انځور: خواله رسنۍ

زابل کې د یوې ترافیکې پیښې له امله يو تن مړ او درې نور ژوبل شول

اطلاعات روز: د زابل د مرکز قلات ښار او د دغه ولایت د سيوري ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لاره د يوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ او درې تنه سخت ټپيان شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مسوولین وایي، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۳۰ د چنګاښ) له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

دوی زياتوي، ياده ترافیکي پېښه کې يو «لوکسل» ډوله موټر چپه شوی چې په ترڅ کې یې موټر چلوونکی مړ او درې نور کسان ژوبل شوي دي.

مسوولین د ژوبلو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه څه ونه ویل، خو زیاتوي چې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

هیواد کې د ترافیکي پیښو لوی لاملونه د لارو خرابوالی، تیز رفتار او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.