اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ خپلمنځي نښته کې یو کس مړ او يو بل ټپي شوی دی.
ننګرهار کې د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي چې دا نښته نن (دوشنبه، ٢٣ د زمري) سهار مهال د پچیراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته شوې.
د ده په وينا، د سید انور او ګل انور کورنیو تر منځ چې تره او وراره کېږي د ځمکې د وېش پر سر نښته شوې.
عبدالبصیر زابلي ویلي، په دې نښته کې د سید انور تره ګل انور مړ او زوی یې مرګونی ټپي شوی دی.
زابلي وایي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
په دې وروستیو کې ننګرهار کې د حقوقي مسایلو پر سر نښتو زور اخېستی، چې ډېری مهال مرګژوبله هم پکې پېښېږي.
خلګ د طالبانو له لوري کمزوری امنیت، ناغېړي او د يو اړخ ننګه کول د دا ډول پېښو د زیاتوالي لاملونه ګڼي.