اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي او دولتي تحصيلي بنسټونو ته امر کړی چې د دې بنسټونو مسوولين بايد د دې وزارت له اجازې پرته له بهرنيو او نړیوالو سازمانونو سره اړيکې ونه نيسي.
د دې وزارت په مکتوب کې چې یوه نسخه يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسيدلې، راغلي چې په دې وروستيو کې د تحصيلي بنسټونو مسوولينو د سفارتونو، سازمانونو او خارجي موسېساتو له استازو سره ليدلي او له کومې همغږۍ پرته يې د خارجي موسېساتو استازو ته زمينه برابره کړې چې تحصيلي بنسټونه وګوري. د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت په وينا، دا کار د دې وزارت د اداري موازينو او پاليسۍ خلاف دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې د تحصيلي بنسټونو مسوولين بايد د بهرنيو موسېساتو له استازو او نړيوالو سازمانونو سره تر ليدلو وړاندې دا وزارت په جريان کې واچوي او د خارجې اړيکو او بورسونو د تنظيم رياست له لوري دې جواز واخلي.
په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون يو مسوول وايي، چې دا محدوديت تحصيلي بنسټونه مقيد کوي، ځکه چې دا بنسټونه د زده کړې په برخه کې له بهرنيو سازمانونو سره اړيکې نيولو ته اړتيا لري.