ننګرهار کې د سیکانو او طالبانو ترمنځ ناندرۍ

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې طالبانو له سیکانو غوښتي، چې له دې وروسته دې د هغه هټيو کرایه ښاروالۍ ته ورکړي چې د سیکانو شخصي ملکیت ګڼل کېږي.

د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې د سکانو د اوسیدو ځای چې د«سکانو درمسال» په نامه مشهور دی، شاوخوا ۶۰ هټۍ هم فعالیت کوي، چې تر ډیره پکې یوناني درمل او خوراکي توکي پلورل کیږي.

یو دوکاندار چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي وایي، د جلال اباد ښاروالۍ ورڅخه څو ورځې وړاندې په جدي توګه غوښتي، چې د سیکانو مربوط دوکانونه چې اوس عامو افغانانو ته سپارل شوي له دې وروسته دې د سیکانو استازو ته د کرایه ورکولو پر ځای ښاروالۍ ته کرایه ورکړي.

نوموړی زیاتوي کلونه کیږي چې د یادو دوکانونو کرایه یې په خپله جلال اباد ښار کې د سیکانو استازو ته ورکوله خو د طالبانو تازه غوښتنې حیران کړی دی.

د سیکانو یو استازی چې اوس مهال په په انګلستان کې ژوند کوي هم یاده موضوع رسنیو ته تائید کړې او ویلي یې دي، چې جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ د دوی مربوط دوکاندارانو ته ویلي، چې نور دې د سیکانو پر ځای ښاروالۍ ته د یادو هټيو کرایه ورکوي.

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد بیا یادې ادعاوې ردوي او وایي، دوی فقط له سیکانو څخه د هغوی د هټیو اسناد غوښتي چې اوس مهال د جلال اباد ښار په مختلفو سیمو کې دي خو تراوسه یې اسناد نه دي ور سپارلي.

سکانو په جلال اباد ښار کې یوناني درمل جوړول او له همدې لارې یې عامو خلکو ته خدمات وړاندې کول.

دوی د یوناني درملو جوړلو په برخه کې ګڼ کسان روزلي هم دي.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته رسېده، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو افغانانو په څېر د سیکانو او هندوانو کورنۍ هم له هېواده وتلو ته اړې شوې دي.