د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د یوه کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند «شینکۍ غونډۍ» سیمې ته څیرمه په کونړ سیند کې د یوه ۳۳ کلن کس جسد موندل شوی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی ظاهر احمد  وایي، چې د دغه کس جسد نن (سې شنبه، ۲۷ د چنګاښ) سهار ځایي خلکو له کونړ سيند څخه را اېستلی او د کامې روغتون ته یې انتقال کړی دی.

نوموړی زیاتوي تراوسه د یاد کس د هویت په اړه معلومات نه لري او نه یې هم تراوسه د کورنۍ ادرس پیدا شوی دی.

لا هم روښانه نه ده چې د یاد کس د مړينې انګېزه څه ده او ولې سيند ته غورځول شوى دی.

طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې درې اوونۍ وړاندې هم د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ په مرطاتو کې د کونړ سیند پر غاړه دوه جسدونه موندل شوي وو.