پکتيا کې ښځې په دولتي ادارو او حکومتولي کې ډېره ونډه غواړي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت اوسېدونکې او ښځينه فعالانې په ادارو کې د مېرمنو د ونډې د زياتېدو او په سيمه اييزه حکومتولي کې د مېرمنو لازمې ونډې غوښتنه کوي. 

د ښځو د حقونو مدافع او فعالانې وايي چې د دې ولايت په اداره کې د مېرمنو ونډه لا هم پيکه ده او پکتياوالو مېرمنو ته دې زياتې کاري زمينې برابرې شي. 

دوی په دې برخه کې ولايت مقام، ښځو چارو او کار رياستونه، ښاروالي او نورې اړوندې ادارې پړې بولي وايي چې مېرمنو ته د کاري زمينو په برابرولو کې يې خپله مسووليت نه دی تر سره کړی. 

د دوی په خبره د مېرمنو ټولنيز او اقتصادي حالت ته په کتو دې د مېرمنو لپاره ځينې ځانګړې اسانتياوې رامنځته او ښځو ته دې د کار فرصتونه برابر شي. 

د احمدخېلو ولسوالي اوسېدونکې نجما وويل چې ډېرې انجونې او مېرمنې غواړي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، خو په خبره يې چې د نه پاملرنې له امله بې دندو پاتې دي. 

نوموړې وايي: «پاملرنه په دې مانا چې ښځو ته بايد مناسب کاري چاپېريال وي، څو هغوی خپله کورنۍ ته ډاډ ورکړي او خپله هم دندې ته زړه ښه کړي. که په يوه اداره کې بله ښځه نه وي، نو يوه ښځه حتمن ځان يوازې احساسوي، نه حاضريږي او که کورنۍ يې هم پوه شي چې نورې ښځې نشته، نو اجازه به ورنکړي.»

مدني فعاله زرمينه څمکنۍ په لوړو پوسټونو د مېرمنو د ګمارنې غوښتنه کوي او وايي چې مېرمنې کولی شي د لوړو پوسټونو دندې تر سره کړي. 

د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياواله ټينګار کوي چې مېرمنو ته باید لازم کاري ماحول برابر شي او په ادارو کې ور سره له هر ډول وېرې، تبعيض او توپير پرته سالم چاپېريال رامنځته شي. 

پکتياواله له کورنيو هم غواړي چې خپلو باتعليمه انجونو او مېرمنو ته په ادارو کې د کار او خلکو ته د خدمت اجازه ورکړي. 

نوموړې وايي: «په دې برخه کې د دولت توجه غواړو او د تجارانو توجه هم غواړو چې داسې فابريکې راوړي چې ښځې پکې مصروفې شي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي او له بلې خوا په جامعه کې تاوتريخوالی کم شي.»

د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت د دولتي ادارو د مسولينو دا خبره ردوي چې ګواکې مېرمنې په ادارو کې دندې کولو ته نه حاضريږي او وايي چې يوازې په تېرو څو اونيو کې شاوخوا شل لېسانسه او دولسم پاس انجونو ورته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه مراجعه کړې ده. 

همت وويل چې مېرمنې په ډېرو برخو کې د کار کولو ښه وړتيا لري، خو دا چې په دولتي ادارو کې ورته لازمې اسانتياوې نه برابريږي او يا يې په ځينو مواردو کې قصدا د ګمارنې مخه نيول کيږي، نو ځکه اړې دي چې په غير دولتي ادارو او موسـساتو کې کار وکړي. 

دې زياته کړه: «اوس موسـسات هم د پخوا په شان لوړ معاشونه نلري، خو بيا هم مېرمنې هلته کار کوي؛ دا ځکه چې دولتي ادارو کې يې جذب کمزوری دی. ښځو ته بايد د ترانسپورت اسانتيا برابره شي، يا دې په موټر کې ولېږدول شي تر کور او دفتر او يا دې يې پيسې ورکړل شي.»

د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل وايي د پخوا په پرتله په حکومتولي کې د مېرمنو ونډه نسبتا زياته شوې او اوسمهال سلګونه مېرمنې په دولتي او غير دولتي ادارو کې په دندو بوختې دي. 

اورياخېل هم وويل چې ښځې ځکه په غير دولتي موسـساتو کې کار ته زړه ښه کوي چې هلته ورته زيات معاش او امکانات ورکول کيږي. 

نوموړې وايي: «مخکې خوېندې يوازې په ښځو چارو رياست کې وې، اوس د معارف سربېره په کار او ټولنيزو چارو، پوهنتون، روغتيا، کرنې رياست، امنيه قومنداني او نورو ادارو کې کار کوي. ښځې وايي چې ډېر اقتصادي مشکلات لري او په موسساتو کې نسبتا زياتې اسانتياوې ورته برابريږي.»

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د بشر حقونو کميسيون د ښځو چارو مسوله انجينر زرمينه شمس بيا وايي چې مېرمنو ته د سړيو په څېر د کار زمينه برابره ده، خو په کار ده چې مېرمنې کاري وړتيا پيدا کړي. 

شمس ټينګار کوي چې د نارينه وو پرتله مېرمنو ته د لومړيتوب حق ورکول او په ازموينو او نورو برخو کې يې ډېر لاسنيوي ښځې تنبلې کړې او له وړتيا او تحصيلي اړخه يې د وروسته پاتې کېدو لامل کيږي. 

دې وويل: «د سړيو په شان ښځو ته زمنيه برابره ده، اوس هم د مېرمنو لپاره بستونه شته، خو د مېرمنو د ټيټې تحصيلې او کمې کاري وړتيا له امله تش دي او يا يې پر ځای نارينه کار کوي. لازمه ده چې ښځې اول د کار وړتيا پيدا کړي او تحصيل وکړي. زه له دې خبرې موافقه نه يم چې ښځو ته کاري فرصتونه نشته.»

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي چې د ښې حکومتولۍ لپاره د مرکز او ولسواليو په ادارو کې د کادرونو ځای پر ځای کولو ته اړتيا ده او ولايتي ادارې د دې چارې لپاره پوره هڅه کوي.

منګل مني چې تر اوسه مېرمنو ته لازمه ونډه نده ورکړل شوې، خو په خبره يې دوی د مېرمنو د ژوند د ښه والي او اداري برخې زياتوالي لپاره د ښځو اړوند د بېلابېلو برخو د حقوقي او مدني فعالانو نظريات او وړانديزو نه اخيستي او د صلاحيت په چوکاټ کې به يې د تر سره کولو هلې، ځلې وکړي. 

نوموړي زياته کړه: «پوره تعهد موجود دی چې مېرمنو ته په پوره شفاف ډول د جنسي او بل هر ډول تبعيض پرته د دوی سياسي، ټولنيز او اداري سهم ورکړل شي.»

اوسمهال د پوهنې رياست او د امنيه قومنداني د پوليسو مېرمنو په ګډون په ولايت مقام، ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو، پوهنتون او کرنې رياستونو، استيناف محکمې او څارنوالي کې کابو زر تنه ښځې په کار بوختې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه