via Social Media

د بشري حقونو اسيايي فورم د افغانستان د شيعه او هزاره ټولنې د بېړني خونديتوب غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم (FORUM-ASIA) د افغانستان د شيعه او هزاره ټولنې د خونديتوب لپاره د بېړني او همغږي نړيوال اقدام غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ تېره ورځ (جمعه، ۱۳ د زمري) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان د شيعه‌ګانو ټولنه چې زياته برخه يې هزاره دي، له سيسټماټيک تبعيض، هدفمندو بريدونو، ګوښه کېدو، ازار او ځور او د طالبانو له سختو محدوديتونو سره مخامخ دي.

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم زياته کړې، چې طالبانو مذهبي ازادي او د شيعه او هزاره‌وو عقيده ممنوع کړي دي.

طالبانو سږ کال په محرم مياشت کې د شيعه‌وو د وير پر مراسمو محدوديت لګولی وو.

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم ويلي، چې طالبانو تر بنديز وروسته پر ويرجنو هجوم ور وړی او پر هغوی يې ډزې کړې دي.

په غزني ولايت کې د ځايي سرچينو له راپور سره سم، د دې ولايت په مرکز کې پر ويرجنو د طالبانو د ډزو په پايله کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او څو تنه ژوبل شوي دي.

له راپورونو سره سم، طالبانو په کابل کې هم ځينې ويرجن وهلي او ډبولي دي.

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم په خپله اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعيليه شيعه‌  غړي اړ کړي چې د بشري مرستو د تر لاسه کولو لپاره خپل مذهب بدل کړي.

دې بنسټ ټيڼګار کړی چې د افغانستان د شيعه ټولنې د بشري حقونو پراخ او سيسټماټيک نقض «ډېر اندېښمنوونکی دی».

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د شيعه هزاره‌وو په څېر ګوښه شويو ډلو لګول شوي بنديزونه لېرې کړي.

دې بنسټ ټينګار کړی چې طالبان بايد د بشر د حقونو او اساسي ازاديو د خونديتوب لپاره د افغانستان نړيوالو تعهداتو ته ژمن وي.

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د ټولو مواردو د خوندي کولو، ساتنې او مستند کولو لپاره دې د بشري حقونو د شورا په وسيله د ځواب ويلو او همدا راز يوه نړيوال ميکانيزم د جوړولو ملاتړ وکړي او همدارنګه دې د شيعه هزاره‌وو پر خلاف د سيسټماټيک بريدونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي، چې د يوه نسل د وژنې نښې لري.

دې بنسټ زياته کړې، چې نړيواله ټولنه دې ډاډ تر لاسه کړي چې بشري مرستې په عادلانه توګه د هزاره ټولنو په شمول ټولو اړمنو ته رسېږي.

«ورو» نسل وژنه

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم ويلي، چې په افغانستان کې شيعه هزاره‌ګان د يوه مذهبي اقليت په توګه په تاريخي توګه د افغانستان د دولت، «د طالبان او داعش په څېر تروريستي ډلو له لوري ازار او ځورول شوي او اوس مهال د ورو نسل وژنې له جدي خطر سره مخ دي».

د دې بنسټ په وينا، د ۲۰۲۱ پر مهال د طالبانو له واکمنۍ راهيسې، د داعش په ۱۳ هدفمندو بريدونو کې ۷۰۰ ملکي هزاره‌ګانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم ويلي، چې د بشري حقونو او څارنې بنسټونه د شيعه‌ګانو پر خلاف د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري او د يوې احتمالي نسل وژنې خطر يې ښودلی دی.