اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې دارالافتا له هیواده دباندې د جګړې کولو په اړه فتوا ورکړې او هغه يې «جهاد» نه دی ګڼلی.
ښاغلي مجاهد پرون (جمعه، ۲۰ د زمري) طلوع نيوز ته ويلي، چې د طالبانو دارالافتا امر کړی چې له هيواده دباندې د «امير له اجازې پرته» جنګ کول روا نه دي.
په دې وروستيو کې يو شمېر پاکستاني رسنيو راپور ورکړ چې دا هيواد د طالبانو له مشر هبت الله آخوندزاده څخه غواړي چې د تحريک طالبان پاکستان فعاليت «غير اسلامي» وګڼي.
د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر منځ داسې امر ابلاغ شوی دی.
خو د طالبانو وياند وايي، چې د طالبانو د مشر له لوري داسې فتوا نه ده ورکړل شوې بلکې د دې ډلې دارالافتا «مجاهدينو ته لارښوونه کړې چې له اجازې پرته دباندې جنګ ته تلل جهاد نه ګڼل کېږي».
ده ټينګار کړی چې په داسې حالت کې «د امير امر، د امير حکم او يا هم د مسلمانانو د امير اجازه اخيستل اړين دي».
طالبان هبت الله آخوندزاده «اميرالمؤمنین» بولي او د ده د اوامرو پلي کول واجب ګڼي.
تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد ويلي و، چې که څوک له هيواده دباندې د جګړې کولو لپاره ځي، «جنګ يې جهاد نه دی».
په پاکستان کې د بريدونو تر زياتېدو وروسته، د دې هيواد چارواکو په بريدونو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د جولای مياشتې پر ۱۲مه په «ږوب» سيمه کې د بريدګرو درې تنه يې افغانان او د کندهار ولايت وو.
پاکستان له طالبانو غواړي چې تروريستي ډلو ته دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.
خو طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعا وخت پر وخت رد کړې او وايي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د بل هيواد پر خلاف استفاده وکړي.