د خبريالانو مرکز: ۱۳ خبريالان او رسنيز کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې دي

Tasnim News

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د ايراني عکاس محمد حسين ولايتي په نيول کېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی.

ولايتي د ايران د تسنيم خبري اژانس عکاس او ايډيټر دی او د روانې اونۍ د شنبې په ورځ (۲۸ د زمري) ايران ته د ستنیدو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې ونيول شو.

تسنيم ليکلي، چې طالبانو له هيڅ ډول وضاحت پرته د دې رسنۍ عکاس نيولی او د هغه د ازادۍ لپاره یې هلو-ځلو کومه پايله نه ده ورکړې.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د محمد حسين ولايتي د نيول کېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو له طالب مسوولينو غوښتي چې دا عکاس دې ازاد کړي او په افغانستان کې د خبريالانو ځورونه دې پای ته ورسوي.

د دې مرکز په وينا، د تېرو دوو اونيو پر مهال څه کم ۱۱ خبريالان د هيواد په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي چې له هغو څخه نهه تنه يې لا هم په زندان کې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز معلومات ښيي چې په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه څلور نيول شوي خبريالان لاهم زندانيان دي، په دې توګه د هيواد په زندانونو کې د ټولو خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو ټوليز شمېر ۱۳ ته رسېږي.

د دې خبريالانو د نيول کېدو دليل نه دی معلوم او طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دې ويلي.

سره له دې چې د خبريالانو نيونې زياتې شوي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه ويلي، چې د تېرکال پرمهال په هيواد کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه