کمي اړخه لږ او اقليت دي. قيوم ذاکر چې تازه په خليج کې د امريکا له زندانه را ګرزېدلی و، له عليزي قوم سره اړه درلوده، هغوی هم په قوم درانيان او د سویل له پښتنو سره تړلي دي او په هلمند او د کندهار په يو شمېر برخو کې ژوند کوي. ذاکر د سولې د خبرو تر ټولو سخت مخالف و.

د اميرالمؤمنين مشکوکه مړينه

د ۱۳۹۴ کال د زمري مياشتې پر اوومه د افغانستان د ملي امنيت ادارې اعلان وکړ چې ملا عمر مړ شوی دی. يوه ورځ وروسته د زمري مياشتې پر اتمه اختر محمد منصور له هغې اعلاميې سره سم چې طالبانو خپره کړه، د دې ډلې د مشر په توګه انتخاب شو. د ملا عمر پر ځای د اختر محمد منصور ځایناستي کېدل يو پېچلی مسير او ګڼ غبرګونونه يې راوپارول. تر ټولو مهمه دا وه چې د طالبانو يوې برخې پر منصور باور نه کاوه چې د ملا عمر د مرګ په پټولو سره يې د هغه په نوم فرمانونه تېر کړي دي. دويم دليل، د طالبانو د رهبرۍ د تر لاسه کولو سيالي وه. په هلمندي طالبانو کې ملا رسول خادم له کوم ځنډ پرته د منصور په مشرۍ د طالبانو له صفونو جلا شو. ملا منان نيازی چې د طالبانو په لومړي دور حکومت کې د طالبانو د بلخ والي و، هم د دې موضوع په اړه ناخوښي وښوده او له خادم سره يو ځای شو او د هغه د مرستيال په توګه وټاکل شو. ملا رسول درانی او په قوم نورزی و. نورزيان او اسحاقزيان د نورو قومونو په پرتله په درانيانو کې بانفوسه قومونه ګڼل کېږي. طيب اغا چې د ملا عمر يو له نږدې ملګرو څخه و، هم د طالبانو له سياسي دفتر څخه بېل شو. د ده ځای عباس ستانګزي ونيوه چې د منصور په مشري د طالبانو د شورا ملاتړ ورسره و. ملا اختر محمد منصور سره له دې چې د ملا عمر د غيابت او د ملا عبدالغني برادر د زنداني کېدو پر مهال يې د طالبانو عملي مشري کوله، خو د ملا عمر د مرګ تر اعلان وروسته مجبور و چې د طالبانو د مشر په توګه د خپل ځان د ثابتولو لپاره د ملا عمر له زوی ملا يعقوب او د حقاني شبکې له رهبر سراج الدين حقاني سره سيالي وکړي. د ملا عمر د ځایناستي پر سر اختلافات د دار العلوم حقانيه د رييس مولانا سميع الحق په منځګړيتوب سره پای ته ورسېدل او منصور د طالبانو د دويم مشر په توګه اعلان شو.

منصور د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي مياشت کې د امريکايي هوايي ځواکونو له لوري د پاکستان د بلوچستان ايالت په احمدوال نومې سيمه کې ووژل شو.

د اختر منصور رسمي رهبرۍ (د امير المؤمنين په توګه) تر ۱۰ مياشتو کم دوام وکړ. ده په پاکستان کې د ملا برادر تر زنداني کېدو وروسته د طالبانو رهبري په لاس کې اخيستې وه او شپږ کاله پرته له کوم ځانګړي لقب څخه د طالبانو تر منځ تر ټولو ځواکمن کس و. خبريال سميع يوسفزی چې له طالبانو څخه نږدې شناخت لري، وایي کله چې منصور د طالبانو مشري پر غاړه واخيسته نو په دې ډلې کې د اسحاقزۍ قبيلې زور په پام وړ توګه زيات شو. د نيويارک ټايمز له راپور سره سم، منصور د کويټې په شورا کې سختدريځي قومندانان څنډې ته کړل او د هغو پر ځای يې منځلاري کسان وټاکل. په دې توګه داسې ښکاري چې منصور يوازې د دې هڅه نه کوله چې منځلاري کسان (د افغانستان له دولت او امريکا سره د خبرو له لارې د جنګ د ختمولو پلويان) واک ته ورسوي. د طالبانو بريدونه د ده د مشرۍ پر مهال په پام وړ کچه زيات شوي و.

د ملا عمر د ژوند په اړه د شکونو راپورته کېدل او بيا يې د مرګ علني کېدل او د منصور له لوري د ده له نوم څخه ناوړې ګټې اخيستنې د طالبانو ليکې په کافي توګه ووېشلې او هغه کسان کم نه و چې په ښکاره يې له ده سره مخالفت کاوه. د قيوم ذاکر، رسول خادم او ملا منان نيازي په څېر د مشهورو قومندانانو بېلېدل د طالبانو په څېر په يوه متمرکزه ډله کې د وېش او بې باورۍ عمق ښيي. په دې لړ کې يوه بله د پام وړ خبره دا وه چې د طالبانو له صف څخه جلا شوي افراد د منصور تر مشرۍ لاندې جنګياليو سره په هلمند او هرات کې ښکېل شول. ويلای شو چې د منصور له لوري ټاکنې او ګوښه کېدنې انډيوالۍ او د خپل واک پياوړي کول و. په دې توګه، د ده د مشرۍ پر مهال د اسحاقزي طالبانو د واک ډېرېدل خاص د پوښتنې وړ موضوع نه ښکاري.

۵

په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو رسېدل

د ۱۳۸۸ کال پر مهال د لندن کانفرانس چې د افغانستان له دولت څخه د نړيوالې ټولنې د تعهد د نوي کولو لپاره جوړ شوی و، د افغانستان دولت له مرستندويو هيوادونو څخه د مالي تعهد د تر لاسه کولو لپاره اعلان وکړ چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په کمي او کيفي زياتوب سره غواړي چې له ايتلافي ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته د امنيتي مسووليت د انتقال بهير بشپړ کړي. يو کال وروسته د کابل په کانفرانس کې د افغانستان دولت يو ځل بيا له خارجي ځواکونو د امنيتي مسووليتونو پر اخيستلو ټينګار وکړ. په دې سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع ګرمه شوه او هم مهاله له طالبانو سره د خبرو-اترو بهير هم چټک شو.

د ۱۳۹۱ کال د مرغومي په مياشت کې په لومړي ځل د هيواد د دننه ګوندونو او سياسي ډلو د استازو په ګډون چې د حزب اسلامي او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اپوزيسيون استازي هم پکې و د طالبانو له استازو سره په پاريس کې غونډه وشوه. د طالبانو تر منځ تر ټولو مطرحه څېره د ملا عمر د دفتر مشر طيب اغا و. طالبانو په دې غونډه کې د جنګ د پای ته رسولو لېوالتيا وښوده. طالبانو چې په دې اړه کومه اعلاميه خپره کړه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د بشپړې وتنې له ټينګار سره – سره پکې د ۱۳۹۳/۲۰۱۴ پر مهال راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې بې اعتباره بلل شوې وې او ويل شوي چې «ملا عمر بيا – بيا ټينګار کړی چې موږ د سياسي واک د انحصار په لټه کې نه يو او د يوه داسې حکومت غوښتونکي يو چې په هيواد کې ټول افغانان پکې ګډون ولري».

د دوحې په نوم د امن کور

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر چې له ۱۳۹۰ کال راهيسې يې په کار پېل کړی و، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي د مياشتې پر ۲۸مه د طالب استازو له لوري رسما پرانيستل شو. په دې توګه، دوحه د ۱۳۹۲ کال له غبرګولي مياشتې راهيسې په رسمي او علني توګه د طالب چارواکو علني کوربه وه. په لومړي سر کې وړاندې تر دې چې د ملا عمر د مرګ اوازه خپره شي، د طالبانو د سياسي دفتر رييس طيب اغا و. په دې دوره کې له طیب اغا پرته مولوي شهاب الدين دلاور، شير محمد عباس ستانکزی، حافظ عزيز الرحمان او سهيل شاهين په دې دفتر کې و. په ۱۳۹۵ کال کې طيب اغا ظاهرا له اختر محمد منصور سره د دې مخالفت له وجې د دفتر له رياسته استعفا ورکړه چې د ملا عمر مرګ يې کلونه پټ ساتلی و. د اختر محمد منصور د امر له مخې شير محمد عباس ستانکزی په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مسوول وټاکل شو. تر دې وروسته په دې دفتر کې ځينې نورې څيرې هم ور زياتې شوې. دا څيرې ملا داوود، ډاکټر صالح، جهانګيروال، قاضي سيد جان، محی الدین سادات، جان محمد مدني، ضياء الرحمن مدني او ملا سيد رسول.

د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي پر لسمه د طالبانو پنځه لوړپوړي غړي د امريکايي افسر بو برګدال په بدل کې چې طالبانو اختطاف کړی و، د کيوبا په خليج کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شول. دا کسان عبد الحق وثيق، ملا فاضل مظلوم، ملا نور الله نوري، ملا خيرالله خير خواه او عبد النبي عمري و. دا کسان تر خوشې کېدو وروسته په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره يو ځای شول.

په وروسته کلونو کې د امريکا او طالبانو تر منځ د غير رسمي خبرو-اترو بهير د شير محمد عباس ستانکزي له لوري مديريت کېده. په دې دوره کې د طالبانو د پلاوي غړي د ۸ او ۱۴ کسانو تر منځ و. له پاکستانه د امريکا په غوښتنه د ملا عمر مرستيال او د طالبانو عمومي قومندان ملا عبدالغني برادر د ۱۳۹۷ کال په لړم مياشت کې (په پاکستان کې) له زندانه ازاد شو او په قطر کې د طالبانو له غړو سره يو ځای شو. برادر قطر ته تر رسېدو وروسته د طالبانو د سياسي دفتر رييس شو. ملا برادر د ۱۳۹۷ کال په وروستيو کې د طالبانو د ۱۴ غړو يو پلاوی له امريکا سره د خبرو لپاره وټاکه. دا کسان د طالبانو مشهورې څيرې وې.

د ۲۰۱۳ کال پر مهال په قطر دفتر کې د طالبانو لومړني غړي

شمېرهنوملنډه پېژندنه
۱محمد طيب آغاطيب اغا په پاکستان  کې د سفارت سکرټر، د طالبانو وياند، وروسته د ملا عمر رييس دفتر و. ده له ۱۳۸۹ کال راهيسې له امريکايي او جرمني ډيپلوماټانو سره اړيکې درلودې او په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته د دې دفتر مشر وټاکل شو. ده په ۱۳۹۴ کې له دې دفتره استعفا وکړه.
۲مولوي نيک محمدمولوي نېک محمد د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ دی. ده د طالبانو په لومړي دور حکنومت کې د کندهار ولايت د معارف د رييس په توګه کار کړی دی.
۳حاجي محمد زاهد احمدزیحاجي محمد زاهد احمدزی له لوګر ولايت څخه دی او د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې يې په اسلام اباد کې د سفارت د درېيم سکرټر په حيث کار کړی دی. دی پخوا د مولوي محمد نبي محمدي حرکت انقلاب اسلامي ګوند ته نږدې و.
۴مولوي سيد رسول ننګرهاریمولوي سيد رسول له ننګرهار ولايت څخه دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په مدرسه کې تدريس کاوه او په طالبانو کې يې رسمي دنده نه درلوده.
۵مولوي جان محمد مدنيمولوي جان محمد مدني د کندهار ولايت له پنجوايي ولسوالۍ څخه دی. ده خپلې ديني زده کړې د سعودي عربستان په مدينه ښار کې بشپړې کړې دي. د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په کندهار کې يې د بهرنيو چارو وزارت د رياست سرپرست و او بيا یې په متحده عربي اماراتو کې د سفارت د شاژدافير په حيث کار کړی دی.
۶سهيل شاهينسهيل شاهين له پکتيا ولايت څخه دی. شاهين د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې درس ويلی دی. ده د طالبانو د لومړي دور حکومت پر مهال د کابل ټايمز د ايډيټر په توګه کار کړی دی او وروسته بيا په پاکستان کې د سفیر مرستيال و.
۷شير محمد عباس ستانګزیستانکزی د لوګر له برکي برک ولسوالۍ څخه دی. ده لوړې نظامي زده کړې په هند کې کړې دي او تر دې وروسته په حزب حرکت انقلاب اسلامی او (د سياف په مشرۍ)حزب اتحاد اسلامی کې غړی پاتې شوی دی. د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال يې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال او بيا يې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال په حيث کار کړی دی. د طيب اغا تر استعفا وروسته ستانکزی د اختر محمد منصور له لوري په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.
۸قاري دين محمد حنيفدی تاجک او د بدخشان دی. د طالبانو د لومړی ځل واکمنۍ پر مهال د پلان وزير او بيا يې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر په توګه کار کړی دی.
۹مولوي شهاب الدين دلاورمولوي دلاور له لوګر ولايت څخه دی. ده په کندهار کې په هغه غونډه کې ګډون کړی و چې ملا عمر ته يې د امير المؤمنين لقب ورکړی دی. شهاب الدین دلاور د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په پېښور کې د کونسل، په پاکستان د سفير، په سعودي عربستان کې د سفارت د شاژدافېر او په کندهار کې د استيناف محکمې د مرستيال په توګه کار کړی دی.
۱۰عزيز الرحمنحافظ عزیز الرحمن د کندهار ولايت دی. ده د طالبانو د لومړي دور حکومت پر مهال په متحده عربي اماراتو کې د سفارت د سکرټر په توګه کار کړی دی.
۱۱ډاکټر محمد نعيمنعيم وردګ د وردګ ولايت له چک ولسوالۍ څخه دی. ده په دار العلوم حقانيه، پېښور پوهنتون او د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې زده کړې کړې دي. وردګ د ۲۰۱۱ کال پر مهال لنډ وخت په کابل کې بندي شو.
۱۲ملا عباس آخوندملا عباس آخوند د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې دنيا ته راغلی دی. دی په قوم اڅکزی دی. دی د جهاد پر مهال د مولوي محمد نبي محمدي د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړی پاتې شوی. عباس آخوند د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د طالبانو د عامې روغتيا د وزير په توګه کار کړی دی.
۱۳عبدالسلام حنفيمولوي عبدالسلام حنفي ازبک او د فارياب ولايت دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د معارف وزارت د مرستيال په توګه کار کړی دی.
۱۴سيد محمد حقانيسيد محمد حقاني د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او په دار العلوم حقانيه (اکوړه خټک) کې يې زده کړې کړې دي. دی په قوم بارکزی دی او د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال يې د چارو ادارې د رييس او بيا په پاکستان کې د سفير په توګه کار کړی دی.
۱۵مسلم حقانيمسلم حقاني له بغلان ولايت څخه دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د حج او اوقاف وزارت د مرستيال او بيا د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال په توګه کار کړی دی.

په پاکستان کې له زندان څخه د ملا عبدالغني برادر تر خوشې کېدو وروسته نوموړی دوحې ته ولاړ او په قطر کې د شير محمد عباس ستانکزي پر ځای د طالبانو د سياسي دفتر رييس شو. همدا راز کله چې د طالبانو او امريکا مذاکرات په رسمي توګه پېل شول، ملا برادر د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی هم وټاکه.

+ سرچینه

له امريکا سره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي (۱۳۹۷)

شمېرهنوملنډه پېژندنه
۱شيرمحمد عباس ستانکزیستانګزی د لوګر له برکي برک ولسوالۍ څخه دی. ده لوړې نظامي زده کړې په هند کې کړې دي او تر دې وروسته په حزب حرکت انقلاب اسلامی او (د سياف په مشرۍ)حزب اتحاد اسلامی کې غړی پاتې شوی دی. د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال يې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال او بيا يې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال په حيث کار کړی دی. د طيب اغا تر استعفا وروسته ستانکزی د اختر محمد منصور له لوري په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.
۲مولوي ضیاء الرحمن مدنيمولوي مدني اصلا تاجک او د تخار ولايت دی. دی په لوګر کې د طالبانو والي و او وروسته په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره يو ځای شو.
۳مولوي عبدالسلام حنفيمولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت او ازبک دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د معارف وزارت د مرستيال په توګه کار کړی دی.
۴مولوي شهاب الدين دلاورمولوي دلاور له لوګر ولايت څخه دی. ده په کندهار کې په هغه غونډه کې ګډون کړی و چې ملا عمر ته يې د امير المؤمنين لقب ورکړی دی. شهاب الدین دلاور د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په پېښور کې د کونسل، په پاکستان د سفير، په سعودي عربستان کې د سفارت د شاژدافېر او په کندهار کې د استيناف محکمې د مرستيال په توګه کار کړی دی.
۵ملا عبداللطيف منصورعبداللطيف منصور د پکتيکا ولايت په ګرده سرای ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی د غلجيانو له سهاک قوم څخه دی. منصور د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په وروستيو ورځو کې د کرنې او مالدارۍ وزیر وټاکل شو. تر دې وروسته يې د رهبري شورا د غړي او د طالبانو د سياسي کميسيون د رييس په توګه کار کړی دی. دی په پکتيکا ولايت کې د منصور شبکې مسوول و او په ننګرهار کې د طالبانو تش په نوم والي پاتې شوی دی.
۶ملا عبدالمنان عمريملا عبدالمنان عمري د ملا عمر ورور دی. دی له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته په دوحه کې د دې ډلې له سياسي دفتر سره يو ځای شو.
۷مولوي امير خان متقيامير خان متقي احتمالا د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی په نهه کلنۍ کې پاکستان ته کډوال شوی دی او په ديني مدرسو کې يې زده کړې کړې دي. د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د راډيو د مسوول، د معارف د وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه یې کار کړی دی. متقي د کويټې د رهبرۍ شورا غړی او د طالبانو رسنيز مسوول و.
۸ملا محمد فاضل مظلومملا فاضل د ارزګان ولايت او په قوم کاکړ دی. دی د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال نظامي قومندان، په شمال کې د طالبانو نظامي قومندان او د يکاولنګ د عام وژنې پر مهال د طالبانو قومندان و. دی د طالبانو تر ماتې وروسته ونيول شو او په ګوانتنامو کې زنداني شو. په ۲۰۱۴ کال کې له زندان څخه ازاد شو.
۹ملا خيرالله خيرخواهملا خيرالله خيرخواه په قوم اڅکزی دی، دی د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. خيرخواه د پاکستان د بلوچستان او کوهاټ په ديني مدرسو کې زده کړې کړې دي. خيرخواه د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د دې ډلې د ویاند، کورنيو چارو د وزير، د جنوب غرب زون د عمومي مسوول او د هرات د والي په توګه کار کړی دی. دی په ۲۰۰۲ کال کې ونيول شو او په کيوبا کې ګوانتنامو ټاپو ته انتقال شو. دی په ۲۰۱۴ کال کې ازاد او په دوحه کې له طالبانو سره يو ځای شو. 
۱۰مولوي مطيع الحقد يونس خالص زوی مطيع الحق خالص د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. ده په مدينه اسلامي پوهنتون، پنجانب پوهنتون (لاهور) او د پېښور په په جامعة العلوم الاسلامی کې زده کړې کړې دي. ده يو څه وخت په ننګرهار کې د معارف د رييس د مرستيال په توګه کار کړی دی. د طالبانو تر سقوط وروسته يې وسله والې جګړې ته مخه کړه او له خپل ورور سره يو ځای يې د تورې بوړې جبهه پرانيسته.
۱۱انس حقانيانس حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدين حقاني کشر ورور دی. دی په ۱۳۹۳ کال مېزان مياشت کې زنداني او افغانستان ته انتقال شو او په باګرام زندان کې ساتل کېده. د افغانستان پخواني ملي امنيت د ده په اړه ويلي و چې انس حقاني د مالي مرستې د ټولولو په موخه عربي هيوادونو ته تګ – راتګ کاوه. انس حقاني د ۱۳۹۸ په لړم مياشت کې ازاد شو او په دوحه کې له طالبانو سره يو ځای شو.
۱۲ملا نورالله نورينورالله نوري د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او په قوم توخی (غلجی) دی. په طالبانو کې يې کار د (ننګرهار او بلخ) ولايتونو د عادي ساتونکي او جنګيالي په توګه پېل کړی دی او د دې ډلې د لومړي ځل حکومت پر مهال د طالبانو يو مشهور جنګي قومندان و. دی له ملا دادالله او ملا فاضل سره يو ځای په شمال کې جنګېده. دی په مزار شريف کې د طالبانو له وروستيو قومندانانو څخه دی. دی د ۲۰۰۱ کال پر مهال ونيول شو او د کيوبا په ټاپو کې ګوانتنامو زندان ته انتقال شو. په ۲۰۱۴ کال کې خوشې او دوحې ته ولاړ.
۱۳مولوي محمد نبي عمريمولوي محمد نبي عمري د خوست ولايت په اسماعيل – مندوزۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د ده ورور ابراهيم عمري د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په سرحداتو، قومونو او قبايلو چارو وزارت کې کار کړی دی هغه ځای چې د جلال الدين حقاني تر ادارې لاندې و. ويل کېږي چې دی حقاني شبکې ته نږدې کس دی او د ۲۰۱۴ کال پر مهال د امريکايي افسر بو برګدال په بدل کې د طالبانو له پنځو غړو سره په تبادله کې خوشې او دوحې ته ولاړ.
۱۴مولوي عبدالحق وثيقمولوي عبدالحق وثيق د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ (په قوم اندړ) دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د طالبانو د استخباراتي ادارې د مرستيال په توګه کار کاوه. په ۲۰۰۱ کال کې ونيول شو او ګوانتنامو ته يووړل شو. دی د ۲۰۱۴ کال پر مهال خوشي او په قطر کې د طالبانو له دفتر سره يو ځای شو.

د امريکا – طالبانو مستقيم مذاکرات د ۱۳۹۷ کال د تلې مياشتې پر ۲۰مه پېل شول او د ۱۳۹۸ کال د کب مياشتې پر ۱۰مه پای ته ورسېدل. د دواړو اړخونو تر منځ د يوولسو دورو مذاکراتو ۱۸ مياشتې وخت واخيست او اخير هم د ۱۳۹۸ کال د حوت مياشتې پر لسمه د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه ‌ليک د ملا عبدالغني برادر او زلمي خليلزاد له لوري لاسليک شو.

د طالبانو او دولت او سياسي داخلي ډلو خبرې چې په بين الافغاني خبرو مشهورې دي د ۱۳۹۹ کال د وږي مياشتې پر مهال په اووه مياشتني ځنډ سره په دوحه کې پېل شوې. د دې خبرو درېيم دور د ۱۴۰۰ کال په جوزا مياشت کې پېل شو، خو تر دې وخته يوې جامع حل لارې ته د رسېدو لپاره د دولت – اسلامي جمهوري سياسي ډلو او طالبانو تر منځ کوم پرمختګ نه و شوی. ټاکل شوې وه چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي، خو کابل سقوط وکړ.

د طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي ته ور زياتې شوې څيرې

شمېرهنوملنډه پېژندنه
۱شيخ عبدالحکيم (حقانی/اسحاقزی)شيخ عبدالحکيم د طالبانو يو پخوانی غړی دی (زېږېدنه ۱۳۳۶) او د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ دی. نوموړی د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د تميز د رييس او د طالبانو د مرکزي دارالافتا د غړي په توګه کار کړی دی. د طالبانو پر دار الافتا د ملا هبت الله د رياست پر مهال شيخ حکيم د نوموړي مرستيال و او د طالبانو د رهبر په توګه د ملا هبت الله تر ټاکل کېدو وروسته شيخ عبدالحکيم د طالبانو د دارالافتا ريیس وټاکل شو. نوموړی وروسته په «بين الافغاني» خبرو-اترو کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي رييس وټاکل شو.
۲مولوي عبدالکبيرمولوي عبدالکبير د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکی دی. ده د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په لوګر او ننګرهار ولايتونو کې د والي په توګه کار کړی دی. همدا راز د جنوب شرق زون تنظيمه رييس او د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال پاتې شوی دی او د طالبانو تر سقوط وروسته هم د سياسي کميسيون د رييس، د رهبرۍ شورا د غړي او د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون د رييس په توګه کار کړی دی.
۳عبدالله حنفي (ملا شيرين)عبدالله حنفي چې په ملا شيرين آخوند مشهور دی د کندهار ولايت له ژیړۍ ولسوالۍ څخه دی. د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د لنډ مهال لپاره د ملا عمر د اوسېدنځای د امنيت مسوول وټاکل شو. د طالبانو تر سقوط وروسته ده د لوېديځ د نظامي کميسيون د رييس، د طالبانو د تش په نوم والي، د شرقي ولايتونو د نظامي کميسيون د رييس، د استخباراتو د کميسيون د مسوول او غربي زون د استشهادي (انتحاري) واحد د رييس په توګه کار کړی دی. دی د طالبانو په يوه فرمان سره د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شو.
۴مولوي محمد قاسم راسخمولوي راسخ د جوزجان ولايت  د فيض آباد ولسوالۍ دی او په قوم ترکمن دی. ده خپلې ديني زده کړې د خيبرپښتونخوا په «مظهر العلوم» دارالعلوم کې بشپړې کړې دي. مولوي قاسم راسخ په تېرو کلونو کې د دعوت او ارشاد کميسيون غړی، د جوزجان لپاره د طالبانو تش په نوم والي او د ۲۰ ولايتونو لپاره د دې ډلې د استيناف محکمې د رييس په توګه کار کړی دی. تر دې وروسته مولوي راسخ د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی.
۵مولوي فريد الدین محمودمولوي محمود د پکتيکا ولايت د ښرنې ولسوالۍ دی. ده د پېښور او کوهاټ او وروسته په دارالعلوم حقانيه کې زده کړې کړې دي. مولوي محمود د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته د پکتيکا د والي په توګه کار کړی دی او د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال پاتې شوی. د طالبانو تر سقوط وروسته د تميز رياست غړی او وروسته د افغانستان له دولت او سياسيونو سره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی و.

۶

د واک پر ګدۍ کیناستل

طالبان په کابل کې د لومړنيو دوو اونيو پر مهال ونه توانېدل چې د دولت د جوړښت په اړه يو پرېکړه وکړي. د افغانستان د پخواني دولت يو امنيتي چارواکی وايي، چې د حکومت د جوړولو پر سر اصلي اختلاف د ملا برادر، ملا حسن آخوند او سراج الدين حقاني د ډلو تر منځ و. په کابل کې د طالبانو د حضور پر ديارلسمه ورځ د پاکستان د استخباراتو د رييس جنرال فيض حميد عکس د دې هيواد له سفير سره يو ځای خپور شو چې د کابل په سيرينا هوټل کې ولاړ دی. ډېری شنونکو دا باور درلود چې حميد د طالبانو د بېلابېلو ډلو تر منځ د اختلاف د حل لپاره کابل ته راغلی دی. د کابل په هوټل سرېنا کې د فيض حميد تر را څرګندېدو درې ورځې وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي مياشتې پر شپاړسمه نېټه طالبانو د خپلې کابينې نوملړ اعلان کړ چې رييس الوزرا، دوه مرستيالان او ۱۹ سرپرست وزيران پکې شامل وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت په کابينه کې هيڅ «غير طالب» غړی نه ليدل کېده. همدا راز د طالبانو د حکومت کابينه له قومي اړخه هم د پښتنو تر مطلق انحصار لاندې وه. د کابينې غړي د طالبانو د ملاتړو قبايلو تر منځ ويشل شوي چې اصلي دوې څانګې يې دراني (د سویل طالبان) او غلجي (د ختيځ طالبان) دي. د قبايلو تر منځ هم ډېر سهم هغو ته ورکړل شوی دی چې په طالبانو کې ځواکمن دي او په تېرو ۲۰ کلونو کې يې د طالبانو ملاتړي وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت په سر کې «رييس الوزرا» دی چې له «لومړي وزير» سره برابر ګڼل کېدلای شي. رياست الوزرا د ولسمشرۍ په ماڼۍ ارګ کې دی او د عمومي رياست د دفتر د دندو په تشرېح کې يې راغلي دي چې دا دفتر «د ملي، سياسي او عمومي برنامو د جوړولو او تنظيم، له خلکو سره د اړيکو او د عاليقدر امير المؤمنين او رييس الوزرا د احکامو، دستوراتو او فرمانونو د تعقيب دنده لري.» د طالبانو په لومړۍ کابينه کې ۱۹ سرپرست وزيران، پنځه مرستيال وزيران او شپږ هم د بنسټونو او خپلواکو رياستونو مشران وو. ملا حسن آخوند د رييس الوزرا، ملا عبدالغني برادر د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او مولوي عبدالسلام حنفي د اداري مرستيال په توګه ټاکل شوي وو.

د کابينې نوملړ

شمېرهبنسټنومقومقبيلهڅانګه
۱رياست الوزراملا محمد حسن آخوندپښتوندرانیبابړ
۲د رياست الوزرا اقتصادي مرستياليملا عبدالغني برادرپښتوندرانیپوپلزی
۳د رياست الوزرا اداري مرستياليمولوي عبدالسلام حنفيازبيک  
۴دفاع وزارتمولوي يعقوب مجاهدپښتونغلجیهوتک
۵کورنيو چارو وزارتخليفه سراج الدين حقانيپښتونغلجیځدراڼ
۶د بهرنيو چارو وزارتمولوي امير خان متقيپښتوندرانی 
۷ماليې وزارتملا محمد ناصرپښتوندرانیاسحاقزی
۸پوهنې وزارتشيخ نورالله منيرپښتونغلجیاندړ
۹د اطلاعاتو او کلتور وزارتملا خيرالله خير خواهپښتوندرانیاڅکزی
۱۰اقتصاد وزارتدين محمد حنيفتاجک  
۱۱حج او اوقاف وزارتشيخ مولوي نور محمد ثاقبپښتونغلجیاحمدزی
۱۲عدليې وزارتمولوي عبدالحکيم شرعيپښتوندرانی 
۱۳د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتملا نورالله نوريپښتونغلجیتوخي
۱۴د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارتملا محمد يونس آخوندزادهپښتوندرانی 
۱۵د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارتشيخ محمد خالدنورستانی  
۱۶د ټولګټو چارو وزارتملا عبدالمنان عمريپښتونغلجیهوتک
۱۷د کانونو او پټروليم وزارتحاجي ملا محمد عيسی آخوندپښتوندرانی 
۱۸د اوبو او انرژۍ وزارتملا عبداللطيف منصورپښتونغلجیسهاک
۱۹د ټرانسپورت او عمومي حمل و نقل وزارتملا حميدالله آخوندزادهپښتونغلجی 
۲۰د لوړو زده کړو وزارتمولوي عبدالباقي حقانيپښتونغلجی 
۲۱مخابراتو وزارتمولوي نجيب الله حقانيپښتونغلجی 
۲۲د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارتحاجي خليل الرحمان حقانيپښتونغلجیځدراڼ
۲۳د استخباراتو عمومي رياستملا عبدالحق وثيقپښتونغلجیخوګياڼی
۲۴د مرکزي بانک رياستحاجي محمد ادريسازبک  
۲۵د چارو عمومي ادارې رياستملا احمد جان احمديپښتونغلجیترکی
۲۶د دفاع وزارت مرستيالملا محمد فاضل مظلومپښتونغلجیکاکړ
۲۷د پوځ رياستقاري فصيح الدينتاجک  
۲۸د بهرنيو چارو وزارت مرستيالشير محمد عباس ستانکزیپښتونغلجیستانکزی
۲۹د کورنيو چارو وزارت مرستيالمولوي نور جلالپښتونغلجیشينواری
۳۰د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيالذبيح الله مجاهدپښتونغلجی 
۳۱د استخباراتو د رياست لومړی مرستيالملا تاج مير جوادپښتونغلجی 
۳۲د استخباراتو رياست دويم مرستيالملا رحمت الله نجيبپښتون  
۳۳د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيالملا عبدالحق آخوندپښتون  

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ کال د وږي مياشتې پر ۳۰مه د کابينې يو شمېر نور غړي او د وزارتونو مرستيالان اعلان کړل.

شمېرهد بنسټ نومد کس نومقومقبيله
۱سوداګرۍ وزارتنور محمد عزيزيتاجک 
۲د سوداګرۍ وزارت مرستيالمحمد بشيرتاجک 
۳د سوداګرۍ وزارت مرستيالمحمد عظيم سلطانزادهتاجک 
۴د عامې روغتيا وزارتقلندر عبادهزاره (پکتيکا) 
۵د عامې روغتيا وزارت مرستيالعبدالباري عمرپښتون 
۶د عامې روغتيا وزارت مرستيالمحمد حسن غياثيهزاره 
۷د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيالملا محمد ابراهيم صدرپښتوندرانی-الکوزی
۸د دفاع وزارت مرستيالملا عبدالقيوم ذاکرپښتوندرانی-عليزی
۹د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيالمجيب الرحمان عمرپښتون 
۱۰له پېښو سره د مبارزې وزارت مرستيالغلام غوث ناصريپښتون 
۱۱د قومونو او قبايلو وزارت مرستيالګل محمدپښتون 
۱۲د قومونو او قبايلو وزارت مرستيالګل زرين کوچیپښتون 
۱۳د مهاجرينو وزارت مرستيالارسلا خروټیپښتونغلجی-خروټی
۱۴د لوړو زده کړو وزارت مسلکي مرستياللطف الله خيرخواهپښتون 
۱۵د المپيک ملي کمېټهنظر محمد مطمينپښتون 
۱۶د احصاييې او معلوماتو ادارهمولوي زيار محمد فقيرپښتون 
۱۷د اټومي انرژۍ ادارهانجينر نجيب اللهپښتون 

د ۱۴۰۰ کال د تلې مياشتې پر ۱۳مه طالبانو د هغو ټاکنو تازه نوملړ خپور کړ چې تر ډېره حده په دفاع وزارت کې شوې وې. په دې نوملړ کې په رياست الوزرا کې يوه بله مرستيالي زياته شوې وه. د طالبانو پېژندل شوې څېره او په دوحه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي غړی مولوي عبدالکبير د رياست الوزرا د سياسي مرستيال په توګه ټاکل شوی و.

د ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۳مه نېټه د طالبانو د دارالافتا رييس او په دوحه کې له پخواني دولت (د افغانستان اسلامي جمهوريت) او سياستوالو سره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي رييس شيخ عبدالحکيم اسحاقزی د طالبانو د سرپرست حکومت د قاضی القضات په توګه وټاکل شو.

تر دې وروسته د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه طالبانو د خپل سرپرست حکومت په کابينه کې بدلونونه راوستل چې په دې لړ کې تر ټولو د پام وړ ټاکنه د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست په توګه د مولوي شهاب الدين دلاور ټاکل و.

نوې ټاکنې

شمېرهد بنسټ نومد فرد نوم
۱د کانونو او پټروليم وزارتمولوي شهاب الدين دلاور
۲د کانونو او پټروليم وزارت مرستيالمولوي محمد عيسی آخوند
۳له پېښو سره د مبارزې وزارتملا محمد عباس آخوند
۴له پېښو سره د مبارزې وزارت مرستيالمولوي شرف الدين مسلم
۵له پېښو سره د مبارزې وزارت مرستيالمولوي عنايت الله
۶د تدارکاتو ملي ادارهشيخ عبدالرحيم
۷د پلټنو عالي ادارهمولوي قدرت الله جمال
۸د پلټنو د عالي ادارې مرستيالمولوي عزت الله
۹د زندانونو د چارو د تنظيم ادارهمولوي محمد يوسف مستري
۱۰د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې مرستيالمولوي محب الله فضلي
۱۱د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کميسيونمولوي کرامت الله آخوندزاده
۱۲د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيالمولوي احمد طه
۱۳د کوچيانو د عمومي رياست مرستيالمولوي ګل زرين
۱۴د شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيالشيخ مولوي عبدالحکيم
۱۵د معارف وزارت مرستيالمولوي سعيد احمد
۱۶د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت مرستيالمولوي عبدالرحمن حليم
۱۷د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستيالمولوي عتيق الله عزيزي
۱۸د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستيالملا فيض الله آخوند
۱۹د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيالمولوي عارف الله عارف
۲۰د چارو ادارې د عمومي رياست د اړيکو مرستيالمولوي سيف الدين تايب
۲۱د کندهار د هوايي ډګر مسوولمولوي فتح الله منصور
۲۲د سرې مياشتې د رياست مرستيالمولوي عصمت الله عاصم

د ۱۴۰۰ کال له لیندۍ مياشتې تر سلواغې پورې د طالبانو په کابينه کې کم تغييرات راغلل. د مرغومې مياشتې پر ۲۷مه د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو چارو له وزارت څخه ګوښه او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سرپرست وزير په توګه وټاکل شو. ملا محمد عيسی آخوند چې وړاندې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست و او د دې وزارت د سرپرست په توګه د شهاب الدين دلاور تر ټاکل کېدو وروسته د هغه مرستيال ټاکل شوی و، د عبدالمنان عمري پر ځای د ټولګټو چارو وزارت سرپرست شو. د لوی څارنوال په توګه د شمس الدين شريعتي په ټاکلو چې د بدخشان تاجک دی، طالبانو خپله سرپرسته کابينه بشپړه کړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابينې وروستی جدول

موقعيتنومقومقبيلهڅانګه
رهبراميرالمؤمنين شيخ هيبت الله آخوندزادهپښتوندرانینورزی
قاضی القضاتشيخ عبدالحکيم حقانيپښتوندرانیاسحاقزی
رييس الوزراملا حسن آخوندپښتوندرانیبابړ
لومړی مرستيالملا عبدالغنی برادرپښتوندرانیپوپلزی
دويم مرستيالمولوي عبدالکبيرپښتونغلجیځدراڼ
درېيم مرستيالمولوي عبدالسلام حنفيازبک  
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتمولوي عطاء الله عمريازبک  
د قومونو او قبايلو وزارتملا نورالله نوريپښتونغلجیهوتک
د سوداګرۍ وزارتحاجي نورالدين عزيزيتاجک  
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارتمولوي نجيب الله حقانيپښتونغلجیشينواری
دفاع وزارتملا محمد يعقوب مجاهدپښتونغلجیهوتک
اقتصاد وزارتقاري دين محمد حنيفتاجک  
پوهنې وزارتحبيب الله آغاپښتوندرانی 
ماليې وزارتملا محمد ناصرپښتون  
د بهرنيو چارو وزارتملا امير خان متقيپښتون  
د حج او اوقاف وزارتمولوي نور محمد ثاقبپښتونغلجیاحمدزی
د لوړو زده کړو وزارتمولوي ندا محمد نديمپښتوندرانی 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتملا خيرالله خيرخواهپښتوندرانی 
د کورنيو چارو وزارتسراج الدين حقانيپښتونغلجیځدراڼ
عدليې وزارتعبدالحکيم شرعيپښتونغلجی 
د کار او ټولنيزو چارو وزارتملا عبدالمنان عمريپښتونغلجیهوتک
د کانونو او پټروليم وزارتمولوي شهاب الدين دلاورپښتونغلجی 
د عامې روغتيا وزارتډاکټر قلندر عبادهزاره  
د ټولګټو چارو وزارتملا محمد عيسی ثانیپښتونغلجی 
د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارتحاجي خليل الرحمن حقانيپښتونغلجیځدراڼ
د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارتملا محمد يونس آخوندزادهپښتوندرانی 
د شهيدانو او معلولينو وزارتملا عبدالمجيد آخوندپښتون  
د ټرانسپورټ او عمومي حمل و نقل وزارتملا حميدالله آخوندزادهپښتون  
د ښار جوړونې وزارتملا حمدالله نعمانيپښتون  
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت (دعوت او ارشاد)شيخ محمد خالد حنفينورستانی  
د اوبو او انرژۍ وزارتملا عبداللطيف منصورپښتونغلجیسهاک
له پېښو سره د مبارزې وزارتملا عباس آخوندپښتوندرانیاڅکزی

د طالبانو د حکومت په کابينه کې قبيلوي جوړښت

د طالبانو په لومړۍ کابينه کې د طالبانو سياسي او اقتصادي رهبري په کلي توګه له درانيانو سره وه او نظامي رهبري د غلجيانو په لاس کې وه او د سویلي طالبانو ډېری وتلي قومندانان د کابينې په لومړني نوملړ کې نه و. په دې اړه د پام وړ نکته داده چې تر يونيم کال په کمه موده کې ملا حسن آخوند له رياست الوزرا څخه ګوښه او پر ځای يې مولوي عبدالکبير وټاکل شو. حسن آخوند له بابړ قوم څخه دی چې درانيانو ته نږدې ګڼل کېږي او مولوي عبدالکبير که څه هم په قوم ځدراڼ دی خو د حقاني شبکې رقيب ګڼل کېږي.

درانيان

اوس مهال درانيان د طالبانو د سياسي، عقيدوي او اقتصادي رهبرۍ په سر کې دي. ملا هبت الله چې په قوم نورزی دی د دې ډلې مشر او اميرالمومنين دی. د طالبانو لومړی مرستيال ملا برادر هم په قوم پوپلزی دی.

د «طالبانو بيرته راتګ» کتاب په وينا چې په «ډان» ورځپاڼه کې د انور اقبال له لوري خپور شوی دی، ملا هدايت الله بدري د امير خان متقي په منځګړيتوب او د پاکستان د پوځ د پخواني لوی درستيز جنرال باجوه په تاييد د ماليې وزير ټاکل شوی دی خو نوموړی وروسته د هبت الله له لوري ګوښه شو او د مرکزي بانک د رييس په توګه وټاکل شو. سره له دې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې پيدا شوی دی، خو تړاو يې د کندهاري طالبانو له دراني قوم سره دی. له دې سره – سره، ملا خيرالله خيرخواه چې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال يې د هرات د والي، د کابل د والي، د کورنيو چارو د وزير، د طالبانو د وياند او په بلخ کې د طالبانو د ځواکونو د قومندان په توګه کار کړی دی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ټاکل شوی دی. خيرخواه د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او د درانيانو له اڅکزي قوم سره تړاو لري. عبدالحکيم شرعي د خوست ولايت په ايوب خېلو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی خو په قومي توګه يې تړاو له درانيانو سره دی، دی د عدليې د وزير په توګه ټاکل شوی دی. په دې لړلیک کې محمد عيسی آخوند د کانونو او پټروليم د وزير په توګه ټاکل شوی دی. که څه هم ويل کېږي چې د ده تړاو له درانيانو سره دی خو د قوم په اړه يې دقیق معلومات نشته. عيسی آخوند تر ملا عبدالمنان عمري وروسته د ټولګټو چارو وزارت وزير شو. د طالبانو په نوموتو څېرو کې مولوي نور محمد ثاقب هم يادولای شو چې د طالبانو د حج او اوقاف وزير دی.

په ټوله کې تر اوسه له ۱۹ وزارتونو څخه د ۱۱ تړاو له درانيانو (سویلي طالبانو) سره دی چې تر ډېره حده د ماليې، پراختيا او اقتصاد وزارتونه دي.

غلجيان

د دې په مقابل کې درې مهم امنيتي بنسټونه د قومي وېش له اړخه له غلجيانو سره دي. سراج الدين حقاني د کورنيو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی دی. دی د وزارت په رسمي اعلاميو کې په خليفه سراج الدين حقاني سره يادېږي. سراج الدين حقاني د جلال الدين حقاني زوی دی چې د جهاد پر مهال د جهادي رهبر يونس خالص لومړی مرستيال و. سراج الدين حقاني د حقاني شبکې د رييس او د ملا هبت الله د دويم مرستيال په توګه د پخواني دولت تر سقوط وړاندې، د پاکستان په سرحدي پولو په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې د القاعده د غړو د ځای پر ځای کولو کې مهم رول درلود. حقاني په قوم ځدراڼ دی، ځدراڼ په قبيلوي توګه کرلاڼيان دي چې غلجيانو ته نږدې ګڼل کېږي. دفاع وزارت د ملا عمر زوی ملا يعقوب ته رسېدلی دی. ملا يعقوب د پخواني دولت تر سقوط وړاندې د نظامي کميسيون رييس او د ملا هبت الله لومړی مرستيال و. يعقوب په قوم هوتک دی. د طالبانو استخباراتي اداره (د پخواني ملي امنيت عمومي رياست) عبدالحق وثيق ته په برخه رسيدلې. وثيق يو له هغو پنځو کسانو څخه و چې د بو برګدال امريکايي افسر په بدل کې د کيوبا ټاپو له ګوانتنامو زندان څخه ازاد او په دوحه کې له طالبانو سره يو ځای شو. دی د طالبانو په لومړي ځل حکومت کې د دې ډلې د استخباراتي ادارې مرستيال و. وثيق په قوم خوګياڼی دی چې د غلجيانو يو ښاخ ګڼل کېږي. د سراج الدين حقاني کاکا خليل الرحمن حقاني د کډوالو د چارو وزير ټاکل شوی دی. عبداللطيف منصور د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ټاکل شوی دی. دی د پکتيا ولايت د ګرده سرای ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په قوم سهاک دی. سهاک د غلجيانو يو ښاخ دی. عبداللطيف منصور په ۱۳۸۱ کال کې د طالبانو تر سقوط لږ وړاندې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وزير ټاکل شوی و. دی د ننګرهار لپاره د طالبانو تش په نوم والي و او د هيواد په ختيځ کې د طالبانو مشهور قومندان و. عبدالمنان عمري د ملا عمر ورور او په قوم هوتک دی. دی د کابينې په لومړني نوملړ کې د ټولګټو چارو وزير ټاکل شوی و چې وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزير شو. عبدالمنان عمري تر دې وړاندې د دوحې په خبرو-اترو کې د طالبانو د پلاوي غړی و. حميدالله آخوندزاده د هوانوردۍ وزارت سرپرست ټاکل شوی دی. آخوندزاده د طالبانو د لومړي ځل حکومت پر مهال د آريانا هوايي شرکت رييس و. د ده د زېږېدنې ځای په دقيق ډول معلوم نه دی، البته ويل شوي دي چې د کندهار په ارغنداب او يا هم د هلند په واشير ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د حميد الله اخوندزاده تړاو له غلجي قوم سره دی. مولوي نورالله نوري د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزیر په توګه د طالبانو يوه بله مشهوره څېره ده. نوري د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او د غلجيانو له توخي قوم څخه دی. نوموړي د ننګرهار والي د ساتونکي او وروسته يې په بلخ کې د والي د ساتونکې قطعې د غړي په توګه کار کړی دی. احتمالا نورالله نوري د طالبانو د لومړي ځل حکومت پر مهال په وروستيو مياشتو کې د بلخ ولايت د سرپرست په توګه کار کړی دی. ده په مزار شريف کې د طالبانو تر ماتې وروسته کندز ته پر شاتګ وکړ او په هغه مشهوره غونډه کې له ملا فاضل مظلوم سره موجود و چې له مارشال دوستم او د شمال ايتلاف له قومندانانو سره يې له شماله د طالب جنګياليو د امن انتقال لپاره مذاکره وکړه. نوري د امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شو او ګوانتنامو زندان ته انتقال شو. مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزير ټاکل شوی دی. ثاقب د کابل د ده سبز يا هم بګرامۍ ولسوالۍ دی او د غلجيو له احمدزي قوم څخه دی. مولوي ثاقب د طالبانو د لومړي ځل حکومت پر مهال د قاضی القضات په توګه کار کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابينې په لومړني نوملړ کې له غلجيانو سره تړلې مشهورې څېرې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شير محمد عباس ستانکزی، د دفاع وزارت مرستيال محمد فاضل مظلوم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد يادولای شو. ملا فاضل مظلوم د دې ډلې يو مشهور جنګي قومندان دی چې د طالبانو د لومړي ځل حکومت پر مهال په شمال کې جنګېده. ملا فاضل پر باميانو د طالبانو د بريد پر مهال د يکاولنګ په عام وژنه کې لاس درلود. فاضل په شمال کې د طالبانو تر سقوط وروسته ونيول شو او بندي شو او تر ۲۰۱۴ کال پورې په ګوانتنامو کې و. تر خوشې کېدو وروسته په دوحه کې له طالبانو سره يو ځای شو او له امريکا او وروسته د افغانستان له دولت سره د سولې د پلاوي غړی و.

د طالبانو نوی اميرالمؤمنين څوک دی؟

د ۱۳۹۰ لمريز کال پر مهال  د افغانستان يوه بلوڅ د پاکستان د بلوچستان ايالت په کچلاغ نومې سيمه کې يوه مدرسه جوړه کړه او د شيخ هبت الله په نوم يو ملا يې د دې مدرسې مدرس وټاکه. آخوندزاده چې کله د دې مدرسې مدرس شو، نو په طالبانو کې يو ډېر اغېزناک کس نه و، خو نسبتا يو وتلی دیني عالم و. دی د ۱۹۶۰ کال پر مهال د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان سيمه کې پیدا شوی دی. پلار يې ملا محمد آخوند د همدې کلي ملا و، له همدې وجې نوموړي لومړۍ ديني زده کړې په همدې کلي کې د پلار تر څار لاندې وکړې. د پنجوايي ډېری نفوس نورزيان دي چې د درانيانو يو ښاخ دی او ملا هبت الله هم له همدې قوم سره تړاو لري. د ۱۹۷۹-۱۹۸۰ کلونو پر مهال چې سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ، آخوندزاده له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شو او په يوه مدرسه کې چې د کډوالو لپاره جوړه شوې وه خپلو ديني زده کړو ته دوام ورکړ. د مجاهدینو د مقاومت تر پېل کېدو او د جهادي ګوندونو تر جوړېدو وروسته آخوندزاده کندهار ته ولاړ او د مولوي خالص د اسلامي حزب غړی و.

هبت الله د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال يو څه وخت د ننګرهار ولايت د څارنوالۍ رييس و او وروسته د طالبانو د دارالافتا رييس وټاکل شو. کله چې د طالبانو لومړی ځل حکومت سقوط کېده، نو ده هم د طالبانو د ډېری غړو په څېر پاکستان ته پناه يووړه. د افغانستان د پخواني دولت يو امنيتي چارواکی وايي: «ملا هبت الله د شيخ عبدالله ذاکري تر وژل کېدو وروسته په کويټه کې د طالبانو د دارالافتا ريیس وټاکل شو.» شيخ عبدالله ذاکري د ۱۳۷۳ کال پر مهال خرقه مبارکه (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوبه چپن) له (خرقې مبارکې) راوایسته او د يو لړ مراسمو په لړ کې يې ملا محمد عمر ته د اميرالمؤمنين لقب ورکړ.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو د دارالافتا د رييس په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې ملا هبت الله يو نومورکی کس و. سميع يوسفزی وايي چې ملا هبت الله د پاکستان د بلوچستان ايالت په يوه ديني مدرسه کې مدرس و. ښاغلی يوسفزی چې د طالبانو په دنننيو تشکيلاتو خبر دی، وايي چې هبت الله د ديني مدرسو د مدرسينو تر منځ هم ډېر مشهور نه و. دی وايي چې د ملا هبت الله په سيمه کې د طالبانو د لنګوټې تړلو مراسم جوړ شوي و چې د ملا هبت الله نوم يې د هغې سيمې د مدرسينو د نوملړ په اخر کې ليکلی و. ښاغلی يوسفزی په دې کې هم شک لري چې ملا هبت الله دې د کويټې شورا غړی پاتې شوی وي. دی وايي: «حد اقل ما يې په کويټه شورا کې نوم نه دی اورېدلی.»

د ۱۳۷۳ کال پر مهال چې د شيخ عبدالله ذاکري تر مشرۍ لاندې د افغانستان د علماوو کومه غونډه وشوه او په پايله کې يې ملا عمر ته د اميرالمؤمنين لقب ورکړ او هلته شته روحانيونو ورسره بيعت وکړ، په دې غونډه کې هم د هبت الله نوم نه ليدل کېږي. له همدې وجې ځينې وختونه په رسنيو کې د دې شخص پر حقيقي وجود شکونه راپورته کېږي. د يو شمېر شنونکو په اند، هبت الله د يو حقيقي کس پر ځای د طالبانو په رهبري کې يو شمېر تصميم نيوونکو ته اشاره ده. خو جوزف مر چې د «طالبان څوک دي» مقاله کې کښلې، استدلال کوي چې داسې حالت د طالبانو په څېر د متمرکزې رهبرۍ لپاره خطرناک دی ځکه دا امکان پيدا کېږي چې «مختلف کسان ځان ملا هبت الله وښيي». د ټولو شکونو پر خلاف د جوزف مر نظر دادی چې داسې يو څوک په رښتيا هم شته دی. له بله اړخه، سره له دې چې تر ۱۳۹۵ کال (د اختر منصور د مرګ تر وخته) پورې هبت الله د خپلې مدرسې په مديريت بوخت و، خو تر يوه کال په کم وخت کې چې منصور د طالبانو مشر و، نوموړی يې دويم مرستيال و. منصور چې د ملا عمر کرسۍ تصرف کړې وه او له همدې کبله يې د درانيانو په تر ټولو بانفوسه قوم نورزيانو کې ناخوښۍ را پيدا کړې وې چې ملا رسول يې په سر کې و، د منصور د دويم مرستيال په توګه له نورزيانو څخه د ملا هبت الله ټاکل کېدل منطقي ښکاري.

ښاغلی يوسفزی وايي، چې د منصور تر راتګ وروسته ملا هبت الله چې «تر هغه وخته په خپله سيمه کې د کچلاک په آخوندزاده سره مشهور و، خپله مدرسه پرېښوده تر څو د طالبانو په رهبرۍ شورا کې د منصور د مرستيال په توګه خدمت وکړي».

سميع يوسفزی په دې باور دی چې د منصور تر مرګ وروسته ملا هدايت الله بدري چې هغه مهال د طالبانو د مالي کميسيون مشر و،  غوښتل د طالبانو مشر شي خو دا چې بې سواده و او پام وړ ديني زده کړې يې نه درلودې د رهبرۍ شورا له خوا يې هرکلی ونشو.

د ملا عمر د مرستيال په توګه د منصور تر ټاکل کېدو وروسته بدري د منصور ځای (د طالبانو د مالي کميسيون مشري) ونيوه، دی هم د منصور په څېر په قوم اسحاقزی و. ملا يعقوب او سراج الدين حقاني له اختر محمد منصور سره د طالبانو د رهبرۍ څوکۍ ته په رسيدلو کې سخته سيالي کړې وه، د منصور د ځای نيولو لپاره د هدايت الله بدري هڅو کولای شول د دې دوو کسانو مخالفت راپارولی وای چې د سویل او ختيځ په طالبانو کې يې نفوذ درلود او په دې توګه د طالبانو تر منځ اختلافات ډېر زياتېدل. د سميع يوسفزي په باور چې هدايت الله بدري د طالبانو رهبرۍ ته د لا هبت الله په رسولو کې مهم رول درلودلی دی. ملا هبت الله د سراج الدين حقاني يا ملا يعقوب او يا هم د طالبانو د نورو مهمو کسانو بر خلاف ناپېژندل شوی کس و چې نظامي او ميداني ځواک يې نه درلود. په حقيقت کې ملا هبت الله يوه ضعيفه مهره ښکارېده او د ځواکمنو طالب قومندانانو ترمنځ د ده د رهبرۍ پر سر توافق کول ډېر جنجالي نه و.

د طالبانو د چارو د شنونکو په اند، د منصور تر مرګ وروسته دا ډله له دوو عمده ستونزو سره مخ وه. د پخواني دولت يو امنيتي چارواکی وايي، چې نوی رهبر بايد وکولای شي چې د قومندانانو او قبايلو تر منځ راپورته شوی اختلاف حل کړي «د ملا رسول نورزي د فعاليت کچه کم رنګه کړي». دويمه ننګونه دا وه چې د طالبانو تر منځ يو داسې کس وموندل شي چې علمي اعتبار يې لوړ وي. د دې پخواني امنيتي چارواکي په وينا، همدا وجه وه چې له نورزي قوم څخه ملا هبت الله د طالبانو د اميرالمؤمنين (رهبر) په توګه او له اسحاقزي قوم څخه شیخ عبدالحکيم د دارالافتا د رييس په توګه وټاکل شول. د ملا هبت الله دوه مرستيالان په ترتيب سره ملا يعقوب او سراج الدين حقاني شول. يعقوب چې د ملا عمر زوی او غلجی دی، د نظامي کميسيون مشري يې هم پر غاړه واخيسته. صدر ابراهيم چې له هلمندي (دراني) طالبانو څخه دی او تر ملا يعقوب وړاندې د دې نظامي کميسيون رييس و، د ملا يعقوب د مرستيال په توګه وټاکل شو. سراج الدين حقاني د ملا هبت الله دويم مرستيال شو. دی د حقاني شبکې مشر و او د ميرانشاه شورا يې رهبري کوله، هغه شورا چې د منصور د رهبرۍ پر مهال د کويټې شورا رقيبه ګڼل کېدله. په دې توګه ملا هبت الله آخوندزاده د ۱۳۹۵ کال په وروستيو کې رسما د طالبانو د اميرالمؤمنین په توګه غوره شو. د القاعدې مشر ايمن الظواهري او د منځنۍ اسيا نورو بنسټپالو جهادي ډلو ورسره بيعت وکړ.

د طالبانو تر رهبر کېدو وروسته تر يوه کال په کم وخت کې ملا هبت الله خپل زوی حافظ عبدالرحمان د ځانمرګي بريد لپاره ولېږه. د ځانمرګي بريد لپاره د خپل زوی لېږل د طالبانو د رهبرانو حتا د حقاني شبکې تر منځ چې د داسې چلند نوښتګر ګڼل کېږي، يوه نوې مسئله وه. که څه هم ملا هبت الله د ملا عمر او اختر محمد منصور په څېر د طالبانو له ميداني قومندې څخه لېرې و، خو ځانمرګي بريد ته د خپل زوی په لېږلو سره يې طالبانو ته د خپل تعهد د ښکاره کولو په لړ کې ان د طالبانو تر لومړني رهبر هم يو ګام مخته ولاړ؛ دې اقدام د طالبانو تر منځ له ده سره مرسته وکړه چې د یوه متعهد او صادق رهبر په توګه يې وپېژني.

ملا هبت الله ملا يعقوب او سراج الدين حقاني ته د عملياتي رهبرۍ په سپارلو سره د طالبانو پر معنوي رهبرۍ بسنه وکړه او له عمومي سپارښتنو او د ځينو ځانګړو ديني ورځو لکه اخترونو په مناسبت له ځانګړو پيغامونو پرته يې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې کم رول لوباوه.

۷

د شبکو رقابت

که څه هم طالبان په عموم کې پر دوو برخو سویلي او مشرقي (دراني او غلجي) وېشل کېږي، خو عموما د واک په سيالۍ کې پر دې وېش تکيه نه کوي. د افغانستان يو پخوانی امنيتي چارواکی باور لري چې اوس مهال په طالبانو کې دننه څلور شبکې د واک پر سر په سيالۍ کې دي. ملا هبت الله او ملا برادر له درانيانو او ملا يعقوب او سراج الدين حقاني له غلجيانو څخه د طالبانو تر منځ هغه څلور شبکې چې د واک پر سر سيالې سره لري. په دې لړ کې ملا برادر او ملا يعقوب سره نږدې دي. دوی دواړه منځلاري او د پاکستان د نفوذ مخالفې څيرې ګڼل کېږي چې له نړيوالې ټولنې او سيمه‌ييزو هيوادونو سره د عادي اړيکو پر ساتلو ټينګار کوي او دواړه کسان د طالبانو د محافظه کارو اړخونو تر منځ له امريکا سره په اړيکو لرلو تورن دي. حقاني شبکه چې پاکستان ته نږدې ده، له نړيوالو او سيمه‌ييزو تروريستي شبکو سره پېچلې اړيکې لري. د دې څلورو شبکو تر منځ د ملا هبت الله شبکه د نفوذ او واک د پراختيا په حال کې ده. دا چې د طالبانو تر منځ اميرالمؤمنين استفعا نه کوي او رهبري يې دايمي ده، نو له همدې امله رامنځته شوی ثبات او د طالبانو په جوړښت کې يې لا محدود واک او اختيار د غير پښتنو طالبانو په شمول د طالبانو ترمنځ دا انګېزه پيدا کړې ده چې ده ته نږدې شي.

ملا برادر

ملا برادر که څه هم د طالبانو يوه پخوانۍ څېره ده او د طالبانو په بنسټ ايښودنه او رهبرۍ کې پر رنګه رول لري او له امريکا سره يې د سولې هوکره لیک هم لاسليک کړ خو بيا هم د خپلو ټولو سيالانو په پرتله د طالبانو په کابينه کې چندان نفوذ نه لري. له دې سره-سره، نوموړی د سویل د طالبانو زيات شمېر رهبري کوي او پر هغوی اغېز لري. داسې ښکاري چې د طالبانو په نوي حکومت کې دریو دلايلو د نوموړي اغېز راکم کړی دی. اول دا چې نوموړی په قوم پوپلزی دی او پوپلزيان په تېر ۲۰ کلن حکومت کې د ښه مقام او حيثيت څښتنان و. په کندهار کې پنجوايي ولسوالۍ هغه سيمه ده چې اکثريت اوسېدونکي يې په قوم نورزيان دي، خو د پخواني دولت پر مهال د دې ولسوالۍ لپاره چارواکي له پوپلزيانو څخه انتخابېدل. حامد کرزی چې ۱۳ کاله د پخواني سياسي نظام مشر و، په قوم پوپلزی و. دويم دليل ښايي له پاکستان سره د ده مخالفت او له پخواني دولت سره يې د سولې کولو ناکامې هڅې وي. داسې ښکاري چې د ۲۰۱۰ کال پر مهال د ده نيول کېدل او په پاکستان کې يې د څه کم اتو کلونو لپاره بندي کېدل له دې وجې و چې د پاکستان له نفوذه يې ځان لېرې کړی و. درېيم دليل ښايي دا وي چې اته کاله له جګړې او د طالبانو تر منځ د واک له کشمکش څخه لېرې و. مولوي عبدالسلام حنفي او ملا هدايت الله بدري چې له ماليې وزارت څخه ګوښه او د مرکزي بانک رييس وټاکل شو، ده ته نږدې کس ګڼل کېږي.

سراج الدين حقاني

په ټوله کې سراج الدين حقاني او حقاني شبکه د طالبانو تر منځ يو قوي فراکسيون دی. حقاني له منصور سره د طالبانو د رهبرۍ په تر لاسه کولو کې سيالي کوله. ده د کويټې شورا پر وړاندې د ميرانشاه شورا جوړه کړې وه. حقاني شبکې له القاعدې، د منځني ختيځ له تروريستو ډلو او همدارنګه پاکستاني طالبانو سره د نږدې تړاو له وجې له امريکا او د افغانستان له پخواني دولت سره په جګړه کې يو موثر رول درلود. دی اوس هم د طالبانو په کابينه کې ډېر اغېزناک رول لري. حقانيان د کورنيو چارو وزارت، د کډوالو د چارو وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د پاسپورټ عمومي رياست او د هيواد د ولايتونو ډېری امنيې قومندانۍ په لاس کې لري. د طالبانو د استخباراتو د ادارې لومړی مرستيال تاجمير جواد هم د حقاني شبکې يو لوړپوړی قومندان دی. په زابل او غزني ولايتونو کې د امنيې قومندانانو په توګه د ازبکو د مشهورو قومندانانو صلاح الدين ايوبي او مخدوم خادم ټاکنې ښيي چې دی د شمال له طالبانو سره هم ښې اړيکې لري. له دې سره – سره، يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د ملا هبت الله د زياتېدونکي ځواک له وجې ډېری داسې قومندانان غواړي د ملا هبت الله څانګې ته نږدې شي.

ملا يعقوب

دفاع وزارت د ملا يعقوب په اختيار کې دی او په دې توګه د طالب جنګياليو په ځانګړې توګه د زابل د پښتنو طالبانو يوه مهمه کتله رهبري کوي. ده تر ډېره حده پورې د قول اردو قومندانان، بيوکراټيکه دستګاه، د دفاع وزارت پراخ نظامي تشکيلات  او محلي نظامي قومندانان انتخاب کړي دي. د ده کاکا عبدالمنان عمري د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير دی.

ملا يعقوب همدا راز ملابرادر ته هم نږدې دی، له همدې امله ښايي دواړې شبکې سره  يو ځای شي. برادر د يعقوب پلار ملا عمر ته ډېر نږدې و او د هغه د باور وړ کس و. د دواړو تر منځ دا احساس مشترک دی چې د طالبانو د مشرۍ څوکۍ تر بل هر چا د دوی ډېر حق کېږي. که څه هم په قومي توګه يعقوب غلجی او هوتک دی، خو د کندهار او سویل پر طالبانو يې د پلار د زيات اغېز له وجې، نوموړی نه يوازې چې پر زابل او د غزني پر يو شمېر برخو نفوذ لري بلکې د سویل پر طالبانو هم خپل نفوذ لري. له دې اړخه هم د ملا برادر او ملا يعقوب د نفوذ ساحې يو-بل ته نږدې دي.

ملا هبت الله

يوه پخواني امنيتي چارواکي له اطلاعات روز سره په مرکه کې وويل، چې اوس مهال د افغانستان واقعي (ديفکتو) پلازمېنه کندهار دی. د طالبانو اميرالمؤمنين په کندهار کې مېشت دی او هڅه کوي چې په بې مخينې توګه واک په خپل دفتر کې متمرکز کړي. اوس مهال په کندهار کې د ده دفتر د واک او اجرايوي صلاحيت له مخې تام اختيار لري البته دا ځواک د طالبانو له تشکيلاتي جوړښت سره مستقيمه اړيکه لري. ملا عمر ته د شيخ عبدالله ذاکري له لوري د اميرالمؤمنين د لقب تر ورکړې وروسته د طالبانو رهبر ته له سياسي واک پرته مذهبي/معنوي واک هم ورسپارل شوی دی. تر دې وروسته د منصور رهبري يوه استثنا ګڼل کېدلای شي، ځکه چې نوموړي د عملياتي وړتيا او په ميدان کې د خپل شتون له لارې د طالبانو پخوانی رهبر لومړی منزوي کړ او بيا يې د طالبانو د ټولو رهبرانو په ځانګړې توګه د سویل او ختيځ د ملايانو د غوښتنو بر خلاف د هغه ځای خپل کړ. د منصور بر خلاف ملا هبت الله د يوه مذهبي روحاني په توګه د طالبانو په سياسي تشکيلاتو کې ځای موندلی دی. د طالبانو تر مشر کېدو وروسته نوموړی د اميرالمؤمنین په توګه وپېژندل شو او د رهبرۍ په اړه يې د طالبانو ځواکمنو قومندانانو توافق درلود. د طالبانو په جوړښت کې اميرالمؤمنين تر ټولو لوړ مقام دی چې عام و تام صلاحيت لري. د قومندانانو، رهبرانو، جنګياليو او بې وسلې ملاتړو په شمول د طالبانو غړي له ده سره بيعت کوي. بيعت يو کلاسيک اسلامي مفهوم دی او پر دې اساس چې چا د طالبانو له رهبر سره بيعت کړی دی، اړ دي چې د ده فرمانونه ومني او د پرېکړو اطاعت يې وکړي.

هبت الله د طالبانو لومړنی رهبر دی چې خپل زوی يې د ځانمرګي بريد (د طالبانو په اند استشهادي حمله) لپاره د جګړې ډګر ته ولېږه او قرباني يې کړ. د ده پر شاوخوا د ملا يعقوب او سراج الدين حقاني په څېر د دوو ځواکمنو مرستيالانو شتون پر ده د منځنۍ کچې د طالبانو باور نور هم زيات کړی دی.

د کابل تر سقوط او بيرته واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ملا هبت الله هم د انزوا له ګوښې راووت. سميع يوسفزی او د پخواني دولت يو امنيتي چارواکی دواړه په دې نظر دي چې د ملا حسن آخوند، ملا برادر، سراج الدين حقاني او د طالبانو د نورو ډلو تر منځ اختلافونه د دې لامل شول چې د دې ډلې رهبر شخصا د واک د تنظيم او توزيع لپاره اقدام وکړي. د طالبانو تر منځ د ځانګړي شرعي – تشکيلاتي حيثيت له وجې ملا هبت الله او دفتر يې په طالبانو کې يو قوي فراکسيون دی.

د طالبانو قاضی القضات شيخ عبدالحکيم اسحاقزی او د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن آخوند ملا هبت الله ته ډېر نږدې افراد ګڼل کېږي. ملا برادر ته يوه منسوبه وينا ده چې ويلي يې دي هبت الله د شيخ حکيم سيوری دی خو د واک په کشمکش کې دې وضعيت تر يوه حده بدلون کړی دی. سميع يوسفزی په دې باور دی چې ملا حسن آخوند له ملا هبت الله خپه دی، دی په وروستيو کې په خپله ګوښه شوی او د ده ځای مولوي عبدالکبير نيولی دی. همدا راز لږ تر لږه د دوو باوري سرچينو له مخې د شيخ عبدالحکيم او ملا هبت الله تر منځ هم اړيکې سړې شوې دي. يوه پخواني امنيتي چارواکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې اوسمهال د ملا هبت الله نږدې مشاورين د طالبانو د دارالافتا غړي دي چې تر ډېره حده د ديوبندي مدرسو طالبان دي. د شيخ عبدالله ذاکري زوی مفتي عبدالقيوم ذاکري او مولوي جان احمد احمدي (مولوي بلال) چې لومړی د چارو ادارې عمومي رييس و او اوس د ملا هبت الله رييس دفتر دی، ملا هبت الله ته ډېر نږدې اشخاص ګڼل کېږي. د سميع يوسفزي په باور ملا هبت الله ته نورې نږدې څېرې مولوي حبيب الله حقاني، مولوي محمود او مولوي نور محمد ثاقب دي. مولوي حبيب الله حقاني د ملا هبت الله «باجه» دی او په کابل کې د علماوو د لويي جرګې رييس و. ملا هبت الله په دې جرګه کې وينا وکړه که څه هم عامو خلکو ونه ليد. مولوي محمود د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييس دی.

همدا راز ډېری ناراضي طالب قومندانان چې د دې ډلې په کابينه کې د مهمو دندو په تر لاسه کولو نه دي توانېدلي، هڅه کوي چې ملا هبت الله ته نږدې شي. ملا صدر ابراهيم چې په عملي توګه د طالبانو د هلمند د شورا رييس دی او د ده مرستيال ملا قيوم ذاکر چې هدايت الله بدري ته ډېر نږدې دی، هڅه کوي چې ملا هبت الله ته نږدې شي. همدا راز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شيخ خالد حنفي هم د طالبانو مشر ته يو نږدې کس ګڼل کېږي. همدا راز د طالبانو د پوهنې وزير حبيب الله اغا د ملا هبت الله د ميرمنې ورور دی. نوموړی د معارف د وزير په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې په کندهار کې د طالبانو د ولايتي شورا رييس و. د طالبانو د مشر تر ټولو ځواکمنه څېره د بلخ والي حاجي وفا دی.

په دې وروستيو کې د پخواني حکومت د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل ادعا وکړه چې د هيواد د ګمرکاتو له سل ميليارده افغانۍ عايدو څخه نږدې شپېته ميليارده د ملا هبت الله دفتر ته ځانګړي شوي دي. داسې ښکاري چې له ماليې وزارت څخه د بدري استعفا هم له همدې سره تړاو لري. د نبيل په وينا، د طالبانو مشر د طالبانو پر عايداتي سرچينو د مستقيم فشار راوړلو له لارې د نغدي پيسو په تر لاسه کولو سره هڅه کوي چې ځان ته وفاداره څلوېښت زره کسيزه نظامي ډله جوړه کړي. ده د تېر يوه کال پر مهال د ګمرکونو رييسان، مالي مامورين او اداري کارکوونکي کندهار ته غوښتي دي او هغوی ته يې په مستقيمه توګه امرونه کړي. دا اقدام ښيي چې د طالبانو مشر د شرعي امر او نهې له دايرې وتلی او د وزيرانو، واليانو او نظامي قومندانانو له استخدام څخه واخله بيا د ملکي کارکوونکو او د ادارو د ټيټ پوړو کارمندانو تر ګمارنې پورې هڅه کوي چې د هر څه کنټرول په لاس کې واخلي.

د ۱۴۰۲ کال د غویي په مياشت کې د طالبانو د مشر په فرمان سره د دې ډلې د قول اردو درې مهم قومندانان بدل شول او د کندهار والي او امنيې قومندان يې هم معلوم کړل. د دې فرمان پر اساس ملا شيرين آخوند چې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د جنګ پر مهال يې د جنوب غرب حوزې د استشهادي کنډک قومانده پر غاړه درلوده او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دې ډلې د دفاع وزارت د استخباراتو معين و، د کندهار نوی والي وټاکل شو. په همدې توګه، د الفتح (بلخ)، منصوري (پکتيا) او الفاروق (هرات) قول اردوګانو لپاره نوي قومندانان هم وټاکل شول.

———-

طالبانو له پېله تر اوسه زياتې لوړې – ژورې ليدلې دي. د دې ډلې لومړنيو غړو د يونس خالص په اسلامي حزب او د مولوي محمد په نهضت انقلاب اسلامي کې د غړيتوب او حضور مخينه درلوده. ويلای شو چې په ۹۰ کلونو کې طالبان د نورو ډلو په نسبت منسجمه نظامي ډله وه او همدا چاره د دې لامل شوه چې په اسانۍ سره پر افغانستان واکمن شي مګر د وخت په تېرېدو سره دا انسجام کم رنګه شوی دی. د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د زياتېدو تر ټولو مهم وخت د اختر محمد منصور د مشرۍ دوره ده چې د دې ډلې عملي مشري يې کوله او د ملا عمر مړينه يې پټه ساتلې وه. د منصور په وخت کې اختلافونه په بې مخينې توګه زيات شول، تر دې چې د دې ډلې يو شمېر غړي ترې بېل شول او يو متفاوت مسير يې غوره کړ. د طالبانو د بشپړې پاشل کېدا مخنیوی د دې لامل شو چې ملا هبت الله د دې ډلې د مشر په توګه انتخاب شي. هبت الله له يوه اړخه د واک د سيالانو پر وړاندې ډېر ځواکمن نه و او له بله اړخه يې دوه مرستيالان له غلجيانو او د طالبانو تر منځ له ځواکمنو شبکو څخه انتخاب کړي و، يو سراج الدين حقاني و چې د حقاني شبکې مشري ور تر غاړې وه او همدا راز د ملا يعقوب په انتخاب سره يې د ملا عمر ملاتړي راضي ساتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر سقوط او پر افغانستان د طالبانو تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته د واک د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو تر منځ اختلافات زيات شول. د نويو سياليو په لړ کې ملا برادر تر يوه حده څنډې ته کړل شو. يعقوب که څه هم د طالب جنګياليو تر منځ خپل محبوبيت ساتلی دی، خو عملا يې په دفاع وزارت کې هم اختيارات پر کمېدو دي. حقانيانو د کابينې پر يو شمېر برخو خپل واک ساتلی دی او د پخوا په څېر د دوو نورو سيالانو پر وړاندې له پراخ ځواک څخه برخمن دي.

د کابينې غړي په لومړي سر کې پښتانه او بيا غلجيان او درانيان دي. د دندې ورکولو او له دندې د شړلو په لړ کې نه يوازې قومي اړيکه بلکې شخصي وفاداري هم ځانګړی رول لري.

په عين حال کې د طالبانو د واک په دوامداره کېدو سره د ملا هبت الله ځواک هم پر پراخېدو دی. دی د طالبانو رهبر دی چې کولای شي د کاغذ پر مخ له خپل عام و تام اختيار څخه عملا هم استفاده وکړي. د طالبانو رهبر همدې اصل ته په پام سره د طالبانو په سرپرست حکومت کې د ټاکنې او ګوښه کولو واک په لاس کې اخيستی دی. واليان، وزيران او نظامي قومندانان د ده په امر بدلېږي. له مالي سرچينو څخه تر لاسه کېدونکی عايد اوس مهال په کندهار کې د طالبانو د رهبرۍ د دفتر تر څار لاندې دی او د واقعي ځواک پلازمېنه هم په تدريجي توګه کندهار ته پر انتقالېدو ده. د ملا هبت الله استثنايي وضعيت د دې لامل شوی دی چې د طالبانو مهم قومندانان ده ته د نږدې کېدو هڅه وکړي.

د نړيوالو فشارونو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړو په لړ کې په يوازې سر د ملا هبت الله مقاومت، پر ځانګړو ادارو لکه امر بالمعروف او نهی عن المنکر ټينګار او له خپل نظر سره سم د يوه خالص نظام د جوړولو په تړاو د ده خبرې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يو نوی څپرکی دی. که څه هم د طالبانو «۲.۰ بڼې» يو څه نرمه او متمايله څېره له نړيوالې ټولنې سره په تعامل کې وښوده، خو اوس د ملا هبت الله تر عام و تام واک لاندې طالبان د ۹۰ لسيزې سياستونو او تګلارو ته ستنېږي. سميع يوسفزی هم مني چې د طالبانو تر راتګ وروسته ملا هبت الله هڅه کړې چې دا ډله د خپل ليد له مخې جوړه کړي او اوس د دې ډلې ډېر مهم قومندانان د پخوا په څېر ارزښت او ځواک نه لري.

سره له دې چې د طالبانو د بدلون په تړاو ځينې خوشبينۍ موجودې وې، خو هبت الله هڅه کوي چې طالبان د سختې محافظه کارۍ پر لور بوزي. که له دې اړخه ورته وګورو نو ويلای شو چې د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې طالبان د طالبانو «۳.۰ بڼه» ده.