اطلاعات روز: د کابل-کندهار پر لویه لاره د زابل شهر صفا ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله یو کس مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.
زابل کې د طالبان د ترافیکو مدیر توکل جانباز وایي، یاده پېښه نن (یکشنبه، ۱۵ د زمري) سهار وختي ۰۵:۰۰ بجې د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د «خورازاني بند» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ډریور مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۹ تنه ټپیان دي.
جانباز وویل، چې د پېښې ټول ټپیان یې د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي، خو نوموړي د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه ونه ویل.
د کابل–کندهار پر لویه لاره ډیر کله مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي چې خلک یې لامل د بې احتیاطي، د ډریورانو ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی یادوي.