انځور: Rahmat Gul/AP

ډوډۍ ګټونکې سينګارګرې

د چنګاښ پر ۱۹مه د يوې ورځې او شپې تر ناارامۍ وروسته پر روهينا د زړه حمله راغله خو ډاکټرانو يې د ژغورنې لپاره څه ونشوای کولای. روهينا د سلګونو سينګارګرو له جملې د يوې مستعار نوم دی چې د کابل په يوه له ګڼې – ګوڼې ډکې څلورلارې کې يې سينګارتون درلود چې له سهاره تر ماښامه به يې له خپلې شاګردې سره ښځو ته د سينګار خدمات وړاندې کول. روهينا په همدې عايد سره خپل ژوند چلاوه. د روهينا خور وايي چې د يکشنبې په ورځ (۱۸ چنګاښ) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورين د دې سينګارتون ته ورغلي او له روهينا يې غوښتي چې خپل سينګارتون وتړي. دا وايي چې خور يې زارۍ کړې وې چې ډوډۍ دې ترې نه اخيستل کېږي، خو مامورينو ورته ويلي و چې «امر له لوړې خوا شوی او دوی يوازې پلي کوونکي دي».

د روهينا خور زياتوي چې د طالبانو د امر بالمعروف د مامورينو تر تګ وروسته، خور يې په ډېرې ناارامۍ سره کور ته راستنېږي او هلته پرې د زړه حمله راځي. د دې په وينا، روهينا ونشوای کولای چې په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو بنديزونو او محدوديتونو ته تاب راوړي.

روهينا د څلورو اولادونو مور وه او خپلو اولادونو ته د ښه ژوند برابرولو لپاره يې هڅه کوله. دې د لوړو زده کړو د کولو هېله درلوده او په دې باور وه چې د ژوند بد حالات يې د بې سوادۍ له امله دي. له همدې کبله يې خپل اولادونه يوه خصوصي ښوونځي ته لېږل، هڅه يې کوله چې د هغوی برخليک د دې له ژوند څخه بېل وي.

د روهينا د اولادونو د ښوونځي مدير هم وايي، چې دې ښځې د خپلو اولادونو د ژوند ښه کولو لپاره له هيڅ شي هم مخ نه اړاوه. «د دې خور درې اولادونه له موږ سره درس وايي. دوه اولادونه يې په اووم ټولګي کې دي او تل په ممتازه درجه کې وي. يو بل ماشوم يې په اول ټولګي کې دی. روهينا د خپلو اولادونو د درس په اړه حساسه وه او ډېرې هلې – ځلې يې کولې.»

سرچينې وايي، چې د دې ښځې مېړه د روغتيايي ستونزو له وجې عايد نه درلود، خو د سينګارتون په عايد يې د کورنۍ زړه ډاډه و او خوشاله ژوند يې درلود. د روهينا خور وايي چې طالبانو د ښځينه سينګارتونونو پر فعاليت په بنديز سره نه يوازې دا چې د دې د خور له دسترخوانه ډوډۍ اخيستې ده، بلکې د ژوند حق يې هم ترې اخيستی او د هغې اولادونه يې د مور د نعمت له درلودلو محروم کړي دي. د روهينا تر ټولو کوچنی ماشوم درې کلنه نجلۍ ده.

روهينا د طالبانو د لومړي ځل حکومت پر مهال د نجلۍ‌توب له وجې له ښوونځي پاتې شوه او بې سواده رالويه شوه. په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته يې که څه هم ښوونځي ته د تللو اجازه تر لاسه نه کړه، خو په هغه فضا کې چې ښځو نسبي ازادي درلوده، د لوستنې او ليکنې مهارت يې تر لاسه کړ او د سينګارتون مسلک يې په تخصصي توګه زده کړ. خور يې وايي چې روهينا تر مالي خپلواکۍ پورې ډېرې زياتې ستونزې ليدلې وې، خو په وروستيو کلونو کې يې د سينګارتون په کار سره ځان ته راحت ژوند برابر کړی و. دا وايي: «زما خور ډېره بې غرضه ښځه وه. زيات څه يې هم نه غوښتل؛ د کار اجازه يې غوښته چې وکولای شي د خپلو اولادونو سرپرستي وکړي.»

د روهينا د خپلوانو او سرچينو په وينا، واک ته د طالبانو رسېدلو او په افغانستان کې د جمهوري نظام پاشل کېدلو د روهينا پر عايد هم اغېز کړی و او د دې د ژوند کيفيت يې بدل کړی و. د ښځو لپاره د طالبانو لګول شويو محدوديتونو، د کورنيو د ښځينه ډوډۍ ګټونکو يوازينۍ هېله هم اخيستې وه. د دې محدوديتونو اغېز يوازې د روهينا تر تريخ برخليک پورې نشي خلاصه کېدلای.

افتخار يوه بله ښځه ده چې په تېرو دوو لسيزو کې يې د مالي او کاري خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره هلې – ځلې کړې دي. دې د طالبانو په شتون کې خپل ژوند تېر کړ او د دې ډلې تر سقوط وروسته يې ښوونځي ته د تللو اجازه تر لاسه کړه، خو له جنګ او جګړې را پاتې فقر، د طالبانو شتون او د پلار مرګ يې برخليک بدل کړ. بې پلارتوب دا په لس کلنۍ کې چې په درېيم ټولګې وه، له مکتبه را وګرځوله او د ۴۰ زره افغانيو په بدل کې مېړه ته ورکړل شوه. د افغانستان د سویل په يوه سنتي ولايت کې کم عمره واده د دې مشکلات نور هم زيات کړل او حتا روغتيايي خدماتو ته يې د دې د لاسرسي مخه ونيوله.

افتخار د خپلو دویم ماشوم سره. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

افتخار وايي، چې کورنۍ يې د دولت له وېرې دا د روغتيايي خدماتو لپاره دولتي روغتيايي مرکز ته نه ده وړې او له بله اړخه، ورسره پيسې نه وې چې خصوصي روغتيايي مرکز ته ولاړه شي. «د لومړۍ مياشتنۍ ناروغۍ تر تجربه کولو وروسته حامله شوم، لومړی ماشوم مې په ډېر ضعيف حالت کې دنيا ته راغی او زيات وخت نه و پرې اوښتی چې مړ شو. د دويم ماشوم پر مهال يو څه ښه شوې وم. نجلۍ وه او ژوندۍ پاتې شوه خو درېيمه نجلۍ هم په ډېر ضعیف حالت کې دنيا ته راغله او د کورني تاوتريخوالي او نجلي‌توب له وجې مې روغتيايي درملنه ونه مونده او ماشوم مې د شپر مياشتني حمل پر مهال بايلود. څلورمه نجلۍ چې مې دنيا ته راوړه، نو يو څه لويه شوې وم. نجلۍ مې له هلمنده راواخيسته او د هغې د درملنې لپاره کابل ته راغلم، خو ناوخته شوی و او هغه مې هم بايلوده. تر دې پېښې وروسته په کابل کې پاتې شوم او پر خپلو پښو د درېدلو او خپلې مشرې لور د برخليک بدلولو لپاره مې هڅې وکړې. زما لپاره د يوې داسې حرفې زده کول چې ډېر انعطاف پکې وي، تر ټولو لنډه لار وه.»

افتخار چې د ليک او لوست وړتيا يې درلوده د سينګار کسب ته يې په عملي توګه مخه کړه. د دې کسب د اساساتو تر زده کولو وروسته يې د کار د اجازې تر لاسه کولو لپاره د کسبګرو خونې ته ورغله او د سينګارګرۍ شپږ مياشتنۍ دوره يې بشپړه کړه. دې په ډېرو کمو امکاناتو سره د کابل په لوېديځ کې يو ووړ دوکان خلاص کړ او د خپل ځان او لور لپاره يې د يوه ژوند هېله درلوده. افتخار وايي: «د دوستانو په مرسته مې يو دوکان ونيوه، د کور المارۍ مې يووړه او کار مې شروع کړ. اسانه چاره نه وه، خو بايد له يو ځايه مې شروع کړی وای. ما د ګيراک [مشتري] د راضي کولو لپاره ډېره هڅه کوله.»

دا وايي، چې د ټولو ستونزو تر تېرولو وروسته راتلونکې ته هېله‌منده شوې وه، خو د حکومت پاشل کېدو د دې هيلې وځپلې. «زما د خسر کورنۍ دا نه خوښوله چې زه د يوې سينګارګرې په توګه کار وکړم. هغوی تر خپلې وسې ظلم وکړ. کله چې حکومت سقوط شو، د بد اخلاقۍ تور يې راباندې ولګاوه. حتا پخواني مېړه مې په حوزه کې شکايت وکړ او زه يې حوزې ته يووړم. هغه وخت طالبانو له ما په حوزه کې دا ژمنه واخيسته چې دوکان به تړم. طالبانو په هغه ځای کې وويل، چې زما کار کولو ته اړتيا نشته او مېړه مې زما او زما د اولادونو نفقه ورکوي. خو زما مېړه دا کار نه کاوه، بلکې زما اولادونه يې له ما په دې پلمه واخيستل چې زه عايد نه لرم.»

د کسبګرو د خونې له شمېرو سره سم، په ټول افغانستان کې تر ۱۵ زره زياتو سينګارتونونو د فعاليت جواز درلود چې له هغو څخه درې زره او ۱۰۰ د ښځو ځانګړي سينګارتونونه په کابل او ۱۲ زره نور په ټول هيواد کې فعال و چې ښکلاييز او روغتيايي خدمات يې وړاندې کول.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، طالبانو په لومړي ځل د سينګارتونونو تبليغاتي تابلوګانې له ښارونو ټولې کړې او پر کاري موډلونو او ښکلاييزو عکسونو د رنګ په موښلو يې د ښځينه سينګارتونونو باندينۍ بڼه بدله کړه. زيات وخت نه و تېر شوی چې د سينګارګرو د کار د دوام او هغوی ته د مراجعينو لپاره يې سخت شرايط وضع کړل. دې ډلې د مالياتو له زياتولو سره – سره، د سينګارتونو له مالکانو ژمنه واخيسته چې اړوند قوانين به مراعتوي او د دې ډلې له غوښتنو سره سم به فعاليت کوي.

د وخت په تېرېدو سره يې په سينګارتونو کې ښځو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هم د ښځو د کار شرايط بدل کړل. طالبانو د چنګاښ پر ۱۳مه اعلان وکړ چې ټول سينګارتونونه دې د روان کال د زمري مياشتې تر درېيمې نېټې پورې خپل فعاليتونه بند کړي. تر دې فرمان دوې ورځې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وويل، چې دا فرمان د «اقتصادي» دلايلو او همدا راز د مصنوعي وېښتانو د لګولو او ورېزو د کښلو په خاطر چې «غير شرعي» چارې دي، صادر شوی دی.

انځور: AFP

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند محمد صادق عاکف د یوه ويډيويي کليپ په خپرولو سره د سينګارتونونو فعاليت «د اسلامي شريعت خلاف» وباله او ويې ويل: «په دې وروستيو کې خبر ورکول شوی دی چې سينګارتونونه تر يوې مياشتې وروسته فعاليت نه لري. دا څو دليله لري: لومړی دا چې د هيواد په بد اقتصادي وضعيت کې هلته ډېر زيات اسراف کېږي او د زوم کورنۍ د اضافي لګښت ورکولو ته اړه کېږي.»

د سينګارګرو د سوداګرۍ او صنايعو خونه اټکل کوي چې د ښځينه سينګارتونونو په تړل کېدو سره شاوخوا ۶۰ زره ښځې چې د خپلو کورنيو ډوډۍ ګټونکې وې، خپل کار له لاسه ورکړی او پر کور کېنول شوي دي. په کابل کې يو شمېر سينګارګرې ښځې د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د دې فرمان پر ضد لارو او کوڅو ته راووتلې او د بې‌کارۍ او فقر د زياتېدو په تړاو يې لاريون وکړ او د کاري زمينې د برابرولو غوښتونکې شوې. طالبانو په تاوتريخوالي سره د دې ښځو د اعتراض مخه ونيوله او پر هغو ښځو يې اوښکې بهوونکی ګاز وشيندل چې له طالبانو يې غوښتنه کوله چې د هغوی د اولادونو ډوډۍ دې نه ترې اخلي.

افتخار وايي، چې اوس د يوې مجردې مور په توګه د طالبانو د دې بنديزونو له وجې ترې د خپلو اولادونو د ساتنې حق هم اخيستل شوی دی او نشي کولای د خپل ځان لپاره د اوسيدنې ځای برابر کړي. دا خپل ناپلرني کور ته هم نشي تللای او وايي: «زما لپاره هيڅ لار نه ده پاتې. د دې پر ځای دې د ښځو لپاره يو ډلييز قبر وکاږي.»

د دې ښځې لور څوارلس کلنه ده چې په کابل ښار کې د يوه خصوصي ښوونځي د اووم ټولګي ممتازه زده کوونکې وه. له دې سره – سره، هغې له خپلې مور سينګار کول زده کړي دي. زدکړييز بنديز دا له ښوونځي را وګرځوله او د ښځينه سينګارتونونو پر فعاليت بنديز دا د خپلې مور له ليدلو بې برخې کړه. افتخار په هلمند کې د خپلې لور د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده. دا وايي: «وېرېږم چې لور به مې هلته زما په برخليک اخته شي او د هغې د ساتنې او زده کړې لپاره کلونه خواري به مې عبث ولاړه شي.»

په همدې حال کې کارپوهان وايي، چې طالبان پر ښځو په بنديزونو لګولو او له اقتصادي فعاليت څخه د هغوی په راګرځولو غواړي چې په هر اړخ کې ټولنيز جوړښت بدل کړي. د پوهنتون استاد، محمد امين رشادت وايي، چې د ښځو د کار مسئله او پر ښځو د طالبانو محدوديتونه د ټولنې او موډرن ژوند له شرايطو سره په بېلابېلو اړخونو کې تضاد لري او ګڼې معلومې او ناڅرګندې اغېزې لري.

ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل: «دا چې افراطيت رشد کوي او ښځې له رواني اړخه زيانمنې کېږي، نو د دې محدوديتونو په ځانګړې توګه د ښځو د اقتصادي فعاليت د مخنيوي بدترين او تر ټولو کم اغېز دادی چې په ټولنه کې فقر ښځينه کېږي.»

د ښاغلي رشادت په وينا چې کله فقر ښځينه شي، ښځې او ماشومان په ځانګړې توګه په هغو کورنيو کې چې نارينه سرپرست نه لري، د ژوند لومړنيو اړتياوو ته د نه لاسرسي له وجې له نېکمرغۍ، سلامتۍ او ښه راتلونکې څخه بې برخې کېږي.