ننګرهار میشتي د اوبو ذخیره کولو لپاره د چک ډیمونو د جوړیدو غوښتنه کوي

د ننګرهار د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د چک ډیمونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی الفت خان وایي، د تیرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولسوالۍ کې وچکالي زیاته شوې او همداراز د یادې ولسوالۍ په ګډون په زیاتره سیمو کې کاریزونه، د اوبو څاګانې وچې شوي او یا یې د اوبو کچه کمه شوې ده، چې د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران کړی دی.

الفت خان زیاتوي: «په سپین غر ولسوالۍ کې سږکال وچکالي زیاته شوې، کومې کرنیزې ځمکې چې خلک لري نو په خپل وخت ورته اوبه نه رسیږي چې له همدې امله بیا دا فصل له منځه ځي؛ زمونږ غوښته د طالبانو له حکومت دا ده چې په دغه ولسوالۍ کې دې د سیلابونو او بارانو د ذخیره کولو لپاره د اوبو کوچني چک ډیمونه جوړ کړي، اوس دسپین غر ولسوالۍ چهل ګزي بابا لېسې ته مخامخ یوه ساحه ده چې د چک ډیمونو لپاره ډیره مساعده ده، نو که چیرې دا چک ډیمونه جوړ شي نو په دې سره اوبه مهار او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»

د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالمجید هم د طالبانو له حکومت او خیریه بنښټونو ورته غوښتنه کوي.

نوموړی تمه لري چې د اوبو د کوچنیو بندونو په جوړېدو سره به  د بارانونو او سیلابونو پرمهال بې‌ځایه اوبه مهار او هم به يې سيمه له وچکالۍ خوندي او دغه راز به یې کرنیزو ځمکو ته د اړتیا پرمهال ګټه ورسېږي.

عبدالمجید زیاتوي: «د ننګرهار زیاتره هغه ولسوالۍ چې غریزې دي سږکال په کې وچکالي زیاته ده او د دې لوی زیان یې ځایي خلکو او په خاص ډول بزګرانو ته اوړي، ځکه فصلونه د اوبو د نشتون له امله له تندې مري او که چیرې د سیلابونو او بارانو اوبه مهار شي او دلته ورته د سپین غر په لمنو کې د اوبو کوچني چک ډیمونه جوړ شي؛ نو په دې سره د سیلابونو له اوبو هم ګټه واخیستل شي او هم به یې ځایي خلکو ته ګټه ورسیږي د ننګرهار هره ولسوالۍ پراخه ساحه د چک ډیمونو لپاره لري، نو که چیرې دلته داوبو لپاره چک ډیمونه جوړ شي نو دلته به شته کاریزونه او چېنې تاندې شي او دغه سیمه به لا سرسبزه شي.»

خلک وایي، د چک ډیمونو جوړول د باراني او سیلابي اوبو په مهار او د وچکالۍ په مخنیوي کې ډیره مرسته کولای شي

بلخوا د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکاره ځوانانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د اوبو ۱۲ کوچني بندونه جوړ کړي دي.

د یادو رضاکاره ځوانانو له ډلې پرویز شینواری وایي،  د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله په یادو چک ډيمونو کې په کافي اندازه اوبه ذخیزه شوي، چې د ځايې کروندو ته د څو میاشتو لپاره ګټه رسولی شي.

د نوموړي په خبره د جوړو شویو چک ډیمونو یې په هر يوه تر ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی، چې مالي لګښت یې د بهر میشتو افغانانو له لوري ورکول شوی دی.

پرویز شینواري زیاته کړه: «د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ په مختلفو برخو کې دا چېک ډيمونه جوړ شوي او مالي لګښت یې بهر میشتي افغانانو له لوري ورکړل شوی، د دې هر چک ډیم په جوړیدو یو لک افغانۍ لګښت راغلی او دغه راز جوړو شویو چک ډیمونو د ځایي خلکو لپاره ډیره ګټه کړې ده؛ ځکه له دې وړاندې به په یاده ولسوالۍ کې د سیلابونو او بارانونو اوبه ضایع کیدې خو اوس مهار شوي او خلک ترې ګټه اخلي.»

نوموړی زیاتوي د یادو چک ډیمونو له جوړیدو څخه یې موخه د بارانونو او سیلابونو پرمهال د بې‌ځایه اوبو مخنیوی او مهارول او سیمه له وچکالۍ څخه خوندي کول دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ځوانانو له لوري جوړ شوی چک ډیم

 بلخوا د ننګرهار د سينديزې حوزې طالب مسوولین د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو لپاره د دا ډول کوچنیو بندنو جوړیدل د وچکالۍ د مخنیوي او په سیمه کې د اوبو کچې د لوړیدو په برخه کې مهم بولي.

د ننګرهار د سينديزې حوزې لپاره د طالبانو ساحوي انجینر محمد نعیم شینواری وایي، د «PMS» یا جاپانۍ موسېسې په مرسته یې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې یې د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د کوچنیو بندونو سروې کړي او همدارنګه تازه یې په کوټ او دور بابا ولسوالیو کې د یوې همکارې موسېسې په مرسته چک ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

شینواری زیاتوي: «د ننګرهار سیندیزه حوزه د نورو همکارو موسېسو په مرسته په پام کې لري، چې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې هغه سیمو کې چې اړتیا لیدل کیږي د اوبو چک ډیمونه جوړ کړي، چې په دې سره به د اوبو سطحه لوړه شي او دغه راز به د خلکو د اوبو هغه ستونزه حل شي؛ چې له دې وړاندې یې له وچکالۍ او د اوبو له کمبود شکایت درلوده او دغه راز د چاپان موسېسې هم د سیندیزې حوزې سره په همکارۍ د سپین غر ولسوالۍ په لمنو کې د چک ډیمونو د جوړیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.»

د اوبو د تنظيم د چارو کارپوهان وایي، کوچني چک بندونه د بارانونو د اوبو د ضايعه کېدو مخه نيسي، د سيلابونو ګواښونه کموي او سيمه له وچکالۍ ژغوري نو ځکه بايد د طالبانو حکومت د کوچنيو بندونو جوړېدو ته ډېره پاملرنه وکړي.