ارګ

موقت حکومت یوازینۍ لار چې لا وختي دی

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

یو

د لنډمهاله ادارې یا موقت حکومت طرحه د نننیو سیاسي محفلونو یو تود بحث دی. د طالبانو ډلې رهبرانو سربیره چې د ولسمشر اشرف غني ګوښه کېدل او د یو نوي حکومت پر رامنځته کېدلو ټینګار لري، کابل کې هم ځینې سیاسي څېرې له هغې ډلې د ولسي جرګې غړي میررحمان رحماني له لنډمهاله ادارې ملاتړ کړی دی. هغه څه چې د رحماني په خبرو کې موندل کېدل، د سولې یا موقت حکومت طرحې په اړه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې شوي او د هغې پایلو او غبرګونونو ارزونې لپاره دغه طرحه کابل کې سیاسي لوبغاړو سره شریکه شوې ده. دا طرحه چې د اوسني حکومت بدیلې ټاکنې لپاره په بېلابېلو عنوانونو یادیږي، ټول یو ګډ ټکی لري؛ دا چې ولسمشر غني دې واک کې نه وي.

ولسمشر غني په ځلونو په ښکاره ویلي چې هغه به له واکه لاس په سر نه شي. بلکې یوازې به د ټاکنو له لارې خپل ځای ټاکونکي ځایناستي ته ورکوي. طالبانو سره د سولې پروسې په اړه د ولسمشر غني لید ښکاره دی؛ دا چې طالبانو سره سوله د ګلبدین حکمتیار سولې موډل پر بنسټ مخته یوسي. یانې طالبان د غني سولې موډل کې، په اوسني سیاسي نظام کې دې واک کې ګډ شي او اوسنی حکومت دې د ښاغلي غني په ریاست همداسې ځای پر ځای وي.

خو ولې د غني موډل سره د سولې هوکړه شونې نه ده؟ لومړي ګام کې طالبان ولسمشر غني سره سوله نه کوي. په ټوله کې د اوسني نظام او په تېره بیا پر واک د ولسمشر غني پاتې کېدو سره مخالف دي. سربیره پر دې طالبان پوهیږي چې سوله د غني موډل پر بنسټ او هغه واک ته د طالبانو ورګډېدل چې اشرف غني یې په سر کې وي، په دې دریو لسیزو کې د طالبانو د جنګ مشروعیت یا رواتوب له منځه وړي. پایله کې شونې ده چې دننني پاڅون سره مخ شي او طالب جنګیالي بله لار ونیسي. پر همدې بنسټ طالبان په دې هڅه کې دي چې د سولې داسې لار ونیسي چې یوه پلمه ورته پیدا کړي او په ورته وخت کې د جنګ مشروعیت هم له منځه لاړ نه شي. همدا خبره ده چې د طالبانو سیاسي مشران تل د اوسني نظام بدلون او د دولت اسلامي کولو خبره کوي.

له بلې خوا هغه جریانونه او سیاسي څېرې چې کابل کې دي، هم د ولسمشر غني له جمهوریته چندان ښه زړه نه لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کړۍ د دې لامل شوی چې د جمهوري نظام دننه سیاسي ځواکونه هم اوسنیو حالاتو کې د غني له جمهوریته لاس واخلي او پر بدیلې ټاکنې فکر وکړي. خو طالبانو سره د دې سیاسي لوبغاړو توپیر دې کې دی چې هېڅ کومه بدیله برنامه یا ټاکنه نه لري. یوازې غني سره نفرت کې، طالبانو سره په یو ناغوښتې یوې لاره راغلي دي. پر همدې بنسټ ویلی شو چې ولسمشر غني د سولې برخه کې یوازې دی. هماغسې چې د ولسمشر اشرف غنی د واک شریک د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، ځینې سیاسي څېرې او د مرکچي پلاوي غړي په ځلونو په څرګند ډول ویلي، چې سوله قربانۍ ته اړتیا لري او د دې پروسې لومړی قرباني به له شک پرته ولسمشر غني وي. له دې سره بله مسله چې مطرح ده، د موقت حکومت راتلو لپاره د ولسمشر غني ژر تر ژره قرباني کول دي.

دوه

اشرف غني د یو فرد په توګه نه، بلکې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام په حیث په قانوني ځای کې دی چې په ورته مهال د اجراییه قوې/حکومت ریاست، د افغانستان اساسي قانون ۶۰مې مادې پر بنسټ، د «افغانستان اسلامي جمهوري دولت رییس» هم دی چې د قانون له مخې په اجرایي، تقنیني او قضایي برخو کې د قدرت عملي کولو واک لري. له بلې خوا افغانستان کې سیاسي ماهیت ته په کتو، سیاسي جوړښت تر ډېره خلکو پورې تړلی او د یوې ادارې یا د سیاسي لوی جوړښت له مشرۍ د یو کس ګوښه کېدو سره، په ټوله کې ټول جوړښت د بدلون او اووښتون لامل کیږي. دې مسلې ته په کتو، د طالبانو په غوښتنه او د نظام دننه د سیاسي فشارونو په غوښتنه د ولسمشر غني ګوښه کېدنه، وړاندې له دې چې د سولې مرکچي پلاوي د سولې یوې ټولیزې هوکړې ته ورسیږي او سراسري اوربند ټینګ شي، نه یوازې دا چې د ولسمشر غني د ګوښه کېدو په مانا نه ده، بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګوښه کېدو په مانا ده.

په داسې حالاتو کې چې د سولې خبرو کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی او طالبانو ډلې تاوتریخوالی ډېر کړی او له بلې خوا د طالبانو ملاتړي هېوادونه د دې ډلې په ګټه په نظام کې دننه سیاسي څېرو په یارانې پسې دي، له واکه د غني ګوښه کېدل له شک پرته د ټولو سیاسي او نظامي جوړښتونو په له منځه وړلو تمامیږي. یانې د موقت حکومت رامنځته کولو په موخه، د ولسمشر غني ژر قرباني کول، له دې سره چې د افغانستان جنګ او سولې ډیری خواوې د ولسمشر غني له جمهوریته ښه زړه نه لري، درنې بیې به ولري.

هغه زیانونه چې له دې لارې انځور کیږي، په ځلونو له هغې زیات دي چې د ولسمشر اشرف غني مخالفین یې فکر کوي. یانې په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې بندې دي او هېڅ کوم پرمختګ نه لري، له واکه د اشرف غني د لېرې کولو غوښتنه د نظام ورکولو په مانا ده. ځکه چې کومه برنامه نشته چې له واکه د اشرف غني ګوښه کېدو وروسته، د نظام او د سیاسي نظام جوړښتونو دوام تضمین کړي. څوک به د لنډمهاله ادارې په ریاست کې وي؟ د کوم قانون او کوم میکانیزم پر بنسټ د موقت حکومت د رییس په توګه ټاکل کیږي؟ واکونه به یې تر کوم حده وي؟ کوم قانون او کومه مرجع د موقتې ادارې مشر ته واک سپاري؟ دا هغه لومړنۍ پوښتنې دي چې مطرح کیږي، خو مسله له دې پورته ده. په هغې وخت کې سیاسي نظم په پوره توګه له منځه ځي. هېڅ داسې قانونی مرجع نه پاتېږي چې د اساسي قانون ګټو پر بنسټ له اساسي قانونه د ساتنې مسوولیت، د واک مدیریت او د امنیتي بنسټونو ادارې پر غاړه ولري.

درې

حللاره څه ده؟ اوسمهال یوازینۍ سمه لار په دوحه کې د سولې خبرو دوام دی، البته د بنسټونو او د بېلابېلو مدني او سیاسي جریانونو د بنسټونو تر څار لاندې چې د فشار ډلو په څېر پر حکومت عمل کوي، څو پروسه کې د ارګ لاسوهنې کمې کړي. له دې وراخوا د سولې هوکړې ته د دواړو خواوو مرکچي پلاوو لاسرسي پرته، له واکه د ولسمشر غني ګوښه کېدل نه یوازې د حللار نه ده، بلکې د نظام او سیاسي جوړښتونو د له منځه تلو پیلامه ده.

 د دوحې سولې لپاره درې سناریوګانې د اټکل وړ دي؛ او دا چې طالبان حکومت سره ټول سیاسي جوړښتونه، ارزښتونه او د دې دوو لسیزو لاسته راوړنې ومني، چې د طالبانو له خوا د دې منل غوره سناریو ده. خو اوس دا سناریو شونې نه ده.

دویمه سناریو د افغانستان حکومت بیروني جریانونو او د ولسمشر غني د مخالفینو له هغې ډلې طالبانو ډلې سره د نامتو قومي-سیاسي څېرو یو ځای کېدنه ده چې حکومت د طالبانو په ګټه نسکور کړي. په دې صورت کې د طالبانو ډله د دولت اصلي جریان په توګه راشي او د حکومت دباندې سیاسي جریانونو ته برخه ورکړي څو د ارګ شا تشه کړي. دا تر ټولو بده سناریو ده. په دې سره نظام او سیاسي جوړښتونه له منځه ځي او هر څه باید اسلاميزه او د طالبانو فکر سره سم راشي. البته دا سناریو هم تر یو بریده شونې ده. ځکه چې په دې کې طالبانو سره یو څه هملاري شته خو طالبان د واک مدیریت وړتیا نه لري.

درېیمه سناریو دا ده چې د جمهوري نظام او لکه د پارلمان او امنیتي بنسټونو په څېر جوړښتونو په ساتنې، دواړه خواوې د موقت حکومت پر طرحې هوکړې ته ورسیږي. خو لنډمهاله اداره هغه مهال د حل لار ده چې دواړه خواوې د سولې یوې ټولیزې هوکړې ته ورسیږي چې په هغې کې د سیاسي نظام په څرنګوالي، د راتلونکي حکومت د رهبرۍ ټاکنۍ مسله، د ښځو او لږه کیو د حقونو ساتنه، د طالبانو نظامي ځواکونو بې وسلې کول او برخلیک او بالاخره په بشپړې هوکړې سره اوربند ته ورسیږي. هرکله که دواړه خواوې د خبرو د دوام له لارې د سولې جامع هوکړې ته لاسرسی ومومي او له هغې مهمه دا چې سراسري اوربند ټینګ شي، هغه وخت دی چې موقت حکومت او پر وخت او شرایطو سره سم د ولسمشر غني ګوښه کېدل به د ټولو په ګټه وي.