Photo: GETTY IMAGES

سور صليب د ۱۰ زره او ۹۰۰ روغتيايي کارکوونکو معاش طالبانو ته پرېږدي

اطلاعات روز: د سره صليب نړيوالې کميټې اعلان کړی چې د اګسټ تر پایه به د ۱۰ زره او ۹۰۰ ډاکټرانو، نرسانو، روغتيايي کارکوونکو او همدا راز د ۳۳ روغتونونو مالي ملاتړ طالبانو ته پرېږدي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۷ د وږي) اعلان کړی، چې طالبانو ته د دې روغتونونو د مسووليتونو سپارل له وړاندې پلان شوي وو.

د دې بنسټ د اعلاميې له مخې، طالبانو د روان کال د اپريل په مياشت کې له دې روغتونونو د اتو روغتونو مسووليت منلی و.

سره صليب ويلي، چې د طالبانو د روغتيايي څانګو مسوولينو د دې روغتونو د چارو د سمبالولو او د خلکو د روغتيايي اړتياوو د رفع کولو لپاره خپل عزم او تمايل څرګند کړی دی.

دې بنسټ ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ پر مهال يې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د دې روغتونو مالي ملاتړ د دې لپاره وکړ چې د روغتيايي نظام د پاشل کېدو مخه ونيسي.

د سره صليب په اعلاميه کې راغلي، چې دې بنسټ د تېرو دوو کلونو پر مهال د دې روغتونو د کارمندانو له معاش سره-سره، د درملو، روغتيايي لوازمو، د برېښنا، امبولانس د خدماتو، ازمايښتي لابراتوارونو او ناروغانو د خوراک لګښتونه هم پرې کړي دي.

دې بنسټ ويلي، چې د دې روغتونو مالي ملاتړ دروي، خو له يو شمېر بنسټونو سره يې خبرې روانې دي تر څو وکولای شي چې د دې برنامې ځينو برخو ته دوام ورکړي.

ورته مهال سره صليب ويلي، چې د لومړنيو روغتيايي خدماتو د مرکزونو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د افغانستان د سرې مياشتې د ۴۷ روغتيايي مرکزونو ملاتړ به کوي.

دې بنسټ زياته کړې، چې د کندهار د سرپوزې زندان او هرات د زندان په ګډون په زندانونو کې د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په تړاو به له طالبانو سره همکاري کوي.

همدا راز د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې د فزيکي روغتيا د اوو مرکزونو، د غزني د ولايتي او حوزوي روغتون د يوې برخې او همدا راز د پنجشېر د رخه ولسوالۍ روغتون ملاتړ ته دوام ورکوي.

سره صليب ويلي، چې افغانستان په نړۍ کې د دې بنسټ د مرستې رسونې دويم ستر عمليات دي او د دې هيواد د پرېښودلو هيڅ اراده نه لري.

دې بنسټ دغه راز ویلي، چې د افغانستان تر نيمايي زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او له هرو دوو څخه يو يې روغتيايي خدماتو يا هم کافي غذا ته لاسرسی نه لري.

د سره صليب نړيوالې کميټې له نړيوالې ټولنې او پرمختيايي بنسټونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې له حياتي برخو او عمومي زيربناوو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د دې بنسټ په وينا، بشري مرستې د افغانستان د هغو وګړو لپاره اړينې دې چې په کلونو کړېدلي دي.

سږکال د بودیجې د کمښت له وجې ګڼو نړيوالو بنستونو د افغانستان له خلکو سره مرستې کمې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په افغانستان کې له اړمنو سره خلکو سره د مرستې لپاره د روان ميلادي کال تر پايه ۲.۲۵ ميليارد ډالره بودیجې ته اړتيا ده.