انځور: خواله رسنۍ

کانګو د روان میلادي کال پر مهال افغانستان کې د ۴۷ تنو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان وايي، افغانستان کې د روان میلادي کال له پېله تر اوسه پورې د وينې بهونکې تبې ناروغۍ يا هم کانګو له کبله د مړینې شمیر ۴۷ تنو ته رسیدلی دی.

د دې سازمان په وينا، يوازې د ۲۰۲۳ کال د اوويشتمې اونۍ پر مهال په کانګو د اخته کېدو ۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په ۳۲ ولايتونو کې د کانګو د مثبتو پېښو شمېر ۴۹۴ ته رسېږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په راپور کې چې نن (پنج شنبه، ۲۲ د چنګاښ) خپور شوی راغلي، چې په ناروغانو کې ۹۹.۸ سلنه افراد تر پنځه کاله لوړ عمر لري او ۲۸.۵ سلنه يې ښځې دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا، د کانګو ډېری پېښې په کندهار، هلمند، بلخ او کابل کې ثبت شوې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې، چې په اوه ويشتمه اونۍ کې درې مړينې هم ثبت شوې دي چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال له پېله د ټولو مړو شمېر ۴۷ ته رسېږي.

د دې سازمان په وينا، د کانګو له کبله په ۱۶ ولايتونو کې مړينې ثبت شوې دي، چې په دې لړ کې ۱۹ پېښې په کابل، شپږ په بلخ، پنځه په تخار، درې په پروان، دوې په جوزجان، دوې په کندهار او يوه – يوه پېښه په بدخشان، بغلان، فارياب، غزني، کاپيسا، خوست، کندوز، پکتيا، سرپل او ميدان وردګ ولايتونو کې ثبت شوې ده.

وينه بهوونکې تبه يوه ويروسي ناروغي ده چې له څارويو او ورږې (کنې) څخه انسانانو ته انتقالېږي.

ډاکټران وايي، چې د کانګو د مخنيوي په موخه بايد لومړی له حيواناتو سره اړيکه حداقل کچې ته کمه کړای شي.

همدا راز د دې ناروغۍ په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول او پر حيواناتو د دوا پاشل، د دې ويرس د مخنيوي لارې بلل شوې دي.

په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو پېښې د اختر د ورځو پر مهال زياتېږي.