انځور: خواله رسنۍ

د ننګرهار پوهنتون یو محصل د لامبو پرمهال اوبو وړی

اطلاعات روز: طالب چارواکي وایي، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دویم کال یو محصل د لامبو پرمهال اوبو وړی او مړ شوی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د چنګاښ) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د درونټي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره، د محمد روحاني په نوم یو محصل د سیند غاړې ته د تفرېح او لامبو وهلو لپاره تللی و، چې د کابل سیند اوبو ډوب کړی او ځایي خلکو یې له دوه ساعتو هلو ځلو وروسته جسد موندلی دی.

د زابلي د معلوماتو له مخې یاد کس په اصل کې د ننګرهار اوسیدونکی و، خو اوس یې کورنۍ په کابل کې اوسیده او دی دلته ننګرهار پوهنتون کې په زدکړو بوخت و.

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ګرمۍ موسم په پېل سره دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې له امله یې ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي، چې ګڼ یې د بې احتیاطۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.