ارزګان کې «نامعلومو وسله والو» يو کس په ډزو وواژه

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» يو کس د تفنګچې په ډزو وژلی دی.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وايي، چې پيښه تېره ورځ (شنبه، ۷ د زمري) د دهراوود ولسوالۍ «درشانک» سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې یاده سیمه کې نامعلومو وسله والو د شاولي په نوم يو ځایي اوسیدونکی د تفنګچې په ډزو ویشتی او له سیمې تښتیدلي دي.

دی وایي، طالب ځواکونو د دغې وژنې په تور دوه کسان نيولي او دامهال ترې پلټنې روانې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دا ډول پیښو خلک اندیښمن کړي او د دغې ډلې له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د مخنیوي برخه کې دې هڅې ګړندۍ کړي.