انځور: ننګرهار امنيه قومنداني

ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ښېوې ولسوالۍ کې د دریو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وویل چې نن (پنجشنبه، ۲۹د چنګاښ) سهار د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې يوې شټيرنګي ريکشا یو بايسکيل چلوونکی وهلی دی او بايسکيل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی خو ريکشا چلوونکی د پېښې له ځایه تښتیدلی دی.

ده زياته کړې چې بله ترافیکي پېښه د نهمې امنيتي حوزې اړوند د «ثمرخېلو» په ساحه کې د الټو او ویډز موټرو ترمنځ شوې. د دې پېښي له امله په الټو موټر کې ناست يو ماشوم مړ شوی او دواړه موټر چلوونکي تښتېدلي دي.

نوموړي همدا راز زياته کړې چې درېیمه ترافیکي پېښه هم نن سهار شاوخوا لس بجې د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ اړوند «کوټه تاران» سیمه کې د یو فیلډر موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې او موټر چلوونکي پکې مړ شوی دی.

په ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډېره حده د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.