عکس: Getty Images

د افغانستان د خبريالانو مرکز: په تېرو دوو کلونو کې د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د نقض ۳۶۶ پېښي ثبت شوې دي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له وخته بيا تر اوسه، په هيواد کې د رسنيو او خبريالانو د ازاديو د نقض ۳۶۶ پېښي ثبت شوې دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۳ د زمري) د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د رسنيزو ازاديو د وضعيت په اړه خپل دوه کلن راپور خپور کړی دی.

د افغانستان د رسنيو او خبريالانو د ازاديو د نقض دا راپور د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې له ۲۴ څخه بيا د ۱۴۰۲ لمريز کال د زمري د مياشتې تر ۲۴ نيټې پوري وخت په بر کې نيسي.

په دې راپور کې راغلي دي چې د رسنيو او خبريالانو د نقض په پېښو کې د درو خبريالانو وژل کېدل، د ۲۳ خبريالانو ژوبلېدل، د نيونې ۱۷۶ پېښي، د ګواښ ‍‍‍۱۳۹ پېښي او له خبريالانو سره د فزيکي تاوتريخوالي او وهلو-ټکولو ۳۹ پېښي شاملېږي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې همدا اوس هم نهه خبريالان له طالبانو سره بنديان دي.

د دې راپور پر اساس، د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د نقض پېښي ۱۸۷ په لومړي کال او ۱۷۹ د دې ډلې د واکمنۍ په دويم کال کې پېښې شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې د دې بنسټ موندنې ښيي چې د کابل په هوايي ډګر او مزار شريف ښار کې د خبريالانو په غونډه کې له چاودنو پرته، په نورو ټولو پېښو کې د طالبانو له استخباراتي، امنيتي بنسټونو سره تړلي افراد او ادارې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي رول لري.

د کابل په هوايي ډګر کې د چاودنې مسووليت چې دوه خبريالان پکې ووژل شول او همدا راز په مزار شريف ښار کې د خبريالانو په غونډه کې د چاودنې مسووليت چې يو خبريال پکې ووژل شو، داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په راپور کې راغلي دي چې په مزار شريف ښار کې د خبريالانو په غونډه کې له بريد پرته، د دې دوو کلونو پر مهال د خبريالانو پر خلاف بل هدفي بريد نه دی ثبت شوی.

دې مرکز د جمهوري نظام د وخت په پرتله پر خبريالانو د هدفي بريدونو کمېدل «يو مثبت بدلون» ګڼلی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د تېرو دوو کلونو پر مهال د رسنيو او خبريالانو د ازاديو د نقض ۳۶۶ ثبت شوې پېښي «بې مخينې» بللې دي او ويلي يې دي، له دې څخه ښکاري چې «په هيواد کې د خبريالانو لپاره وضعيت څومره بد او ناسم دی».

دې بنسټ ويلي دي چې ثبت شوې پېښي د رسنيو او خبريالانو د ازاديو د نقض له پېښو څخه يوازي يوه برخه ده او يو شمېر زياتو خبريالانو غوښتي دي چې د امنيتي دلايلو له وجې دې يې هويت د تاوتريخوالي د ثبت په انلاين راپور کې نه ثبتېږي او زيات شمېر نور خبريالان هم «نه دي چمتو شوي چې خپلې قضيې ثبت کړي».

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې په هيواد کې د خبريالانو لپاره وضعيت داسي ځای ته رسېدلی دی چې د خبري او څېړنيزو راپورونو او ننګوونو برنامو چمتو کول او خپرول، اعتراضي حرکتونو ته پوښښ ورکول، يا هم په رسنيو کې د ښځو پر کار او زده کړو له لګول شويو محدوديتونو څخه سرغړونه يا هم د طالبانو صادرو شويو تګلارو ته پاملرنه، نه کول «له خطره ډکه چاره ده».

دې مرکز ويلي دي چې دې مواردو ته پام نه کول ښايي د خبريال د نيول کېدو او يا هم د رسنيو د تړل کېدو لامل شي.

محدودوونکي فرمانونه

د افغانستان د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال د رسنيو لپاره شپږ محدودوونکي فرمانونه ورکړي دي.

په دې راپور کې راغلي دي چې «لومړی او کلي فرمان» د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي د مياشتې پر ۲۸ د طالبانو د رسنيو د مرکز د پخواني رييس قاري يوسف احمدي له لوري په ۱۱ مادو کې اعلان شو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې په دې فرمانو کې د کومو موضوعاتو تعريفونه وړاندې شوي دي، واضح نه دي او کېدلای شي چې پر رسنيو او خبريالانو فشار راوړي.

 د دې راپور له مخې، دويم محدودوونکی فرمان د ۱۴۰۰ لمريز کال د تلې د مياشتې پر درېيمه نېټه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني معين او وياند ذبيح الله مجاهد په لاسليک سره په شپږو مادو کې خپور شو. رسنيو ته امر شوی و چې په خپلو خبرونو کې دا ډله د «افغانستان د اسلامي امارت» په نوم ياده کړي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په باور، د دې فرمانو دا ماده رسنۍ مکلفې کوي چې طالبان د حکومت په توګه په رسميت وپېژني، په داسي حال کې چې هيڅ هيواد په رسميت نه دي پېژندلي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اته مادييز فرمان تر ډېره حده د تفريحي برنامو د ممنوعيت، په ټلويزوني خپرونو کې د طالبانو د منتقدينو د نه دعوتولو او له هغوی سره د مرکې نه کولو او د هغو سوداګريزو اعلانونو د نه خپرولو په اړه دی چې سياسي، امنيتي او ټولنيزه منځپانګه لري. همدا راز د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري دا امر هم پکې را اخيستل شوی چې د طالبانو پر مسوولينو نيوکه يې د شريعت خلاف بللې وه. له دې سره-سره، په وروستيو دوو کلونو کې د طالبانو نور محدودوونکي اوامر هم د امر بالمعروف وزارت په دې اته مادييز فرمان کې راغلي دي.

اقتصادي ستونزې

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې د طالبانو تر واکمنېدو او پر افغانستان د اقتصادي او بانکي بنديزونو تر لګېدو وروسته، رسنيو خپلي نړيوال مالي ملاتړ له لاسه ورکړي او د سوداګريزو اعلانونو بازار هم سوړ شوی دی.

د دې مرکز په راپور کې راغلي دي چې په همداسي وضعيت کې د رسنيو مالياتي لګښتونه لوړ شوي چې له کبله يې رسنۍ نورې هم زيانمنې شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په وينا، په وروستيو دوو کلونو کې له ۶۰۰ رسنيو څخه نژدې نيمايي يې له فعاليته لوېدلې دي او پاتې نورې هم له سخت حالت سره مخ دي.

دې بنسټ زياته کړې ده چې اکثريتو فعالو رسنيو خپل کارمندان کم کړي او په کمو خپرونو او کمو کاري ساعتونو سره د خپلې بقا هڅې کوي.

په تبعيد کې د رسنيو را منځ ته کېدل

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خپل راپور کې ويلي دي چې په هيواد کې دننه پر رسنيو د طالبانو له لوري د محدوديتونو تر سختېدو وروسته، د وروستيو دوو کلونو پر مهال له هيواده دباندي د افغانستان د خبريالانو له لوري څو رسنۍ جوړي شوې دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، د دې اکثرو رسنيو مديريت له هغو خبريالانو سره دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې هيواد پرېيښی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د آمو ټلويزون، د «Sicht TV» انلاين ټلويزون، د چشم نيوز خبري ويبپاڼې، د افغانستان د سياسي، ټولنيزې او کلتوري خپرونې فارسی ټایمز او «چلو صاف» ويبپاڼه د هغو رسنيو په توګه يادې کړې دي چې د وروستيو دوو کلونو پر مهال له هيواده دباندي جوړې شوې دي.

د طالبانو ډله پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ځلونو د رسنيو د مدافعو او نړيوالو بنسټونو له لوري د رسنيو د ازاديو په نقض او د خبريالانو په «خپلسرې» نيونو تورنه شوې ده.

د دې ډلې مسوولين ټينګار کوي چې د رسنيو او خبريالانو ازادي «د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ» کې تأمينوي.