ننګرهار کې له پوهنتون فارغ شوي محصلان کاري فرصتونه غواړي

په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګډون د هیواد په مختلفو ولایتونو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه زرګونه محصلان فارغ شوي، خو زیاتره دغه فارغان د کاري فرصتونو د نشتون له کبله خپل راتلونکي ته انديښمن دي.

تازه په دغه ولایت کې د خراسان په نوم د یو خصوصي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۳۵۰ تنه محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

د تازه فارغ شوو محصلانو له ډلې جمال که څه هم په دې خوښ دی، چې له پوهنتون څخه د فراغت سند اخلي خو وایي، چې اوس به ېې ښايي ژوند بې برخلیکه او بې دندې په کور تېر شي.

نوموړی زیاتوي، که تر دې وروسته ورته د مسلک مطابق دنده يا کار پیدا نه شي نو اړ دی، اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي لارو سر شي.

جمال زیاته کړه: «زه ډیر خوشاله یم چې د اقتصاد پوهنځي څځه فارغ شوم او دا زما د کورنۍ او زما د ژوند تر ټولو لویه هېله وه، چې یوه ورځ د لیسانس په کچه زده کړې وکړم، خو اوس چې فارغ شوم او دې حالاتو ته ګورم دندې نشته او زمونږ اقتصادي ستونزې زیاتې دي؛ تصمیم مې نیولی چې له نورو

ملګرو سره یو ځای ترکیې او یا نورو اروپایي هیوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شم ځکه دلته کار نشته او اقتصادي ستونزې ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.»

نوموړی زیاتوي چې زیاتره ټولګیوالو یې پوهنتونونه وروسته له هغې په نیمایي کې پریښي، چې کله تیر جمهوري حکومت نسکور او طالبان واک ته ورسیدل.

اسماعیل دانش یو بل محصل دی چې تازه د حقوقو او سیاسي علومو له پوهني فارغ شوی هغه وایي، چې د کار نشتون، د نجونو پر زده کړو بندیز او په ځوانانو د طالبانو له لوري ورځ تر بلې ډيریدونکي محدودیتونو ناهېلی کړی او ډیر کله له ځانه سره فکر کوي چې د پوهنتون څلور کلنه دوره بې ګټې ورته تمامه شوې ده.

هغه وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په دولتي ادارو کې هره ورځ غیر مسلکي ګمارنې د دې لامل شوي چې لوستي ځوانان ناهېلي شي او د کار په لټه مهاجرت ته مخه کړي.

دانش زیاته کړه: «زمونږ زیاتره ټولګیوالو د پوهنتونو په دریم کال هم پوهنتونونه پريښودل او اوس په اروپایي هیوادونو کې مزدوري کوي، ډیر بااستعداده هلکان وو خو بس د طالبانو حکومت چې رامنځته شو او دلته پر ځوانانو او دغه راز د نجونو پر زده کړو بندیزونه وضع شول؛ دوی ناهېلي شول او بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول اوس د طالبانو له حکومت غواړو چې مسلکي ځوانان په ادارو کې وګماري ځکه اوس زیاتره هغه طالبانو په دندو ګمارل شوي چې هیڅ زده کړې نه لري.»

د ننګرهار ولایت یو بل اوسیدونکی عبدالصمد سږکال د دري ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی هغه وایي، د کورنۍ سرپرستي، بد اقتصادي وضعیت او د کار نشتون له امله یې پریکړه کړې چې یوه ګاونډي هېواد ته مزدورۍ پسې ولاړ شي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي.

عبدالصمد زیاتوي: «هر محصل د پوهنتون له فراغت وروسته تمه لري چې یوه دنده به ومومي، خو په افغانستان کې نه یوازې لوستو ځوانانو ته څوک دنده نه ورکوي؛ بلکې په یوه او بله بهانه ځورول کیږي هم کله چې دولتي ادارو کې اسناد ورکوو طالبان راته وایي، چې چیرته دې قرباني ورکړې له کوم قومندان سره مجاهد پاتې شوی یې او کله چې دې ځواب منفي بیا درته وایي لاړ شه کار نشته.»

د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې غیر مسلکي ګمارنې د دې لامل شوي چې لوستي ځوانان ناهېلي او په قاچاقي لارو بهر ته مخه کړي

په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونونو ویاند کریم ناصري وایي، که طالبان بې ځایه غیر مسلکي ګمارنې ونه دروي او له پوهنتونونو فارغ شویو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو ډېر لوستي کسان به هېواد پریږدي.

د نوموړي په خبره له همدې امله په هیواد کې ګڼ شمیر هغه ځوانان چې تر لیسانس کچې یې زده کړې کړي له بې روزګارۍ ځوریږي.

ناصري زیاتوي: «که د ځوانانو لاسنیوی ونشي نو له هیواد  به د ځوانانو بهرنیو هیوادونو ته د فرار کچه زیاته شي او مونږ هره ورځ ګورو چې په زیات شمیر ځوانان چې لوستي هم پکې دي وطن پریږدي او اکثره هیوادوال مو د څو پېسو ګټولو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو که دلته ورته د کار زمینه برابره شي هیڅ افغان به له هیواده وتلو ته زړه ښه نه کړي، نو د طالبانو له حکومت مو غوښتنه دا ده چې د خپلو پلویانو په ډول دې دا ځوانان هم خپل وګني او د کار زمینه ورته برابره شي که رسمي دنده نه وي په نورو برخو کې دې وګمارل شي.»

 بلخوا د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې د ځانګړو پروګرامونه خبر ورکوي.

نوموړی ټینګار کوي چې لوستي ځوانان د هېواد کادرونه دي او افغانستان هغوی ته اړتیا لري.

هغه لوستو ځوانانو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به هم د لوستو ځوانانو له پاره مناسب کاري فرصتونه برابر شي.

مولوي سعید احمد زیاتوي: «حکومت په هڅه کې دی چې ځوانانو ته دندې پیدا کړي، که د دولت په چوکاټ کې وي او که هغه په خصوصي شرکتونو کې وي نو هڅه کې یو چې کدرونو له هیواد ونه وځي.»

په روان لمریز کال کې د هېواد په په بیلابیلو ولایتونو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو زرګونه محصلان فارغ شوي، چې پکې یې سلګونه نورو د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې هم کړي خو د کاري فرصتونو د نه شتون له امله یې خپل لید لوری غلت کړی دی.