کاظمي قمي: ايراني کارپوهانو په لومړي ځل په دهراوود کې د اوبو د کچې ارزونې له ستګاه څخه ليدنه کړې

اطلاعات روز: د ايران ځانګړي استازي او په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي، چې ايراني کارپوهانو په لومړي ځل د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د اوبو د کچې ارزونې له دستګاه څخه ليدنه کړې ده. 

ښاغلي قمي تېره شپه (شنبه، ۲۱ د زمري) له «آخرين خبر» نومې ايراني رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې اوس مهال ايراني کارپوهان په کابل کې دي.

ده زياته کړې، چې «ليدنه شوې ده او بايد راشي راپور ورکړي. ان شاء الله چې راپور ورکړي، بيا به وګورو چې زموږ د متخصصينو برداشت څه دی؟»

د اوبو د کچې د ارزونې دا دستګاه په هلمند کې تر کجکي بند وړاندې، د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې ده او د هلمند سيند ته د اوبو د تګ کچه معلوموي.

په دې دستګاه کې د اوبو د کچې د محاسبه کېدو له مخې معلومېږي چې سږ کال اوبه ډېرې او که کمې دي.

د ۱۳۵۱ لمريز کال له تړون سره سم، په يوه نورمال اوبيز کال کې له هلمند سيند څخه د ايران حقابه ۸۲۰ ميليون متر مکعبه اوبه دي. که چيرته په نورو کلونو کې د هلمند په سيند کې اوبه کمې وي، بيا دا کچه هم کمېږي.

له هلمند سيند څخه د ايران حقابه سږکال د طالبانو او ايران تر منځ په لانجمنه مسئله بدله شوې ده.

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د دې هيواد د حقابې د تأمينېدو په تړاو طالبانو ته ګواښ کړی و.

خو طالبانو د ايراني چارواکو څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې د وچکالۍ له امله د هلمند په سيند کې کافي اوبه نشته چې ايران ته ورسېږي.

ايران د دې ادعا د رښتيا معلومولو په موخه غوښتنه وکړه چې کارپوهان یې باید د کجکي بند وګوري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي و، چې دا ډله ايراني پلاوي ته د کجکي بند د کتنې اجازه نه ورکوي او داسې څه د ۱۳۵۱ کال په تړون کې نشته.

خو سږ کال د غبرګولي د مياشتې پر ۲۷مه حسن کاظمي قمي د ايراني رسنۍ په يوې ټلويزیوني خپرونې «صف اول» کې ويلي و، چې طالبانو موافقه کړې چې د ايران تخنيکي پلاوی د کجکي بند وګوري.

طالبانو تر اوسه په دهراوود کې د اوبو د کچې ارزونې له دستګاه څخه د ايراني پلاوي د کتنې په اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته