د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت: ايراني پلاوي معلومه کړه چې په هلمند سيند کې کافي اوبه نشته

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ايران د اسلامي جمهوريت تخنيکي پلاوي د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې له دستګاه څخه تر ليدنې او هلته تر کچې اخيستلو وروسته، روان کال تر عادي اوبيز کال کم ارزولی دی.

د دې وزارت په اعلاميه کې چې نن (يکشنبه، ۲۲ د زمري) خپره شوې ده، پکې راغلي دي چې ايراني پلاوي د روانې لمريزې مياشتې پر ۱۸ نېټه د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې په دستګاه کې د اوبو جريان ليدلی او ارزولی دی.

په اعلاميه کې راغلي دي: «ايراني پلاوي … روان کال د اقليم د تغيير څخه دپيدا شوې سختې وچکالۍ له کبله، د تېرو کلونو په تداوم د نورمال اوبيز کال څخه په مراتبو کم ارزيابي کړ.»

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميې سره سم، په کومه ورځ چې ايراني پلاوي د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې په دستګاه کې اوبه اندازه کړې، «د اوبو جريان په يوه ثانيه کې تر اووه متر مکعبه هم کمې وې چې دا وضعيت په رښتيا هم ټکان ورکوونکی دی».

په اعلاميه کې راغلي دي چې ايراني پلاوي معلومه کړې چې هلمند سيند د اوبو حد اقل جريان لري او مرستندوی سيندونه يې لکه ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ شوي دي.

د طالبانو له اعلاميې سره سم، د هلمند سيند په مرستندويو سيندونو کې يوازي په سيلابي حالت کې اوبه راځي، «په داسي حالت کې دلتا ساحې ته د هلمند د سيند رسېدل ډېر ستونزمن شوي دي».

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده: «د ارقامو او معلوماتو د تحليل پر اساس په وضاحت سره څرګندېږي چې ايران د حقابې نه تامينېدلو کې هيڅ ډول انساني عمل او اراده دخيله نه ده، بلکې مجبره حالت د دې سبب شوی دی.»

دې وزارت ټينګار کړی دی چې د اورښت او مطلوبو شرايطو په برابرېدلو سره تر هلمند سيند لاندي په نيمروز او د ايران د اسلامي جمهوريت په سيستان کې اوسېدونکو ته به حقابه ورکوي.

دا اعلاميه په داسي حال کې خپرېږي چې د ايران ځانګړي استازي او په کابل کې د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي تېره شپه له «آخرين خبر» نومې ايراني رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي چې ايراني کارپوهانو په لومړي ځل د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د اوبو د کچې ارزونې له دستګاه څخه ليدنه کړې ده.

ښاغلي قمي همدا راز ويلي دي چې اوس مهال ايراني کارپوهان په کابل کې دي. ده زياته کړې ده چې «ليدنه شوې ده او بايد راشي راپور ورکړي. ان شاء الله چې راپور ورکړي، بيا به وګورو چې زموږ د متخصصينو برداشت څه دی؟»

په عين مهال کې، ايراني لوري تر اوسه د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې په دستګاه کې د اوبو د جريان په اړه خپلې تخنيکي موندنې نه دې خپرې کړې.

د اوبو د کچې د ارزونې دا دستګاه په هلمند کې تر کجکي بند وړاندي، د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې ده او د هلمند سيند ته د اوبو د تګ کچه معلوموي. په دې دستګاه کې د اوبو د کچې تر معلومولو وروسته، مشخص کېږي چې سږ کال اوبيز دي او که نه.

د ۱۳۵۱ لمريز کال له تړون سره سم، په يوه نورمال اوبيز کال کې له هلمند سيند څخه د ايران حقابه ۸۲۰ ميليون متر مکعبه اوبه دي. که چيرته په نورو کلونو کې د هلمند په سيند کې اوبه کمې وي، بيا دا کچه هم کمېږي.

له هلمند سيند څخه د ايران حقابه سږ کال د طالبانو او ايران تر منځ په لانجمنه مسله بدله شوې ده. يو ځل د ايران ولسمشر د خپل هيواد د حقابې د نه تأمينېدو په اړه طالبانو ته ګواښ کړی و.

طالب چارواکو يې په ځواب کې ويلي و چې ايراني اړخ بايد خپلې غوښتنې په مناسبو الفاظو مطرح کړي. د طالب چارواکو په وينا، د پرله پسې وچکاليو له کبله کافي اوبه نشته چې ايران ته ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه