د طالبانو او داعش دوه کلنه جګړه؛ د اسلامي دولت خراسان څانګه څه غواړي؟

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله کېږي. د دې دوو کلونو پر مهال طالبان د حکومتولۍ په ټولو اړخونو کې له ګڼو ننګونو سره مخ وو. ناامني د طالبانو د حکومتولۍ لپاره جدي ننګونه ده. سره له دې چې طالبانو وار په وار ادعا کړې چې په افغانستان کې امنيت تأمين دی، مګر شواهد ښيي چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت ماتېدونکی دی. د طالبانو د حکومت پر خلاف د خلکو له وسله‌وال مقاومت سره-سره، په افغانستان کې د تروريستي ډلو په ځانګړي توګه د داعش د خراسان څانګې شتون امنيتي وضعيت نور هم ټکنی کړی دی. طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې افغانستان يې د داعش له حضور څخه پاک کړی، خو د تېرو دوو کلونو پر مهال داعش په افغانستان کې خونړي بريدونه کړي او طالبانو او د افغانستان خلکو ته يې مالي او ځاني تلفات رسولي دي.

د اختلاف سرچينه

طالبان او د داعش خراسان څانګه، دواړه ډلې د سختدريځي سني اسلام پيروان دي. دواړه ډلې د شريعت له سختو قوانينو سره سم د مستبدو دولتونو جوړولو هڅه کوي. دوی چمتو دي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له تاوتريخوالي او ځپنې استفاده وکړي.

د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې تر را منځته کېدو وروسته هڅه کوي چې تر عراق او سوريې دباندې هم خپله جغرافيايي لمن پراخه کړي. داعش له هماغه وخته له طالبانو سره يو ځای د همدې موخې لپاره د افغانستان په ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو کې ځان ته د سرتېرو جذب پېل کړ.

د طالبانو او داعش ترمنځ ايډيولوژيک اختلافات شته دي. طالبان د حنفي فقهې د ديوبند ډلې لارويان دي خو داعش يو سلفي جريان دی. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته داعش «تکفيريان» وګڼل. په مقابل کې يې داعش طالبان پر امريکا پلورل شوې ډله بولي.

يوه شي چې دې اختلافاتو ته يې پراختيا ورکړه، په افغانستان کې د داعش ليکو ته د ناراضو طالب جنګياليو جذب دی. د اينډيپينډينټ انګليسي په وينا، دا موضوع د دې لامل شوه چې په هغه وخت کې د طالبانو رهبر ملا اختر محمد منصور د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته ليک وليکي او له ده يې وغوښتل چې د ناراضو طالب جنګياليو او قومندانانو له جذب څخه دې لاس واخلي. ده په ليک کې استدلال کړی و چې په افغانستان کې د ورته موخو لپاره د دواړو ډلو جګړه بايد د طالبانو تر مشرۍ لاندې وشي خو داعش د منصور غوښتنې ته پام ونه کړ او د طالبانو پر وړاندې جنګېدلي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې، داعش له حکومت څخه د خلکو د نارضايتۍ د زياتولو لپاره تر ډېره حده مسجدونه، ښوونځي، فرهنګي او زدکړييز مرکزونه په نښه کول خو واک ته د طالبانو په رسېدو سره، داعش پر ملکي مرکزونو له بريدونو سره-سره د طالبانو پر قومندانانو او ډيپلوماټيکو مرکزونو بريدونو ته هم مخه کړه.

پر غیر نظامي اهدافو د داعش بريدونه

د تېرو دوو کلونو پر مهال چې داعش په افغانستان کې د کومو چاودنو او ځانمرګو بريدونو مسووليت منلی او يا دې ډلې ته منسوب شوي، شاوخوا د ۷۷۰ تنو ژوند يې اخيستی او ۱۱۵۰ نور يې ژوبل کړي دي. په دې بريدونو کې مسجدونه، کلتوري او زدکړييز مرکزونه، ديني مدرسې او د شيعه‌ګانو، صوفيانو او اهل هنود وګړو غونډې په نښه شوي دي. د ملکي وګړو غوڅ اکثريت قربانيان زده کوونکي او لمونځ کوونکي وو. د بشر حقونو د څار له يوه راپور سره سم، داعش په افغانستان کې په ځلونو پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکيو بريدونه کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم د هزاره ګانو، شيعه ګانو او صوفيانو پر غونډو د بريدونو په تړاو د څېړنې غوښتنه کړې.

پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې پر ملکيانو لومړی بريد وشو چې تقریبا ۲۰۰ يې ووژل او ۲۰۰ نور يې ژوبل کړل. انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

تر ټولو مرګونی بريد د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي د مياشتې پر څلورمه د کابل په هوايي ډګر کې د داعش ځانمرګو بريد و چې ۱۷۰ تنه يې ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور يې ژوبل کړل. دا بريد هغه مهال وشو چې په زرګونو هيوادوالو له هيواده د وتلو هڅه کوله. همدا راز امريکا د داعش په دې بريد کې د ۱۳ سرتېرو وژل کېدل او د ۱۸ نورو ژوبلېدل تاييد کړل.

تر دې وروسته، د همدې کال د تلې د مياشتې پر ۱۶مه د داعش ډلې يوه ځانمرګي په کندز کې د شيعه‌ګانو د مسجد د لمونځ کوونکو ترمنځ ځان ته چاودنه ورکړه. د دې بريد تلفات ۷۲ وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل شوي اعلان شول، خو نورو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې تر ۱۵۰ زيات وژل شوي او تر ۲۵۰ زيات ژوبل شوي وو. دا د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان پر شيعه ټولنې د داعش تر ټولو لوی بريد و.

تر دې بريد يوه اونۍ وروسته، د تلې د مياشتې پر ۲۳مه نېته، څو داعش ځانمرګو په کندهار کې ځان د «فاطميه امام بارګاه» منځته ورساوه او خپل ځانونه يې منفجر کړل. د دې بريد تلفات ۷۲ وژل شوي او ۹۰ زخميان اعلان شول.

د داعش د بريدونو په دوام، دې ډلې د ۱۴۰۰ لمريز کال د سلواغې د مياشتې پر دويمه نېټه د هرات ښار د دوولسمې ناحيې په «حاجی عباس» محله کې پر يوه فلانکوچ ډوله موټر چاودنه وکړه چې د ښځو په ګډون شپږ تنه پکې ووژل شول او تر ۱۰ زيات ژوبل شول. د تېرکال د وري/حمل د مياشتې پر ۱۲مه هم د هرات د جبريل ښارګوټي په يوه لوبغالي کې چاودنه وشوه. د دې چاودنې ډول ځای پر ځای شوی ماين وښودل شو او وويل شول چې پنځه تنه يې وژلي او تر ۲۰ زيات پکې ژوبل شوي دي. دا پېښې ټولې د داعش اړوند وبلل شوې.

د کابل په لوېديځ کې د «عبدالرحيم شهيد» پر ښوونځي د داعش د بريد زخميان روغتون ته انتقالېږي. انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د تېر کال د وري/حمل د مياشتې پر ۳۰مه نېټه د کابل په لوېديځ کې د «عبدالرحيم شهيد» د مکتب په دروازه کې دوې چاودنې او د «ممتاز» زدکړييز مرکز مخې ته يوه چاودنه وشوه. ولسي سرچينو وويل چې ۲۰ زده کوونکي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي. وروسته د بشر حقونو څار په يوه راپور کې وويل چې داعش د دې چاودنو مسووليت منلی دی.

تر دې دوې ورځې وروسته، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د شيعه‌ګانو اړوند مسجد کې مرګونې چاودنه وشوه چې ۳۷ تنه يې ووژل او تر ۶۰ زيات نور يې ژوبل کړل. داعش د دې چاودنې مسووليت ومانه.

تر دې چاودنې يوه ورځ وروسته، د جمعې د ورځې په غرمه، د غوايي د مياشتې پر دويمه نېټه، د کندز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د اهل سنتو پر «مولوي سکندر» نومي مسجد بريد وشو. چاودنه هغه وخت وشوه چې لمونځ کوونکي او زده کوونکي د جمعې تر لمانځه وروسته د ذکر د حلقې جوړولو په حال کې وو. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د دې بريد تلفات د ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۳ نور زخميان اعلان کړل. ولسي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل شوي وو. دا بريد د داعش کار وګڼل شو.

د تېر کال د غوایي د مياشتې پر ۸مه د مزار شريف ښار په دويمه او لسمه ناحيو کې دوو پرلپسې چاودنو دوه مسافر وړونکي موټرونه په نښه کړل. چاودنې په هزاره مېشتو سيمو کې وشوې چې داعش يې مسووليت ومانه. طالبانو تلفات ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور زخمي وښودل خو محمد محقق وويل، چې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

تر دې يوه ورځ وروسته، د کابل ښار د شپږمې ناحيې په علاء الدين درې لارې کې د اهل سنت صوفيانو پر يوې خانقاه (د خليفه صاحب خانقاه) بريد وشو. رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو په وينا د دې بريد تلفات ۶۶ تنه وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل وښودل. دا بريد هم د داعش کار وبلل شو.

همدارنګه، په درېيمه پرلپسې ورځ، د کابل په لوېديځ کې پر کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر د مقناطيسي ماين چاودونه وشوه چې لږ تر لږه درې تنه پکې ووژل شول او دوه نور يې ژوبل کړل. دا بريد هم د داعش کار وګڼل شو، په داسې حال کې چې دې ډلې يې مسووليت نه دی منلی.

د تېرکال د غبرګولي مياشتې پر څلورمه د کابل ښار د څلورمې حوزې ترافيکو څلورلارې ته نږدې په «حضرت زکريا» مسجد کې چاودنه وشوه چې د داعش کار وبلل شو. ايمرجنسي روغتون وويل چې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دې روغتون ته ور وړل شوي دي. د پېښې شاهدانو وويل چې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي دي.

تېر کال د غبرګولي د مياشتې پر ۲۸ نېټه په کابل کې د هندوانو پر درمسال داعش بريد وکړ.
انځور: د خالد ځدراڼ ټويټر/ايکس پاڼه

د همدې مياشتې په پای کې، د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر درمسال بريد وشو چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال يو هندو وګړی، يو طالب او يو بريدګر ووژل شول. د دې بريد مسووليت داعش ومانه.

پر مسجدونو د بريدونو په دوام، د تېر کال د زمري مياشتې پر څوارلسمه د کابل ښار په سرکاريز سيمه کې امام محمد باقر مسجد ته نږدې چاودنه وشوه. چاودېدونکي توکي په يوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوي و. طالبانو وويل چې اته تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي خو داعش ادعا وکړه چې ۲۰ نفره يې وژلي او ۱۸ نور يې ژوبل کړي دي.

تر دې يوه ورځ وروسته، د کابل ښار د پل سوخته سيمې په يوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه وکړه د رويټرز خبري اژانس په وينا، په دې چاودنه کې اته تنه ووژل شول او ۲۲ نور يې ژوبل کړل. داعش هم ادعا وکړه چې اته تنه يې وژلي او ۱۸ نور يې ژوبل کړي دي.

د تېر کال د زمري مياشتې پر ۲۶مه د کابل ښار په خيرخانه سيمه کې صديقيه مسجد په نښه شو، الجزيرې ټلويزیون وویل، چې په دې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي. په وژل شويو کې د مسجد امام هم و. د دې بريد مسووليت هيڅ ډلې ونه مانه، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې او وروسته دې ته ورته بريدونه داعش منلي و.

د هرات پر ګازرګاه جامع مسجد ځانمرګی بريد په افغانستان کې پر مسجدونو د داعش يو بل مرګونی بريد و چې د تېر کال د وږي د مياشتې پر ۱۱مه نېټه وشو. طالبانو وويل چې د مجيب الرحمان انصاري او ورور په ګډون يې ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. که څه هم نورو سرچينو مرګ ژوبله زياته وبلله.

پر مسجدونو د بريدونو په دوام، د تېر کال د تلې مياشتې پر مهال په کابل کې د وزير اکبرخان مسجد مخې ته پر ملکي وګړو د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه وکړه، د طالبانو له شمېرو سره سم، اووه تنه ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ نور يې ژوبل کړل. دا بريد د داعش کار وبلل شو.

تر دې يوه اونۍ وروسته، د کابل په لوېديځ دشت برجي کې پر کاج ښوونيز مرکز داعش بريد وکړ. په دې بريد کې ۶۰ زده کوونکي چې ډېری يې نجونې وې او د کانکور د ازمايښتي ازموينې لپاره راغونډ شوي و، ووژل شول او شاوخوا ۱۳۰ نور ژوبل شول.

د تېر کال د ليندۍ د مياشتې پر نهمه د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې د «الجهاد» په نوم ديني مدرسه کې چاودنه وشوه، ۱۹ نفر پکې ووژل او ۲۳ نور يې ژوبل کړل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) دا بريد وغانده او ويې ويل، چې د وژل شويو او ژوبلو کسانو تر منځ ۲۰ ماشومان دي. طالبانو ټول تلفات ۱۰ مړه او ژوبل وښودل. د دې بريد مسووليت هيڅ ډلې ونه مانه، خو طالبانو داسې بريدونه د خوارجو کار ګڼي. طالبان داعشو ته د خوارجو نوم کاروي.

شپږ ورځې وروسته د لیندۍ د مياشتې پر پنځلسمه د مزار شريف ښار د درېيمې ناحيې په سيد آباد څلورلارې کې د سړک غاړې يوه ماين د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارمندانو ۳۰۳ بس موټر په نښه کړ. طالبانو وويل چې اووه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي. په هغه وخت کې يوې روغتيايي سرچينې وويل چې په دې پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. د دې پېښي لامل روښانه نشو.

تر يوه نيمې مياشتې نسبي ارامۍ وروسته، د تېر کال د کب د مياشتې پر شلمه، په مزار شريف ښار کې په «تبيان» فرهنګي مرکز کې د خبريالانو د ستاينې په يوه غونډه کې چاودنه وشوه. د دې پېښې ډول معلوم نشو، خو داعش اعلان وکړ چې دا د دې ډلې کار و. په دې پېښه کې څلور تنه ووژل شول او ۳۸ نور ژوبل شول.

 پر طالبانو د داعش بريدونه

داعش د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو پر اهدافو په بريدونو کولو د دې ډلې څو مهم قومندانان وژلي دي. د داعش له لوري د طالبانو لومړنی وژل شوی قومندان په کابل کې د طالبانو د قول اردو قومندان حمدالله مخلص و. مخلص په طالبانو کې يو ځواکمن قومندان و او له هغو لومړنيو کسانو و چې د هيواد د پخواني ولسمشر اشرف غني تر تښتېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ته ننووت او د اشرف غني پر څوکۍ کېناست. مخلص د ۱۴۰۰ کال د لړم د مياشتې پر ۱۲مه نېټه د «سردار محمد داودخان پر ۴۰۰ بستريز نظامي روغتون» د داعش په بريد کې ووژل شو. دا بريد چې له چاودنې او نښتې سره مل و، د طالبانو له شمېرو سره سم پکې د دریو ښځو، يوه ماشوم او د دې ډلې د دریو جنګياليو په ګډون ټول اووه تنه ووژل شول. بهرنيو رسنيو د دې بريد مرګ ژوبله ۴۵ وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل وښودل. همدا راز طالبانو اعلان وکړ چې د دې بريد پر مهال يې د داعش پنځه غړي وژلي دي.

حمدالله مخلص، د طالبانو لومړنی قومندان و چې د اشرف غني تر تېښتي وروسته په ارګ کې د ده پر څوکۍ کېناست. انځور: Zabi Karimi/AP

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ د مياشتې پر ۱۳مه د دوشنبې په سهار د هرات ښار په «نمبريک» او «بلند آب» سيمو کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارمندانو پر موټر وسله‌وال بريد وشو. د دې بريد مسووليت داعش ومانه چې د يوه بريدګر په ګډون پکې درې تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول.

د هشت صبح ورځپاڼې له راپور سره سم، د تېر کال د زمري د مياشتې پر ۱۶مه نېټه داعشيانو د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په «مزاردره» کلي کې پر طالبانو ډزې وکړې چې په پايله کې يې درې طالبان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

د ۱۴۰۱ کال د زمري د مياشتې پر ۲۰مه نېټه، د طالبانو د غړي شيخ رحيم الله حقاني په اړونده مدرسه کې چاودنه وشوه، چې په خپله دی له خپل ورور سره ووژل شول او درې نور طالبان ژوبل شول. رويټرز خبري اژانس په هغه وخت کې راپور ورکړ چې د دې برید بريدګر داسې څوک و چې وړاندې يې خپله پښه بايللې وه او چاوېدونکي توکي يې په خپله مصنوعي پښه کې ځای پر ځای کړي و. د دې بريد مسووليت داعش ومانه.

د ۱۴۰۱ لمريز کال د وږي د مياشتې پر لومړۍ نېټه په تخار ولايت کې سرچينو خبر ورکړ چې د دې ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې داعشيانو يو طالب تښتولی او وروسته يې سر ځینې پرې کړی دی. د دې طالب نوم حاجي سيف الله و او په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ته نږدې کس و.

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي د مياشتې د ۲۷ او ۲۹ نېټو ترمنځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې لږ تر لږه پنځه چاودنې وشوې چې په ډېری چاودنو کې د طالبانو موټرونه په نښه شوي وو. په دې چاودنو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او تر ۲۰ زیات نور ژوبل شول. داعش د دې چاودنو مسووليت ومانه او ادعا يې وکړه چې تر ۳۵ زيات طالبان يې وژلي او ژوبل کړي دي.

د تېرکال د تلې د مياشتې پر ۱۳مه په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په اړوند مسجد کې چاودنې مراجعين او د دې وزارت کارمندان په نښه کړل. چاودنه هغه وخت وشوه چې مراجعين او د کورنيو چارو وزارت کارمندان د لمونځ کولو لپاره مسجد ته تلل. د دې بريد تلفات څلور وژل شوي او ۲۵ ژوبل وښودل شول. دا بريد د داعش کار وګڼل شو.

داعش جنګالیو د تېر کال د ليندۍ د مياشتې پر ۲۱مه تر غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې په کابل ښآر کې د چينايي وګړو پر مېلمستون بريد وکړ. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تر بريد څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې درې بريدګر وژل شوي او د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي دي. ده وويل چې هيڅ بهرنی وګړی نه دی وژل شوی. په کابل کې ايمرجنسي روغتون د هويت له ښودلو پرته اعلان وکړ چې درې تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل کسان دې روغتون ته ور وړل شوي دي. رويټرز خبري اژانس تر بريد يوه ورځ وروسته، د چين د بهرنيو چارو د وزارت د وياند وانګ ونبين په وينا راپور ورکړ چې په دې بريد کې پنځه چينايي وګړي ژوبل شوي دي.

د تېرکال د غبرګولي د مياشتې پر پنځمه په بدخشان کې د طالبانو د امنيې قومندان قومندان عبدالحق ابو عمر د امنيې قومندانۍ ودانۍ ته نږدې د موټربم په بريد کې ووژل شو. هغه وخت د طالبانو کورنيو چارو وزارت وويل، چې دوه نور کسان ژوبل شوي هم دي او همدا راز يې د دې بريد په تړاو څلور شکمن کسان نيولي دي. د طالبانو د دې قومندان د وژلو مسووليت هم داعش ومانه.

د تېرکال د غبرګولي د مياشتې پر ۱۱مه نېټه د کابل د نظامي هوايي ډګر په خوله کې ځانمرګی بريد وشو چې لږ تر لږه ۱۴ تنه پکې ووژل شول او ۱۸ نور پکې ژوبل شول. د طالبانو کورنيو چارو وزارت د دې بريد قربانيان ملکيان اعلان کړل، خو هغه وخت وويل شول چې د چاودنې پر وخت سيمه له ملکي وګړو خالې شوې وه. داعش د دې بريد مسووليت ومانه.

د تېرکال د کب د مياشتې پر ۱۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هرات ښار په جاده فرقه کې د هرات ولايت د اوبو رسونې او کاناليزاسيون رييس له دوو ساتونکو سره يو ځای په يوه وسله‌وال بريد کې ووژل شو. په دې بريد کې درې نور کسان زخميان شول. داعش د دې بريد مسووليت ومانه.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، محمد داوود مزمل د طالبانو لومړنی والي و چې داعش په بلخ کې په خپل کاري دفتر کې وواژه.

تر دې وسله‌وال بريد يوه ورځ وروسته، په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل کاري دفتر کې د داعش د ځانمرګي بريد ښکار شو. په دې بريد کې دوه نور کسان هم ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول. محمد داوود مزمل د طالبانو لومړی والي دی چې پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته وژل کېږي. دی په تېرو کلونو کې د طالبانو يو مهم قومندان و چې د بهرنيو نظاميانو او د پخواني حکومت د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېدلی و. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، مزمل په ننګرهار کې د دې ډلې والي و، وروسته د کورنيو چارو وزارت معين وټاکل شو او اخر هم د طالبانو د بلخ والي و او پنځه مياشتې يې پر همدې دنده کار وکړ.

سږکال د غبرګولي د مياشتې پر ۱۶مه نېټه د سې‌شنبې په سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې په بدخشان کې د طالبانو مرستيال والي نثار احمد احمدي له يوه بل کس سره په فيض اباد ښار کې موټربم چاودنې وواژه او شپږ نور يې ژوبل کړل. د دې بريد مسووليت داعش ومانه.

دوې ورځې وروسته، د بدخشان د مرکز فيض اباد په «نبوي مسجد» کې د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم ځانمرګي بريدګر په نښه کړل. طالبانو د دې بريد مرګ ژوبله ۱۳ وژل شوي او ۳۰ ژوبل وښودل. ځينو نورو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړه چې په بغلان کې د طالبانو د پخواني امنيې قومندان صفی الله صميم په ګډون په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل دي. د دې بريد مسووليت هم داعش ومانه.

پر ډيپلوماټيکو اهدافو د داعش بريدونه

پر ملکيانو او د طالبانو پر قومندانانو له بريدونو سره-سره په افغانستان کې ډيپلوماټيک مرکزونه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې يې خپل کار دوامداره ساتلی و، د داعش له بريدونو خوندي نه دې پاتې شوي.

پر ډيپلوماټيکو اهدافو د داعش لومړی بريد د ۱۴۰۱ کال د وږي د مياشتې پر ۱۴مه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې په کابل کې د روسيې د سفارت پر يوې قونسلي څانګې وشو. په دې بريد کې شپږ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول. په وژل شويو کې څلور افغانان او دوه روسي ډيپلوماټان شامل وو. داعش د دې بريد مسووليت ومانه او تر دې وروسته د روسيې سفارت خپل قونسلي خدمات ودرول.

پر ډيپلوماټيکو اهدافو د بريدونو په دوام داعش د ۱۴۰۱ کال د ليندۍ د مياشتې پر ۱۱مه نېټه په کابل کې د پاکستان د سفارت پر ودانۍ وسله‌وال بريد وکړ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې دا بريد وغانده او ويې ويل چې د بريدګرو موخه په کابل کې د پاکستان د سفير عبيدالرحمان نظاماني وژل و خو هغه ته زيان نه دی اوښتی. په دې بريد کې د نظاماني يو ساتونکی ژوبل شو. نظاماني پاکستان ته وغوښتل شو او څو مياشتې د امنيتي دلايلو له امله کابل ته نه ولاړ. طالبانو دا بريد وغانده.

د داعش د هدفي بريدونو په دوام، دې ډلې تېرکال د غبرګولي د مياشتې پر ۲۱مه نېټه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې د دې وزارت پر کارمندانو ځانمرګی بريد وکړ. طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت د پنځو کارمندانو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل، چې يو شمېر نور په دې بريد کې ژوبل شوي دي. خو په بهرنيو چارو وزارت کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د خدماتي څانګې د دوو او د ډيپلوماټيکې، مالي او اداري څانګو د ۱۴ کارمندانو په ګډ،ن ۱۶ کارمندان وژل شوي دي. داعش ادعا وکړه چې په دې بريد کې يې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت ګڼ شمېر ډيپلوماټان وژلي دي.

د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت کارمندان دوه ځله د داعش د بريد ښکار شول. انځور: ټولنيزې رسنۍ

داعش سږکال د وري/حمل د مياشتې پر اوومه نېټه يو ځل بيا د دې وزارت کارمندان په نښه کړل. دا بريد د بهرنيو چارو وزارت ته نږدې د يوه سوداګريز مرکز په دروازه کې وشو. داعش ادعا وکړه چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر توانېدلی چې دا بريد وکړي او د ډيپلوماټانو په ګډون پکې ۲۰ تنه مړه او ژوبل دي.

پر داعش د طالبانو بريدونه

د تېرو دوو کلونو پر مهال طالبانو بيا-بيا په کابل او کونړ، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز، نيمروز، کندهار او نورو ولايتونو کې د داعش پر پټنځايونو د عملياتو خبر ورکړی دی. طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې مهم غړي او په کابل کې د داعش د عمومي نظامي او عملياتي مسوول او په بلخ کې د داعش دويمه درجه کس په ګډون يې د داعش مهم قومندان وژلي دي. د بشري حقونو بنسټونو هم راپور ورکړی چې طالبانو په لسګونو کسان د داعش په غړيتوب او يا هم هغوی ته په پناه ورکولو تورن کړي او وروسته يې وژلي دي.

د تېرکال د چنګاښ مياشتې پر ۱۵مه نېټه د بشر حقونو څار يو راپور خپور کړ چې په کونړ او ننګرهار کې يې د داعش د غړيتوب په تور د نامعلوم شمېر تورنو د صحرايي اعدام کېسه کوله. په دې راپور کې راغلي و چې د ننګرهار او کونړ ولايتونو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ د اګست بيا د ۲۰۲۲ تر اپريل پورې تر ۱۰۰ زيات هغه مړي پيدا کړي چې په کانالونو او نورو ځايونو کې غورځول شوي وو. د بشر حقونو څار زياته کړې چې موندل شوي جسدونه د شکنجو او «وحشيانه» اعدامونو نښې لري: «ځينو يې لاس او پښې نه درلودې، په غاړه کې يې رسۍ اچول شوې وه، يا يې هم غاړې او سر پرې شوی و.» طالبانو د دې راپور موندنې رد کړې.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور پر اساس په رسنيو کې له خپرو شويو خبرونو سره سم، طالبانو چې د داعش پر خلاف کوم بريدونه اعلان کړي، په هغو کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. په وروستيو کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د داعش پر ضد د طالبانو په وژل شويو کسانو کې ۱۸ تنه پاکستاني اتباع وو.

داعش د څه په لټه کې دی؟

پيټر ميلز تېر کال د جګړييزو مطالعاتو د انسټيټيوټ پر ويبپاڼه په خپله خپره کړې مقاله کې ويلي، چې د داعش د خراسان څانګې اصلي موخه د طالبانو تضعيف کول او د دې ډلې ځای نيول دي. ميلز ليکلي و چې د افغانستان په داخل کې پر طالبانو په بريدونو کولو سره داعش غواړي په نړيواله سطح د طالبانو د دولت د مشروعيت او عادي کېدلو مخه ونيسي. ده د افغانستان له خاورې څخه پر تاجکستان، اوزبکستان او پاکستان د داعش بريدونو ته په اشارې سره ليکلي و، چې د داعش خراسان سيمه‌ييزې غوښتنې تر افغانستان پراخې دي. د دې مقالې د ليکونکي په باور، داعش خراسان د ازبکستان او تاجکستان پر دولتونو د بريدونو په کولو سره هغه جهاديان هڅوي چې نهايي موخه يې د خپلو دولتونو نړول دي، تر څو په دې توګه د طالب پر وړاندې د داعش تر څنګ ودرېږي.

په دې توګه د طالبانو او داعش تر منځ پېچلې جګړه يوازې د دې دوو ډلو تر منځ د ژورو تيوريکو تفاوتونو له امله نه ده، بلکې واقعيت دادی چې طالبان واک ته رسېدلي دي او داعش له خپل واک (هغه خلافت چې دوی را منځته کړی و) څخه شړل شوي دي. طالبان د خپل واک د ساتنې او د – نړيوالې رسميت پېژندنې له لارې- د هغه د پراختيا په هڅه کې دي او داعش په دې لار کې د يوه خنډ په توګه ويني. طالبان د محلي-قومي غوښتنې له مخې چې غواړي واک په پښتني قبايلي منګولو کې انحصار کړي، پوهېدلي دي چې داعشي نيهيليسم په افغانستان کې دا محلي-قومي غوښتنه زيانمنوي او د طالبانو پر وړاندې نړيواله دښمني راپاروي.

د نړيوالې ټولنې اندېښنه

د داعش خراسان پر وړاندې د طالبانو اقداماتو په افغانستان کې د داعش د حضور او سرتېرو د جذب په تړاو د نړيوالو اندېښنې نه دې کمې کړي. همدارنګه، د پخواني حکومت تر له منځه تلو وروسته طالبانو د داعش د سلګونو زندانیانو په ګډون په زرګونو زندانيان د افغانستان له زندانونو خلاص کړي دي.

د تېرکال د وري د مياشتې پر يوولسمه نېټه د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې ادارې (سيګار) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ په اګست مياشت کې چې  کله طالبانو په کابل کې د ملي امنيت زندان واک تر لاسه کړ، د داعش سلګونه زندانيان يې خوشې کړل، خو د دې ډلې مشر ابو عمر خراساني يې له اتو تنو نورو سره اعدام کړ. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وروسته ومنله چې د افغانستان له زندانونو يو زر او ۸۰۰ داعشيان خوشې شوي دي. دې چارې په افغانستان کې د داعش سرتېرو له بيا جذب سره مرسته وکړه. د ټوليز امنيت د تړون سازمان وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر شپږ زره او ۵۰۰ ته لوړ شوی دی. خو د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې ادارې (سيګار) په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر د زرو او درې زرو تر منځ ښودلی وو.

د افغانستان د ګاونډيانو په ګډون سيمه‌ييزو او نورو هيوادونو د داعش د ځواکمنېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د تېرو دوو کلونو پر مهال څه کم دوه ځله د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان د راکټي بريدونو راپورونه خپاره شول. طالبانو د تېرکال د چنګاښ د مياشتې پر ۲۶مه ادعا وکړه چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د «خوارجو» يو مرکز کشف کړی او له منځه وړی دی. ذبيح الله مجاهد وويل، چې په دې عملياتو کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. د ده په وينا، دې کسانو د ازبکستان او تاجکستان پر خاورو په راکټي بريدونو کې لاس درلود.

په وروستيو کې د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان وويل، چې د داعش لوړپوړي قومندانان له عراق، سوريې او لېبيا څخه افغانستان ته تللي دي. طالبانو دا ادعا رد کړه او له ايران څخه يې شواهد او اسناد وغوښتل.

له دې سره-سره، سږکال د غوايي د مياشتې پر دويمه نېټه واشنګټن پوسټ د امريکا د دفاع وزارت د رسوا شويو اسنادو پر بنسټ راپور خپور کړ او ویې ویل و چې له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته په څه کم دوو کلونو کې دا هيواد د داعش لپاره د همغږۍ په مهم مرکز بدل شوی دی. د دې راپور پر اساس، داعش هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه په ټوله اروپا او اسيا کې بريدونه پلان کړي او د امريکا پر خلاف دسيسې جوړې کړي. تر دې وړاندې د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د قواوو مشر جنرال مايک کوريلا ويلي و چې په افغانستان کې داعش تر شپږو مياشتو په کم وخت کې کولای شي چې د امريکا او يا هم بل لوېديځ هيواد پر ګټو بريد وکړي.

خو طالبانو تل په سړه سينه دې اندېښنو ته ځواب ويلی او ټولو هيوادونو ته يې ډاډ ورکړی چې داعش يو بالقوه ګواښ نشي کېدلای. طالبانو د افغانستان له خاورې څخه د لوېديځو هيوادونو پر خلاف د داعش د ګواښ په اړه د امريکايي چارواکو اندېښنو ته په ځواب کې امريکا د داعش په ګټه د تبليغاتو په کولو تورنه کړه. امير خان متقي يو ځل ويلي و چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري او د دې ډلې بريدونه د هغو کسانو له خوا کېږي چې د افغانستان له دباندې راځي. له دې سره-سره، د داعش په اړه د طالبانو چلند او خبرې ښيي چې طالبانو په افغانستان کې د داعش شتون منلی دی، خو نه غواړي چې په تړاو يې ښکاره خبرې وکړي. طالبانو چې د تېرو دوو کلونو پر مهال کوم عمليات کړي او د داعش د لسګونو غړو او د دې ډلې د مهمو قومندانانو د وژنې ادعاوې د همدې شاهدي ورکوي.