اطلاعات روز: د پاکستان او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه يو ورځنۍ لوبه هم د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.
د پاکستان او افغانستان تر منځ نن (پنجشنبه، ۲ د وږي) دويمه يو ورځنۍ لوبه په سرېلانکا کې وشوه.
د دې لوبې ټاس افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه. افغانستان په خپله پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳ سوه منډې وکړې.
په افغان لوبډله کې رحمان الله ګربز تر ټولو زياتې ۱۵۱ منډې وکړې، همدا راز ابراهيم ځدراڼ هم د ۸۰ منډو په کولو سره دويم ډېري منډې جوړوونکی لوبغاړی و.
د يادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې له لوري د پيل ملګرتيا ډېره اوږده وه او افغان لوبډلې خپله لومړۍ ويکټ پر ۲۲۷ منډو له لاسه ورکړه.
د پاکستان له لوري امام الحق تر ټولو زياتې ۹۱ منډې وکړې.
پاکستان وکولای شول چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د وروستي پنځوسم اوور په پنځم بال لوبه وګټي.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې تر ټولو ډېري ۳ ويکيټې فضل الحق فاروقي واخيستې، همدا راز مجبيب الرحمان او عبدالرحمن يوه-يوه او محمد نبي دوې ويکيټې واخيستې.
تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ هم پاکستان په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
همدا راز دواړې لوبډلې به د يکشنبې په ورځ (۲۶ د اګست) يو ځل بيا د درېيمې او وروستۍ يو ورځنۍ لوبې لپاره سره مخ کېږي.