انځور: ارشیف

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۱۰)؛ «بې‌غيرته نارينه»

شمشاد زلمی

په افغانستان کې خو هسې هم د ښځې لپاره ژوند داسې دی لکه په يوه زندان کې چې وي، اوس خو نه يوازې دا چې په زندان کې ده بلکې په زندان کې چې د زندانيانو لپاره کوم انساني حقونه منل کېږي؛ له دې هغه هم اخيستل شوي دي. زندانيان داسې وي لکه د حکومت ملکيت، په خاص ډول د افغانستان په څېر هيوادونو کې چې زندانيان پکې د خپل ځان د دفاع هيڅ ډول حق هم نه لري. په افغانستان کې د ښځو حيثيت همداسې دی. له لومړي سره يې په اړه تصور دادی چې ښځه نه يوازې دا چې د کورنۍ او نارينه وو عزت، حيثیت او ناموس ده بلکې ملکيت يې هم ده او دوی حق لري چې د ژوند د ټولو اړخونو په اړه يې پرېکړه وکړي.

اوس په دې موضوع کې په اصطلاح حکومت هم تر پخوا ډېر ښکېل شوی دی. دوی هم د ښځې د عزت او ناموس ډنډوره را اخيستې او په دې لړ کې يې پر ښځې نه يوازې دا چې د پوهې او تعليم دروازې تړلې دي، بلکې له ډېرو زياتو حقه انساني حقونو يې هم بې برخې کړې دي. د دوی په اند ښځې له کوره د وتلو حق هم نه لري، په بازار کې د سودا اخيستلو ته هم د نارينه له ملتيا پرته نشي تللای او يوازې خو بيخي کومې خوا ته سفر نشي کولای. په لسګونو ځله داسې پېښې شوي چې موټروانان يې د ښځينه سوارليو پر وړلو وهلي او جريمه کړي دي چې ولې مو يوازې ښځينه سوارلۍ رااخيستې دي؟

له بده مرغه، له وخته هم د ښځو پر وړاندې ټولنيز دريځ سم نه و او اوس خو له طالباني فشار سره نور هم سخت شوی دی. د همداسې يوې پېښې کېسه فرهاد زهير پر خپل فېسبوک ليکلې ده. دی وايي چې په کابل کې يوه مور او لور د سوارلۍ موټر ته راوختل، غوښتل يې اميري روغتون ته ولاړ شي. لس دقيقې منتظر و تر څو موټر له خلکو ډک شي. دې وخت کې موټر له نارينه وو څخه ډک شو، پاتې دواړو ښځو ته موټروان وويل چې تاسو يا د څلورو کسانو کرايه ورکړئ، يا کوزې شئ او په بل موټر کې ولاړې شئ.

يوې ميرمنې ورته وويل، چې موږ خو لس دقيقې انتظار وکړ، اوس چې نورې ښځې موټر ته نه پيدا کېږي، موږ ولې ښکته شو؟

د زهير صيب په وينا چې موټروان او کلينډر په ستوغه لهجه ورته وويل، چې «پاين شو مغز ما را خراب نکنید». هغوی هم له موټره ښکته شوې، خو د لسګونو خلکو په مخ کې يې په غوسه ناکه لهجه وويل، چې «بې غيرت ترين مردها در تمام جهان، مردهای افغانستان است.»

ښاغلي زهير خپل احساس هم ليکلی او وايي، چې سر مې ښکته کړ. نوموړي د شاعر دا دوه بيتونه رانقل کړي چې:

عندليب په بې غيرتو کې حساب کړه

که د ظلم او د جبر نوم غيرت وي

جالبه داده چې د همدې کلتوري شاليد وګړي بيا له ښځو سره په خپل چلند وياړي او په ډېر افتخار سره دا وايي، چې له ښځو سره يې د کلتوري او ديني اساساتو له مخې چلند ډېر ښه دی؛ مګر له دې لويي او بې بنسټه ادعا سره – سره ښځه نه په کور او نه هم په ټولنه کې د کوم څه مالکه ده. يوازينی څه چې دې يې بايد حد اقل د ملکيت دعوه لرلای، د دې خپل جسم او بدن دی؛ خو د هغه واک هم ورسره نشته او کورنۍ او ټولنه يې په اړه پرېکړه کوي.

ښځه په بشپړه توګه په کورني او ټولنيز ژوند کې له استحصال سره مخ ده. نه يوازې دا چې د خپل ځان په اړه واک نه لري، له دې سره – سره له ځينو هغو حقونو هم بې برخې ده چې په عرفي او کلتوري توګه پرې اعتراف کېږي. د مثال په توګه، خلک مني چې ښځه د ميراث خاونده کېدلای شي خو په استثنايي توګه ځينې داسې بېلګې موندلای شو چې ښځې ته به په کورنيو کې ميراث ورکړل شوی وي، خو په عمومي توګه د ښځو لومړنی او اخر شکايت دا وي چې ورور او يا بل خپلوان يې ورته ميراث نه ورکوي او د هغې تر خرڅولو وروسته يې کورنۍ له ميراث خوړلو هم مخ نه اړوي.

په دې توګه ښځې ته په ټولنه کې د داسې شخصيت په توګه د ژوند کولو حق نه ورکول کېږي چې په مالي توګه خپلواکه وي، د خپل ځان په اړه فيصلې وکړای شي، په ټولنيزو چارو کې د يوه خپلواک او د ټولنې د يوه غړي په توګه برخه واخلي ځکه له لومړي سره يې په اړه ذهنيت دادی چې «ښځه کم عقله ده» او «عقل يې په پونده» کې دی. په دې توګه يو بې اساسه روايت او ذهنيت دوی د دې دليل ګرځوي چې د هغې هر ډول حق وخوري او په ټولنيزه توګه يې له شخصيت څخه منکر شي.

د ټولنې واعظين چې ودرېږي، د «کتابي» عدالتونو کېسې به کوي او وايي به چې د فلاني په زمانه کې داسې عدالت و چې ښځه به يې پر وړاندې ودرېده، نو هرو-مرو به يې ورته ځواب وايه، چې قضا ته به ورغله قاضي به ورته له احترامه سرټیټی و خو کله چې خبره واقعي ژوند ته راشي نو په ټولنه کې چې کله ښځه د ټولنې د يوه فرد په توګه د عامه زده کړو له خدماتو صرف په دې خاطر ايستل کېږي چې «ښځه» ده او په ټولنه کې يې له دې امله پر حضور بنديز لګول کېږي چې «ښځه» ده، هلته پوښتنه دا را پيدا کېږي چې د کومو عدالتونو کېسې موږ په غوږونو اورو نو په سترګو يې ولې نه وينو؟ په سترګو خو موږ ته يوازې د ښځو پر وړاندې د دې خلکو حقارت او نفرت ښکاري چې د يوه توکي په څېر يې پلوري، د يوه توکي په څېر پرې بنديزونه لګوي او د يوه توکي په څېر يې د هغې له شخصيت او ونډې پرته د ژوند، شخصيت، ټولنيز حيثيت او هر څه په اړه پرېکړه کوي.

اصل خبره داده چې د «بې غيرتو» په دې دنيا کې لا هم ډېر مزل پاتې دی چې موږ د خپلې ټولنې د وګړو په اړه د هغوی د بشري حيثيت له مخې فکر او پرېکړه وکړو. موږ بايد لومړی په دې پوه شو چې د ژوند د ډېرو بنسټيزو موضوعاتو په اړه زموږ افکار او معلومات ډېر زيات تبعيضي او يو اړخيز دي. که غواړو چې په يوه داسې ټولنه کې ژوند وکړو چې ښځه پکې دا حق ولري چې د ښار او مسجد په منځ کې واکمن ودروي او د خپل حق پوښتنه ترې وکړي او داسې ټولنه ولرو چې ښځه پکې د قضا پر څوکۍ ناسته وي او ښاریانو ته د عدالت پرېکړي واوروي او يا هم په داسې ټولنه کې واوسو چې ښځه پکې يوه ښوونکې وي او نسلونه وروزي، نو اړتيا داده چې په خپل کور، خپل شاوخوا او خپله ټولنه کې د هغو کړنو او اندونو پر خلاف غږ پورته کړو او ودرېږو چې د ټولنې افراد د خپل جنس، نژاد، ژبې، بڼې، فکر او يا بلې هرې وجې په تبعيضي توګه وېشي او د دې تبعيض له وجې يوه ډله ځان ته حق ورکوي چې د نورو د ژوند په اړه خپلسرې پرېکړي وکړي.

د «بې‌غيرتو» له نړۍ د وتلو لپاره له حق او عدالت سره د هرې شونې ملتيا «غيرتي» چاره په کار ده.