اطلاعات روز: سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو پاخه عمر لرونکي کس جسد موندل شوی دی.
یوې باوري سرچینې وویل، چې د دغه کس جسد نن (یکشنبه، ٢٢ د زمري) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په «ارغچ» سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د یاد کس لاسونه تړل شوي او د سر په برخه کې په ډزو ویشتل شوی دی.
د ده په خبره، چې د یاد کس د کورنۍ غړي لا نه دي پیدا شوي او جسد یې د خوږیاڼو ولسوالۍ مقام کې له طالب مسوولینو سره دی.
تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستو کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم د پټو او هدفي وژنو ګراف لوړ شوی، چې خلک یې اندیښمن کړي دي.