Sportsfile/Getty Images

بنګله دېش په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان د کريکيټ ملي لوبډلې او بنګه لديش تر منځ نن (جمعه، ۲۳ د چنګاښ) لومړۍ شل اوريزه لوبه وشوه چې بنګله دېشۍ لوبډلې وکولای شول د دوو ويکيټو په مرسته افغانستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس بنګلدېش وګاټه او افغانستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۵۴ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري محمد نبي تر ټولو ډېري ۵۴ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد.

د يادونې وړ ده چې په توپ وهنه کې د افغانستان پيل ښه نه و، خو د نجيب ځدراڼ او محمد نبي او وروسته د عظمت الله عمرزي او محمد نبي تر منځ ملګرتياوو له افغانستان سره مرسته وکړه چې ځان تر يوه دفاع وړ هدف پوري ورسوي.

بنګله دېش که څه هم د توپ وهنې په لومړيو کې د افغانستان په څېر له ستونزو سره مخ و، خو وروسته د توحيد هوريدوی او شميم حسين تر منځ اوږدې ملګرتيا لوبه د افغانستان له کنټروله وايسته. د بنګله دېش له لوري توحيد ۴۷ ناسوځيدلې منډې وکړې.

بنګله دېش ته په وروستي اور کې د ګټلو لپاره شپږ منډې په کار وې، که څه هم پر لومړي توپ څلوريزه ولګېده خو وروسته د افغانستان له لوري کريم جنت درې بنګلديشي لوبغاړي سر پر سر وسوځول. د وروستي اور پر پنځم توپ شريف الاسلام څلوريزه ووهله او لوبه د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده.