اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړیکو د کميټې رييس مايکل مک کال په افغانستان کې بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په تړاو د سيګار راپور ته په غبرګون کې ويلي، چې دا نفرت پاروونکې ده چې «د امريکايي ماليه ورکوونکو پيسې د طالبانو په څېر تروريستانو جيب ته ولاړې شي».
نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۸ د زمري) د يوې اعلاميې په خپرولو سره له افغانستان سره د امريکا په مالي مرستو کې د روڼتيا پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.
په تازه توګه د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې متحده ايالاتو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له دې هيواد سره ۲.۳۵ ميليارد ډالره مرسته کړې ده.
سيګار زياته کړې، چې د بشري مرستو په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او له خپلو برنامو څخه د خونديتوب په لړ کې د ملګرو ملتونو ناتواني اندېښمنوونکې ده.
د متحده ايالاتو د سولې موسېسې هم د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو ايس آی ډي) لپاره په خپل راپور کې ويلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو تر مديريت لاندې برنامو کې په اغېزناکه کچه نفوذ کړی دی او دا يوه عايداتي سرچينه ګڼي.
مک کال په خپله اعلاميه کې زياته کړې: «په افغانستان کې انساني کړکېچ د ولسمشر بايډن د ګډوډ او مرګوني پر شاتګ له وجې په پام وړ توګه بدتر شوی دی. نفرت پاروونکې ده چې د متحده ايالاتو د ماليه ورکوونکو پيسې د طالبانو په څېر تروريستانو جيبونه ډک کړي چې افغان ښځې او نجونې ځوروي، د القاعدې او نورو تروريستانو مالي ملاتړ کوي، د مذهبي لږکيو پر خلاف جنايات کوي او هره ورځ ګڼ شمېر نور بشري حقونه نقضوي.»
ده زياته کړې، چې مياشتې کېږي چې د بايډن حکومت د ده هغې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی چې د امريکا له مرستو د طالبانو د لېرې ساتلو په اړه يې وضاحت غوښتی و.
طالبان په بشري برنامو کې لاسوهنه ردوي او متحده ايالات او نور لوېديځ تمويلوونکي له افغانستان سره د مرستو په سياسي کولو تورنوي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ځينې بنسټونه ۸۰ سلنه مرستې حيف و ميل کوي او يوازې ۲۰ سلنه د افغانستان خلکو ته ورکوي.
په عين حال کې يو شمېر اړمن وګړي هم د مرستې رسونې پر بهير نيوکه کوي او وايي، چې دا بهير له فساد او تبعيض سره مخ دی او واقعي اړمن وګړي له مرستې بې برخې دي.