اطلاعات روز: د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون وايي، چې طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان د ټولو وګړو مذهبي ازادۍ په «سيسټماټيکه» توګه محدودې کړې دي.
په افغانستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د دې کميسیون نوی راپور تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د وږي) «په افغانستان کې د مذهبي ازاديو او ښځو د حقونو» په نوم خپور شوی دی.
په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ دوه کاله وروسته، په افغانستان کې د مذهبي ازاديو وضعيت خراب شوی دی.
د دې راپور له مخې، طالبانو د يو شمېر فرمانونو، دستورونو او مکتوبونو له لارې د افغانستان د ټولو وګړو په ځانګړي توګه د هغو کسانو مذهبي ازادۍ محدودې کړي چې له اسلام څخه متفاوت تفسير لري.
د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون ويلي، چې دې دستورونو او محدوديتونو پر ښځو په «نامناسبه توګه» اغېز کړی دی.
په دې راپور کې له سني اسلام څخه د طالبانو له تفسير سره سم، پر ښځو او مذهبي لږکيو د طالبانو د محدوديتونو پايلې لکه پر زده کړو، کار او تګ-راتګ بنديز او پلي شوي جوړښتيز تغييرات تحليل شوي دي.
د دې راپور پر اساس، طالبانو د افغانستان اساسي قانون په دې دليل چې «بشپړ» اسلامي نه دی، لغو کړی او د يوه رسمي اساسي قانون په نشتون کې ادعا کوي چې د قوانينو بنسټ يې «شريعت» او «قرآن» دی.
د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون ويلي، سره له دې چې طالبان هڅه کوي خپل ځانونه «منځلاري» وښيي، خو له اسلامه يې خپل ځانګړی تفسير تحميل کړی چې په هدفي توګه د ښځو، مذهبي او قومي اقليتونو حقونه تضعيفوي.
د دې کميسيون په راپور کې راغلي چې طالبان له حنفي سني مذهب څخه خپل تفسير چې له ديوبندي او قبيلوي عنصرونو څخه اخيستل شوی، د اهل سنتو، شيعهګانو او نورو مذهبي لږکيو په ګډون د افغانستان پر ټولو وګړو تحميل او پلی کوي.
دې کميسيون د امريکا حکومت ته سپارښتنه کړې چې د مذهب او عقيدې د ازادۍ خونديتوب ته په پام دې دا بحث له طالبانو سره په خبرو کې شامل کړي او په افغانستان کې د لږکيو پر خلاف روان تاوتريخوالی دې په ښکاره وغندي.
د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو له لوري «په دوامداره او فاحشه توګه» د مذهبي ازاديو د نقض له کبله دې افغانستان د «ځانګړې انديښنې وړ» هيواد وګڼي.
دې کميسيون د امريکا له کانګرس څخه هم غوښتي چې د امريکا په مهاجرتي برنامو کې دې د مذهبي لږکيو او د هغوی د کورنيو د شاملولو لپاره قانوني شرايط برابر کړي.
طالبان پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ځلونو په مذهبي او قومي تبعيض او د هیواد د وګړو د مذهبي ازاديو په محدودولو تورن شوي دي.
دې ډلې سږ کال د محرم په لسيزه کې په افغانستان کې د شيعه مذهب د پیروانو د وير پر مراسمو سخت محدوديتونه ولګول؛ د دې ډلې وسله والو په ځينو ځايونو کې له ويرجنو سره د تاوتریخوالي ډک چلند وکړ.