اطلاعات روز: طالبانو په فارياب، جوزجان او ننګرهار ولايتونو کې نهه تنه عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، په فارياب کې څلور تنه په «نامشروع اړيکو» او «لواطت» تورن کسان محاکمه شوي او هر يو له ۲۹ څخه تر ۳۰ پورې د دُرو وهلو په سزا محکوم شوي دي.
دې محکمې نه ده روښانه کړې چې په تورنو کې څو ښځې وې.
په جوزجان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د شبرغان ښار په لوبغالي کې د يوې ښځې په ګډون پر دوو تنو په عام محضر کې د دُرو وهلو حکم پلی شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چې دا دوه تنه په نامشروع اړيکو تورن و او د دې ډلې په محکمه کې په ۳۹ ُرو محکوم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې درې تنه په عام محضر کې په ُرو وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، دا دوه تنه په «لواطت» تورن وو چې هر يو يې ۳۹ درې وهل شوی دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې تر اوسه په لسګونو ځله خلک په عام محضر کې په دُرو وهلي او دوه ځله يې په عامه محضر کې د اعدام حکم هم پلي کړی دی.
د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو د افرادو علني مجازات د بشري حقونو نقض ګڼلی او د درېدو غوښتنه يې کړې ده.
