اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې یو تن د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصیر زابلی وایي، دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۳ د زمري) سهار شاوخوا نهه بجې د اچین ولسوالۍ په «انځري» سیمه کې را منځته شوې.
نوموړي د وژل شوي کس د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې وژل شوی کس د څلورو کسانو له لوري په ناریه ټوپک ویشتل شوی دی او هغوی تر وژنې وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
زابلي د وژل شوي کس د زوی له قوله ویلي، چې وژل شوي کس له دې څلورو کسانو سره پنځوس کلنه دښمني درلودله.
د پخواني جمهوریت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ننګرهار کې د شخصي دښمنیو له امله د بریدونو او وژنو پېښې زیاتې شوي دي چې خلګ يې له ژورو امنیتي اندېښنو سره مخ کړي.